د تاجکستان هېواد د شېرخان بندر پوله تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۳۰) چارواکي وايي، د افغانستان- تاجکستان تر منځ تجارتي لاره د کندز ولايت په شيرخان بندر کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې تړل شوې ده.

د تجارانو د اتحاديې رييس سيد مجتبی هاشمي پژواک ته ويلي، چې د تاجکستان پوليسو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د شيرخان بندر لاره تړلې ده.

هغه وايي، د ګمرک چارواکو ته مو په دې اړه خبر ورکړ، خو هغوی هيڅ ځواب رانه کړ او تر دې دمه يې د لارې د بندېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

مجتبی هاشمي وايي، د ډيری سوداګرو مالونه هغې غاړې پاتې دي او بايد د راوړلو لپاره يې اجازه ورکړل شي.

په عين حال کې د تخار د والي وياند نعمت الله تيموري هم د تاجکستاني پوليسو له لوري د شيرخان بندر د پولې تړل کېدل تاييدوي وايي، تر دې دمه په دې اړه ورته څه نه دي ويل شوي خو په خبره يې (فکر کوم دا کار د نوي کال د جشن د امنيت په موخه شوی دی).

تيموري وايي، ځايي چارواکي هڅه کوي د دې مسلې په اړه د تاجکستان چارواکو سره خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button