کابل ګارنيزيون: غیرې مسؤله وسله‎ وال په مسؤلو وسله ‎والو بدلوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۲) د کابل ګارنيزيون وايي، د ملي امنيت شورا د يوې پریکړې پر بنسټ غواړي په کابل کې غير مسئوله وسله وال په مسوولو وسله والو بدل کړي او د هغوی وسلې له دولت سره رجستر کړي.

د کابل د ګارنيزيون قوماندان جنرال افضل امان وايي، په راتلونکې کې په ښار کې داسې عملياتي کمپاين پيلوي، څو غير مسووله وسله والوو ته خبرداری ورکړي، چې خپلې وسلې دولت سره رجستر کړي، خپل کسان بايومټرک کړي او قانوني کړي تر څو دغه کسان په مسوله وسله والو بدل شي.

هغه وويل، د دغې طرحې له عملي کولو سره سم به هيچاته اجازه نه وي چې له درنو او نيمه درنو وسلو سره په کابل ښار کې وګرځي.

کابل ګارنيوزيون په يوه خبرپاڼه کې، له دولتي چارواکو، د ملي شورا استازو او نورو هغه کسانو چې وسلې ګرځوي غوښتنه کړې چې د دغې کمپاين چيک پواينټونو ته تم شي او د وسلې اسناد دې مسوولو کسانو ته ورښکاره کړي.

د ګارنيزيون د مسوولينو په وينا، دغه کمپاين به له نن څخه په کابل ښار کې پيل کړي.

دی وايي، هغه کسانو ته به اجازه ورنه کړي چې  له نظامي تشکیلاتو څخه بهر وي او د امنيتي ادارو يونيورم څخه استفاده کوي، زياتوي هيڅوک د قانوني اسنادو پرته د زغره‎والو او یا د تورو ښیښو د لرونکو موټرو د ګرځولو حق نه لري.

کابل ښار کې په دې وروستيو کې د غلاوو، انسان تښتونو او قتلونو پېښې زیاتي شوي، چې د ښاريانو په وينا ډیری يې په دغه پېښو کې غير مسووله وسله وال ککړ دي او د يو شمير چارواکو ملاتړ له ځان سره لري.

په داسې حال کې د کابل ګارنيزيون غير مسووله وسله والو ته د مسوليت ورکولو خبره کوي، چې هرکال د احمدشاه مسعود تلين د لمانځنې پر مهال سلګونه غير مسووله وسله وال او د هغه پلويان له سپکو او درنو وسلو سره د کابل ښار لويو واټونو ته راووځي او هوايي فيرونه کوي، چې ډيری وخت پکې ملکي کسانو ته ځاني تلفات اوښتي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button