د بلخ حالات ، وروستي جزیات، تازه جریانات

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ )

څو ورځې کیږي چې د بلخ له والي چې د ملي یووالي د حکومت پرضد تر ټولو لوی بانفوذه مخالفه څیره بلل کیږي، د واک د پریښودلو پرسر له ولسمشر سره ناندریو کې ښکیل دی.
د حکومت مشر غني د نوموړي د عزل فرمان صادر کړی خو نوموړی یې ځکه نه مني چې د دندې د پریښودلو په بدل کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.
د بلخ والي وایي؛ استعفایي آن تیرکال ورکړې خو د حکومت مشر اوس ومنله.
نوموړي او ګوند یې حکومت ته ګواښ کړی چې که له دندې ګوښه شو خطرناک عواقب به ولري .
بل پلو د سیمیزو ارګانونو مشرې منیرې یوسف زاده ویلي چې د بلخ د ادارې واک د عطانور مرستیال «محمد بشیر توحیدی» ته سپارلی دی.

توحیدي خبرداری ورکړی چې عطامحمد نور اوس هم د بلخ رسمي والي دی او د هغه د لرې کولو صلاحیت هیڅ ارګان هم نه لري.
د والي د مرستیال له څرګندونو شیبه وروسته د اشرف غني له خوا دې ولایت ته نوماند انجنیر محمد داود د رسنیو مخته راڅرګند شو او ځان یې د عطانور ځای ناستی وباله ..نوموړي وویل چې؛ چمتو دی تر څو د اشرف غني له وروستي فرمان سره سم د بلخ ولایت چارې مخته یوسي.

د بلخ نوی والي او جنرال عطامحمد نور

نوموړی چې ځان دجمعیت د ګوند تبعه او د عطانور جهادي ملګری ځان معرفي کوي ویلي؛ چې د جمعیت ګوند ډیری افراد،اشخاص ورباندې توافق لري او د دندې په پیلولو سره کوم جدي ګواښ نه ویني.
پر همدې مهال د افغانستان د ژغورنې یا نجات ملي افغانستان په نامه د سیاسي ایتلاف شورا ويلي چې د بلخ ولایت څخه د عطا نور لیري کېدنه به په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو سره مرسته وکړي.
او خبرداری یې ورکړی چې د عطا له ګوښه کیدو سره به ټول ولایتونه نا امنه شي.
دې شورا له حکومت څخه غوښتي چې له خپلې پریکړې تیر شي

اشرف غني عطانور ته د دندې پریښودلو په بدل کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکلو ژمنه ورکړې.
د غني ډله هیله لري چې که نور یې له دندې لرې کړ ځان به داسې ثابت کړي چې ګواکې هیڅ زورواکی دارګمشر پر وړاندې حیثیت نه لري.
خو که عطا نور لرې شي بیا به هم د نور ملګری اود جمعیت ډلې بل مخکښ غړي ته داڅوکۍ په لاس ورشي .
ظاهراً د نور لرې کول د اشرف غني او حکومت له پاره هیڅ ګټه نه لري او نه هم نور ته د بهرنیو چارو له وزارت څخه بلخ ډیر اهمیت لري، یواځې خبره تر تبلیغاتي سانسور پورې تړلی چې کوم لوری به یې دځان په نفع تمام کړي.

پر همدې مهال د ولسي جرګې غړي هم ویشلي نظرونه لري د تیرې ورځې په غونډه کې یوشمیر استازو ټینګار کاوو چې عطانور د بلخ خلکو ته خدمت کړی او باید ولسمشر غني یې استعفالیک ونه مني خو ځینې نورو بیا ټینګار کاو چې حکومتي واکمني دچا میراثي حق نه شي جوړیدلی او باید ژر ترژره نوموړی له واک څخه وپرزول شي.
په بلخ کې د میشتو امنیتي ځواکونو قوماندان هم د عطانور ملاتړی دی او ویلي یې دي چې ګډ حکومت باید له دې اقدام څخه تیرشي ځکه چې دا کار به سخت غبرګونونه راوپاروي.
خو د بلخ امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال عبدالرزاق قادري بیا د رامنځته کیدونکو تحولاتو په اړوند ویلي چې د احتمالي ګډوډیو دمخنیوي له پاره یې اړین ګامونه اخیستي.
د نوموړي په خبره؛ شاوخوا ۶۰۰ پولیس د کونسلګریو، دولتي ادارو او د خلکو امنیت په خاطر د تیارسئ په حالت کې دي.
عطانور له څه ویره لري؟
د چارو د شنونکو په آند د شمال مشران چې تر ډیره د ایران او روسیې له نفوذ څخه اغیزمن دي اندیښنه لري چې هسې نه د امریکایانو تر انحصاري زاویې لاندې راشي.
نو له همدې امله تیره ورځ د بلخ زورواکي والي هم له هغوی غوښتي و چې بهرنیان دې په دې مسئله کې لاسوهنه نه کوي.
د ولسي جرګې غړی او دکابل دخلکو استازی رمضان بشردوست وایي؛ «دلته وروستی تصمیم امریکا نیسي، د عطا لرې کول نه د غني کار دی، نه د عبدالله او نه هم د جمعیت د غړو.»
بل پلو ځینې سرچینې وایي چې امریکا د امنیت شورا په لمسون کوښښ کوي چې شمال ته د حزب اسلامي په مشرۍ د داعش ډلې په نامه چې به پکې د بلکواټر جنګیالیان هم وي تشکیلات وکړي ترڅو هلته له یوې خوا طالبان وځپي او له بل پلوه په دې ډله کې د امریکایي فني متخصیصینو په توسط هغه ځایونه چې دوی پکې پوستې او پوځي مراکز میشت کوي داسې ځایونه باید واوسي چې د نادرو توکو زیرمې یې تر پوښښ لاندې وي ترڅو په اسانۍ سره وکولی شي د افغانستان له نادرو زیرمو خپل مخ پرځوړ ولاړ اقتصاد ورغوي.
د جمعیت ډله او په ټوله کې د شمال مشران له حزب سره د پخوانۍ رخې له امله داڅه نه شي زغملی.

نو په همدې اساس روسیه او ایران په ټول توان سره هڅه کوي ترڅو شمال ته د امریکا د دې مستورې حربې مخه د عطانور په څیر د سرتمبه څیرو په لمسون ونیسي.
روسیې او ایران ته د افغانستان د زیرمو د لوټ غم نه دی ورغلی بلکه هغوی ویره لري چې د داعش په نامه ملیشې چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري د دوی سرحدي سیمو ته ونه رسیږي.
امریکا له کومې لارې پر عطانور فشار اچولی شي؟

د شمیرو تر مخه؛ د عطانور شتمني تر ۹۰۰ میلیون دالرو لوړه ده چې ځینې یې د میرمنې یو شمیر یې د لور او ځینې نور یې د ځوی او خپله د عطانور په نامه ثبت دي.
په دې کې لوی شرکتونه، هوټلونه، په بهرنیو هیوادونو کې لوی بانکي حسابونه او ګڼ نور موارد شته چې ځینې یې تثبیت اوځینې یې لاهم ناڅرګند دي.
داچې د نوموړي ډیری شتمني په لویدیځو هیوادونو او عرب اماراتو کې ده نو امریکایانو په اساني سره کولی شي د نوموړي شتمنۍ ضبط، کنګل او یا هم له منځه یوسي.
اوس هم د بلخ واکمن چې بهرنیان یې د ولایت په پریښودلو ګواښي نو همدا بنده ورته نیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button