کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هرات ولایت د پاسپورټونو د ادارې مشر خواجه اکبر صدیقي له ولسي اعتراضونو څخه وروسته له وظیفې ګوښه، او پر ځای یې ضیاءالدین کاویاني کېناستو.
د هرات والي رسنیو ته ویلي دي چې د صدیقي په لرې کولو خلک خوشاله دي، د ده له قوله چې صدیقي دغه اداره پخپل انحصار کې راوستې وه.
همدا شان د هرات د امنیت د ادارې مشر عبدالغني عمر زاد وايي چې له دې څخه وړاندې به خلکو د پاسپورټ اخېستلو لپاره اوږده ساعتونه تېرول.
د یادونې وړ ده چې له دې څخه وړاندې هم صدیقي د هرات د پاسپورټ د ادارې مشر وو، او د فساد له کبله له همدغې وظیفې څخه ګوښه شوی وو.
















