د ملګرو ملتو مسؤلین:امریکا اوس هم په ګوانتانامو کې بندیانو ته تر ټولو سخته شکنجه ورکوي

ډاکتر آصف

امریکا اوس هم په ګوانتانامو کې بندیانو ته تر ټولو سخته شکنجه ورکوي برسیره پر دې د بشري حقوقو ټولنې نه پریږدې چې د بندیانو حالت له نږدې وګوري.

د ملګرو ملتو یوه مسؤل نیلزمیلټسر ویلي دی چی د ګوانتانامو بندیان اوس هم د  امریکایانو تر سختې شکنجې لاندې دی، سره له دې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په کال 2009 کې دغه ډول شکنجې ورکول منع کړي وې.

یاد مسؤل تیره ورځ چهارشنبه په خپله یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دی چی یو بندي عمار بلوچي ته اوس هم تر ټولو سخته شکنجه ورکول کیږي.

په بیان کې زیاته شوې ده چې بلوچی ته د کلونو کلونو تعذیب ورکړې سره سره، اوس د سختو بدو او کرکجنو اوازونو په واسطه شکنجه ورکول کیږی چې له امله یې نوموړي ته رواني تکلیف پیدا شوی او له خوب کولو نه بیخی محروم کړای شوی دی، سربیره پر دې مناسبه درملنه یې هم نه کیږي.

د  ملګرو ملتو دغه مسؤل شخص ویلي دی چې امریکا د دغه ډول جرم مرتکبینو ته هیڅ ډول پام هم نه کوي، چې دا ډول کړنې نړۍ ته پیغام ورکول دي چې دغه هیواد د بندیانو په حق  کې د ټولو قوانینو او نورمونو خلاف د بشریت ضد کړنې ترسره کوي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د 11 سپتمپر له بریده وروسته په ګوانتانامو کې د بلوچي څخه نږدې 153 ځله د امریکا د استخباراتي شبکې سي آي ای لخوا تحقیق شوی او د امریکا کانګرس ته یې په اړه ټول معلومات وړاندې شوی، خو لا هم هیڅ ډول نتیجه یې نده معلومه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button