حکمتیار په رښتیا «اروايي ناروغ» دی؟/ هېواد ریان

روانپوهنه یا ارواپوهنه ځانگړی مسلک دی. په دغه مسلک کې خلک لېسانس، ماسټري او حتی د دوکتورا تر کچې زده کړې کوي. د دغه مسلک فارغین هغه خلک تر خپلې درملنې لاندې نیسي، چې په رواني ناروغیو ککړ شوي وي، یا یې رواني حالت ښه نه وي. زموږ د هېوادوالو په ساده اصطلاح چې ماغزه یې خراب وي. د ارواپوهنې فارغین یې تر هغه وخت تر درملنې لاندې نیسي، چې سم شوي نه وي او یا عادي حالت ته راغلي نه وي.
د حزب اسلامي گوند مشر گلبدین حکمتیار مذبذب دريځ ټولو ته معلوم دی او خارښتي خبرې کول د ده عادت دی. دی هر وخت داسې خبرې کوي، چې خلک پرې راوپارېږي او غبرگون پرې وښيي.
کله په ټولنیزو شبکو کې د طالب پلوو عادي پوسټونو پسې هم اعلامیه خپره کړي، کله د داعش په ملاتړ او د طالبانو پرضد اعلامیه خپره کړي، کله په کورنیو جگړو کې خپل لاس لرل نه مني او کله نورې بابولالي غږوي.
حکمتیار تېره ورځ په خوست کې یو ځل بیا د خارښت نه ډکې خبرې وکړې او په حکومت کې یې د ځدراڼو د قوم نه گډون ښاغلی مولوي جلال الدین حقاني یاد کړ. حکمتیار ښاغلی حقاني بې‌رحمه انسان یاد کړ او څو نورې بابولالې یې هم وغږولې.
جناب حکمتیار صیب! د تاریخ سترگې د ستا له ضعیفو سترگو ډېرې تېزې دي. ښاغلی حقاني هغه څوک دی، چې د کورنۍ ۵۸ غړي یې شهیدان شوي، څلور ځوانان زامن یې د الله جل جلاله په لاره کې قرباني کړل، یو زوی یې بندي دی او خپله تراوسه د کلمه اعلی لپاره وسله‌واله مبارزه کوي. د دنیا ټول نعمتونه یې شاته غورځولي او د خپلې سپېڅلې مبارزې په لاره کې ولاړ دی. نه د امریکا پرېمانه ډالرو یې ایمان ولړزاوه او نه یې د بچیانو د کورنیو غړیو ایمان کمزوری کړ او نه یې له خپلې مبارزې یو قدم په شا شو.
حقاني ستا په شان د امریکا په غېږ کې ځان ونه غورځاوه؛ بلکې له امریکایانو سره به د ژوند تر پایه مبارزه کوي. تاسې په کوم جرئت حقاني صاحب بې‌رحمه انسان بولئ؟
هغه حقاني صاحب چې په کورنیو جگړو کې یې د هېڅ افغان پر وینو لاسونه سره نه دي. هغه حقاني چې هېڅ بې‌گناه افغان یې نه دی وژلی، هغه څنگه بې رحمه کېږي او تاسې چې د بي بي سي خبریال میرویس جلیل او زرگونه کابلیان ووژل تاسې بې رحمه نه شوئ؟
ستاسې له لاسه زرگونه کابلیان بې پته شول، بې عزته شول، ابادې مېنې یې ورانې شوې او گل کابل مو په کنډوالو بدل کړ، بیا هم حقاني صاحب بې رحمه او تاسې رحمدله انسان شوئ؟
تاسې چې د هر موسم سره په خپل دریځ کې بدلون راوست او هر ډول ته مو څڼې واچولې بیا هم تاسې بې رحمه نه یاست؟ اوس هم د امریکا د سفارت ژباړل شوي اعلامیې په غونډو کې وایئ او د حنیف اتمر او د اشرف غني په غوښتنه هره ناروا کوئ، تاسې به بیا هم ملي اتل یاست؟
نه هېڅکله نه؛ ځکه هغه خلک اتلان کېدای نه شي چې د خپلو وروڼو د وژلو لپاره د ۵۲ کفري هېوادونو سره اېتلاف کوي او د هغوی په خوښه کارونه کوي.
تاریخ هېڅکله غلامان او لاسپوڅي اتلان نه یادوي، بلکې هغه خلک اتلان یادوي، چې د یرغلگرو پر ضد مبارزه کوي او خپل سرونه د الله په لاره کې قرباني کوي.
د دوو جهادینو مشره! تاسې په څلوېښت کلنه مبارزه کې یو څاروی راوښایاست چې تاسې قرباني کړی وي. بچیان دې په سعودي او نوره نړۍ کې زده کړې کوي او خپل د عیش او عشرت ژوند تېروي؛ خو حقاني صاحب بیا هم بې رحمه انسان دی.
جناب! لومړۍ خپله درملنه وکړئ او کوم رواني ډاکټر سره اړیکه ونیسئ؛ ځکه ستاسې رواني حالت واقعاً د اندېښنې وړ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button