څوک وایي چې د امریکا له راتګ وروسته په افغانستان کې عیسائیت نه خپریږي؟؟

ډاکټر آصف

له هغه مهاله چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کي امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ، په دغه وخت کي د عیسائیت تبلیغ او عام خلک عیسائیت ته د اړولو بهیر چټک شو، عیسایي مبشرین او راهبان په کلیو او کوڅو کي ګرځېدل او خلک یې ارتداد ته بلل، دا ځکه چي طالبان تیت او پناه شول نو هیڅ ډول ویره موجوده نه وه په ۲۰۰۵ کال کی مرتد شوي ډیری افغانان هندوستان ولاړل، هلته د ژوند ټولې آسانتیاوې وررکړل شوې، عیسایي راهبان وایي چي موږ تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پوري ۳۳۰۰ افغانان عیسائیت ته واړول.

د امریکا یانو په مستقیمه مداخله او زور په ۲۰۰۴ کال کي په اساسي قانون کي دا ماده زیاته شوه چي په افغانستان کي مذهبي ازادي شتون لري، په ۲۰۰۹ میلادي کال کي یواځې د افغانانو لپاره په پښتو او دري ژبو بایبلونه (منحرف کړای شوي عیسایی کتابونه) چاپ شول تر څو د افغانانو په مرتد کولو کې مرستندوی شي، دا هغه وخت وو چي بایبلونه د بګرام هوایي اډې ته راوړل شول ورپسې په عام ډول سره په خلکو وویشل شول، په ۲۰۱۰ میلادي کال کي د نورین تلویزون Noorin TV چينل خلاص شو، چي یواځې د عیسائیت تبلیغ لپاره ترې کار اخیستل کیدو، او چارې یې افغاني عیسایانو پرمخ بېولې، د دې تلویزون لګښت د امریکا دوو مرستندیو مؤسسو Norwegian Church Aid او Church World Service ورکاوه، د لومړي ځل لپاره په دې تلویزون کي د هغه مرتدینو فلمونه راڅرګند شول چي د اسلام څخه و عیسائیت ته اوښتي مرتدین خپل مذهبي مراسم ترسره کوي، ددوی بپتسمه (تعمیدي غسل) کیږي، د عیسائیت یو سند ورکول کیږي او بیا د اوسنی زبور مزامیر ویل کیږي، دا هرڅه په دری ژبه سره دي، پاته دي نه وي چي دغه عیسایي تلویزون په افغانستان کي د لسو کلونو راهیسي فعالیت کوي چي دایې لنک دی: د افغان مسیحیانو ټي وي د لسو کالو راهیسی فعالیت کوي

مسلمان اولس ددې تلویزون د نشراتو په لیدو سره په کابل کي مظاهرې وکړې خو هرڅه د خاورو سره خاوري شول، په ۹ د اګست په ۲۰۱۰ کی په هرات کي د یوه غیر دولتي مؤسسې دوه غړي ونیول شول چي بایبلونه ورسره وه او په عام محضر کي یې د عیسائیت لپاره تبلیغ کاوه، کله چي په هرات کي مسلمانانو احتجاج وکړ دولت هغه مجرمین هلته ونیول او بیا یې په کابل کي خوشي کړل، د نومبر په ۲۰۱۰ کي د شعیب اسدالله موسوي په نامه سره بل کس په مزار شریف کي خلکو ونیوی چي بایبلونه یې ویشل، خو شعیب هم بیرته خوشی شو، په ۲۰۱۱ فبروري کي دInternational Christian Concern مؤسسې په مرسته سره یوکس په څرګند ډول سره مرتد شو، له اسلامه واوښت عیسایي شو، دغه کس سید موسی نومیدو، بیا ددې لپاره چي خلک هغه قتل نکړي د۹ میاشتو لپاره بندي شو، او بیا بیرته خوشی شو.

په مجموع کی د عیسائیت خپرول د مؤسسو په واک کی وو، په ځانګړي ډول شلټر نو مؤسسه او نوری ۱۰ مؤسسې. دوی د عیسائیت خپرول خپله دنده ګڼي، دا مؤسسې په مختلفو برخو کي کار کوي، لکه د سترګو درملنه، د مسکینانو سره مرسته کول، وړیا درمل ورکول، وړیا قالینې ورکول، پلونه جوړول او داسی نور….

دغه پورتنۍ لیکنه له دغه لنک څخه را اخیستل شوېدی، کولای شي د نور تفصیل لپاره و لنک ته ولاړ شئ:

https://en.wikipedia.org/wiki/Christianity_in_Afghanistan

نور بیا…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button