عطانور په مشروط ډول استعفا ورکولو ته غاړه کیښوده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د بلخ والي له څو ورځو ناندریو او خپل منځي رقابتونو وروسته په مشروط ډول استعفا ورکولو ته غاړه ایښې.
د رسنیو د راپورونو تر مخه؛ عطانور د نورو شرطونو ترڅنګ ویلي چې په دې شرط استعفا ورکولو ته تیار دی چې پر ځای به یې فرهاد عظیمي دنده ترسره کوي.
تر دې وړاندې ارګ د عطانور ځای ناستی انجنیر محمد داوود ټاکلی و خو جمعیت ګوند هغه ونه مانه.
د نورو شرطونو تر څنګ دا هم وضع شوی چې ارګ به د حمعیت ګوند ته دوه وزارتونه او په بهر کې د دو سفارتونو مشري ورکوي.
خو د جمعیت ګوند مرستیال ویاند ذبیح الله فطرت بیا ویلي چې جمعیت ګوند په ولایاتو سفارتونو او وزارتونو کې د غوښنې ونډې غوښتونکی دی
د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي رسنیو ته ویلي چې بلخ ته د فرهاد عظیمي د ټاکلو موضوع چې د عطانور له متحدینو څخه دی تیرکال هم مطرح شوې وه.
ځینې سرچینې وایي چې ارګ د بلخ پر سر معاملې ته غاړه ایښې خو دې ته راضي نه ده چې د جمعیت ټولې غوښتنې ومني.



