نتنیاهو: ملګري ملتونه د ‹‹دروغو›› کور دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان)
د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې نن یې د یو رغتون دپرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې د ملګرو ملتونو ننۍ عمومي ناستې ته په اشارې سره وویل چې دا سازمان ‹‹د دروغو کور دی››
نتنیاهو وویل که ملګري ملتونه قدس د اسرایل دپلازمینې په توګه په رسمیت پیژني او کنه، بیت المقدس به د اسرایلو پلازمینه وي، ‹‹موږ ۷۰ کاله ځنډ وکړ ترڅو چې امریکا قدس په رسمیت وپیژاند، نو کلونو انتظار ته اړتیا ده چې دا سازمان یې هم وپیژني››
نوموړي وویل؛ داچې د نړۍ وضعیت د ملګروملتونو له دهلیز بهر له اسرایلو تغیر کړی نو اسرایل مخکې له مخکې دا مسوده چې د امریکا پریکړه غیر قانوني بولي ویتو او رد کوي.
نوموړي له امریکایي ولسمشر نه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې قدس به دیهودانو پلازمینه وي او هلته به خپلې رغنیزې چارې لا چټکې کړو.
نوموړي له نړیوالو هم غوښتي چې د امریکا په پل دې قدم کیږدي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده نن پنجشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته څه کم ۲۰۰ هیوادونه هغې مسودې ته چې د دقدس پر وړاندې د امریکا پریکړه پکې غیر قانوني بلل شوې رایه ورکړي



