د هند د مرسته شويو غنمو ۳ زره ټنه يې هلمند ته ورسېدل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۳) د هندوستان له خوا افغانستان سره د لسګونه زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته ورسېدله.

هند افغانستان سره د پنځلس زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې د نومبر په يوولسمه نېټه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېدل.

د دغې غنمو يو لوی قطار چې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له خوا بدرګه کېده مياشت مخکې د نيمروز ولايت له لارې هلمند ته روان شوی و.

د هلمند ولايت مطوباعي دفتر وايي، په ۴۹ کانتينر او ټيلر موټرو کې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په مرسته تېر ماذيګر د دغه ولايت مرکز لښکرګاه ته رسېدلي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وينا، افغانستان ته د هند د مرسته شويو ۱۵ زره متريک ټنه غنم د هېواد په اوو ولايتونو کې زېرمه کوي.

د مالوماتو له مخې، دغه غنم د بېړنيو حالاتو پر وخت، د طبيعي پېښو زپلو او اړمنو کورنيو ته د يوه ځانګړي پروګرام له لارې ورکول کېږي.

په افغانستان کې د هند سفير منپريت وهرا ويلي و، چې د راتلونکي کال تر فبرورۍ مياشت پورې به ۱۱۰زره ټنه نور غنم هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږل شي.

تر دې مخکې ډیری سوداګرو خپل سوداګريز توکي د پاکستان د کراچۍ له لارې هېواد ته انتقالول خو د چابهار بندر له پرانستل کېدو، د پاکستان له لوري د ماليې لوړل او يو لړ نورو ستونزو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ۶۰ سلنه راټيټه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button