کندهار: د میوند ولسوالۍ پر مرکز د موټربم سرتیری برید شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي ۱ فرید افغان)

د کندهار ځایي دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن سهار ۵ بجې د میوند ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ په دوهم قراول کې د هاموي ټانګ په توسط لوی موټر بم برید شوی دی.
ځایي چارواکي په برید کې د ۶ پوليس د وژلو او د ۸ تنو نورو نورو دټپي کیدو خبر ورکوي.
خو نورو امنیتي سرچینو بیا رسنیو ته ویلي؛ چې د دوی لومړني معلومات ښیي چې په دې برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي.

برید له افغان پوځیانو څخه د نیول شوي هاموي موټر په وسیله شوی او یوې امنیتی سرچینې ویلي، چې زرگونه کیلو گرامه چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې برید یې دهاموي ټانګ په توسط د دې ولسوالۍ په قطعه منتظره ترسره کړی دی .
طالبانو په برید کې ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې .
برید داسې مهال ترسره شوی چې په یاده قطعه کې د حاجي کاکا په نامه د پولیسو یو قوماندان هم موجود و، راپورونه وایي چې نوموړی په برید کې سخت ټپي شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button