د نړۍ پای (۶۶مه برخه) – د عيسی علیه السلام پيدايښت او په په غيږ کې خبرې کول ـ

عربی لیکنه : دکتور محمد عریفی
پښتو ژباړه : م، نجم الرحمن فضلي
د عيسی علیه السلام پيدايښت
الله تعالی جل جلاله فرمايي: فَاَجَآءَہَا الۡمَخَاضُ اِلٰی جِذۡعِ النَّخۡلَۃِ ۚ قَالَتۡ یٰلَیۡتَنِیۡ مِتُّ قَبۡلَ ہٰذَا وَ کُنۡتُ نَسۡیًا مَّنۡسِیًّا ﴿۲۳﴾ ([1]).
ژباړه :پس راوسته مريمه درد د زيږيدلو بيخ د ونې د خرما ته (دتکيې لپاره کله چې عيسی متولد شو) وويل مريمې له ډيرې حيا کاشکې ! زه مړه وای زه پخوا له دې او وای زه هيره شوې بيخي له زړو وتلې.
يعنې د ولادت د سخت درد له امله هغه په بيت اللحم کې د کجورې د يوې ونې خوا ته راغله، په دې وخت بي بي مريم مذکوره الفاظ ويل، د دې لپاره چې هغې ته معلومه وه چې خلک به د هغې خبره رښتيا نه بولي بلکه هغه به دروغژنه بولي، بلکه کله چې هغوی د مريم په لاسونو کې نوی پيدا شوی وويني نو په هغې به د بدکاري الزام ولګوي، حالانکه هغه له دوی سره په نږدې مسجد کې اوسيدونکې زاهده او عابده ښځه ده او د هغې تعلق د نبوت او ديانتدار خاندان سره ده، له همدې امله هغه دومره غمجنه وه چې تمنا يې وکړه چې اې کاش ! هغه دې حالت ته له رسيدا د مخه مړه شوی وای يا دا پيدا شوی نه وای فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا نو هغې ته د لاندې آواز وشو، يعنې فرښتې له لاندې څخه آواز وکړ اَلَّا تَحۡزَنِیۡ قَدۡ جَعَلَ رَبُّکِ تَحۡتَکِ سَرِیًّا ﴿۲۴﴾ وَ ہُزِّیۡۤ اِلَیۡکِ بِجِذۡعِ النَّخۡلَۃِ تُسٰقِطۡ عَلَیۡکِ رُطَبًا جَنِیًّا ﴿۫۲۵﴾ فَکُلِیۡ وَ اشۡرَبِیۡ وَ قَرِّیۡ عَیۡنًا ۚ فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الۡبَشَرِ اَحَدًا ۙ فَقُوۡلِیۡۤ اِنِّیۡ نَذَرۡتُ لِلرَّحۡمٰنِ صَوۡمًا فَلَنۡ اُکَلِّمَ الۡیَوۡمَ اِنۡسِیًّا ﴿ۚ۲۶﴾ ([2]).
ژباړه : او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځانته بيخ د خرما چې را توی کاندي پر تا خرما پخې تازه، پس خوره دا (خرما) او څښه دا (اوبه) او رڼې (يخې) کړه سترګې خپلې (په عيسی او خوشحاله شه) پس که وليد تا له خلکو څخه يو څوک (چې د عيسی د تولد پوښتنه يې در څخه کوله) نو ووايه بيشکه ما نذر کړې مې ده په ځان رحمن ته روژه (له خبرو) پس له سره به خبرې ونکړم زه نن ورځ له هيڅ يوه انسان سره.
يعنې وخوره، وڅښه، بيا خپل ماشوم پورته کړه او د قوم لوري ته ولاړه شه، که چيرته تا ته کوم کس په نظر درشي نو هغه ته په اشاره سره وايه : ما نن د الله لپاره روژه نيولې، لهذا زه نن له هيچا سره خبرې نه کوم فَاَتَتۡ بِہٖ قَوۡمَہَا تَحۡمِلُہٗ ؕ قَالُوۡا یٰمَرۡیَمُ لَقَدۡ جِئۡتِ شَیۡئًا فَرِیًّا ﴿۲۷﴾ یٰۤاُخۡتَ ہٰرُوۡنَ مَا کَانَ اَبُوۡکِ امۡرَ اَ سَوۡءٍ وَّ مَا کَانَتۡ اُمُّکِ بَغِیًّا ﴿ۖۚ۲۸﴾ ([3]).
ژباړه :
پس راغله (مريمه) سره له دغه (عيسی) قوم خپل ته چې اخيستی يې وو هغه عيسی په غيږ کې کله چې قوم يې وليده نو وويل (جهودانو) اې مريمې ! په تحقيق را وړی دی (او کړی دی) تا يو عجيب کار مخالف له عادت څخه، اې خورې د هارون ! نه ؤ پلار ستا سړی د بدي او نه وه مور ستا بد کاره (نو دا ته ولې داسې شوې)
د (الفريه) معنا ده کوم ډير بيکاره کار.
عيسی علیه السلام په غيږ کې خبرې کولې
کله چې مريم ډيره ارزوده شوه او د قوم خبرو ډير شدت اختيار کړ نو الله تعالی وويل فَاَشَارَتۡ اِلَیۡہِ ؕ نو اشاره وکړه (مريمې) هغه ته (چې له دغه عيسی سره وغږيږئ) يعنې له ما څخه پوښتنه مه کوی بلکه له دغه ماشوم څخه وپوښتی، نو هغوی وويل قَالُوۡا کَیۡفَ نُکَلِّمُ مَنۡ کَانَ فِی الۡمَہۡدِ صَبِیًّا څرنګه خبرې وکړو مونږ له هغه چا سره چې دی هغه په زانګو (يا غيږ) کې وړوکی (تی رودونکی) يعنې تا ځواب دغه ماشوم ته وسپاره کوم چې په غيږ کې شيدې خوري او هيڅ نه پيژني:
په دې وخت کې الله تعالی عيسی علیه السلام ته د خبرو کولو قوت ور کړ:
قَالَ اِنِّیۡ عَبۡدُ اللّٰہِ ۟ؕ اٰتٰنِیَ الۡکِتٰبَ وَ جَعَلَنِیۡ نَبِیًّا ﴿ۙ۳۰﴾ وَّ جَعَلَنِیۡ مُبٰرَکًا اَیۡنَ مَا کُنۡتُ ۪ وَ اَوۡصٰنِیۡ بِالصَّلٰوۃِ وَ الزَّکٰوۃِ مَا دُمۡتُ حَیًّا ﴿۪ۖ۳۱﴾وَّ بَرًّۢا بِوَالِدَتِیۡ ۫ وَ لَمۡ یَجۡعَلۡنِیۡ جَبَّارًا شَقِیًّا ﴿۳۲﴾ وَ السَّلٰمُ عَلَیَّ یَوۡمَ وُلِدۡتُّ وَ یَوۡمَ اَمُوۡتُ وَ یَوۡمَ اُبۡعَثُ حَیًّا ﴿۳۳﴾ ([4]).
ژباړه :
وويل عيسی چې بيشکه زه بنده د الله يم؛ راکړی يې دی ما ته کتاب او ګرځولی يې يم نبي : او ګرځولی يې يم برکتي په هر ځای کې چې يم او تاکيد يې کړی دی ما ته په لمانځه سره او په زکاة سره تر څو چې زه يم ژوندی : او ګرځولی يم الله نيکي کوونکی له مور خپلې سره او نه يې يم ګرځولی سر کشه او بد بخته : او (وويل عيسی) سلام دی په ما په هغه ورځ چې زيږولی شوی يم (د شيطان له مس کولو او نورو بديو او خرافاتو نه) او په هغه ورځ چې مرم به (د ځنکندن او د قبر له عذاب څخه) او په هغه ورځ چې پورته به کړی شم ژوندی (د قيامت له عذاب څخه).
تر ټولو د مخه چې د عيسی علیه السلام له خولې کومه خبره ووته هغه دا وه إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ زه د الله بنده يم ؛ او دا يې نه دي ويلي چې زه د الله زوی يم، ځکه چې الله يواځې دی ؛ هغه لره هيڅ شريک نشته. نه هغه څوک خپله ښځه جوړه کړې او نه يې څوک زوی جوړ کړی، پاک دی هغه ذات کوم چې ټول مخلوق پيدا کړی او هر يوه ته يې راهنمائي کړې.
دا د عيسی اصل حقيقت دی، الله تعالی جل جلاله فرمايي:
ذٰلِکَ عِیۡسَی ابۡنُ مَرۡیَمَ ۚ قَوۡلَ الۡحَقِّ الَّذِیۡ فِیۡہِ یَمۡتَرُوۡنَ ﴿۳۴﴾ مَا کَانَ لِلّٰہِ اَنۡ یَّتَّخِذَ مِنۡ وَّلَدٍ ۙ سُبۡحٰنَہٗ ؕ اِذَا قَضٰۤی اَمۡرًا فَاِنَّمَا یَقُوۡلُ لَہٗ کُنۡ فَیَکُوۡنُ ﴿ؕ۳۵﴾ ([5]).
ژباړه :دغه موصوف عيسی زوی د مريمې دی (الله د ده په شان کې ويلې ده) خبره حقه رښتيا هغه چې په دې کې سره جګړې کوي (خلق) نه ښايي الله ته دا چې ونيسي ولد (يو څوک) پاکي ده ده ته (له نيولو د ولد نه)؛ هر کله چې حکم وکړي دی د يوه کار پس بيشکه همدا خبره ده چې وايي هغه ته (موجود شه) پس موجوديږي.
الله تعالی جل جلاله فرمايي: اِنَّ مَثَلَ عِیۡسٰی عِنۡدَ اللّٰہِ کَمَثَلِ اٰدَمَ ؕ خَلَقَہٗ مِنۡ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَہٗ کُنۡ فَیَکُوۡنُ ﴿۵۹﴾ ([6]).
ژباړه :بيشکه مثال (صفت) د عيسی په نزد د الله په شان د مثال (صفت) د آدم دی؛ چې (الله) جوړ کړ هغه (آدم) له خاورو څخه بيا يې وويل آدم ته (بشر) شه؛ پس بشر شو.
الله تعالی په عيسی علیه السلام انعام کړی او فرمايي:
اِذۡ قَالَ اللّٰہُ یٰعِیۡسَی ابۡنَ مَرۡیَمَ اذۡکُرۡ نِعۡمَتِیۡ عَلَیۡکَ وَ عَلٰی وَالِدَتِکَ ۘ اِذۡ اَیَّدۡتُّکَ بِرُوۡحِ الۡقُدُسِ ۟ تُکَلِّمُ النَّاسَ فِی الۡمَہۡدِ وَ کَہۡلًا ۚ وَ اِذۡ عَلَّمۡتُکَ الۡکِتٰبَ وَ الۡحِکۡمَۃَ وَ التَّوۡرٰىۃَ وَ الۡاِنۡجِیۡلَ ۚ وَ اِذۡ تَخۡلُقُ مِنَ الطِّیۡنِ کَہَیۡـَٔۃِ الطَّیۡرِ بِاِذۡنِیۡ فَتَنۡفُخُ فِیۡہَا فَتَکُوۡنُ طَیۡرًۢا بِاِذۡنِیۡ وَ تُبۡرِیُٔ الۡاَکۡمَہَ وَ الۡاَبۡرَصَ بِاِذۡنِیۡ ۚ وَ اِذۡ تُخۡرِجُ الۡمَوۡتٰی بِاِذۡنِیۡ ۚ وَ اِذۡ کَفَفۡتُ بَنِیۡۤ اِسۡرَآءِیۡلَ عَنۡکَ اِذۡ جِئۡتَہُمۡ بِالۡبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیۡنَ کَفَرُوۡا مِنۡہُمۡ اِنۡ ہٰذَاۤ اِلَّا سِحۡرٌ مُّبِیۡنٌ ﴿۱۱۰﴾ وَ اِذۡ اَوۡحَیۡتُ اِلَی الۡحَوَارِیّٖنَ اَنۡ اٰمِنُوۡا بِیۡ وَ بِرَسُوۡلِیۡ ۚ قَالُوۡۤا اٰمَنَّا وَ اشۡہَدۡ بِاَنَّنَا مُسۡلِمُوۡنَ ﴿۱۱۱﴾ ([7]).
ژباړه :
(ياد کړئ) هغه وخت چې وبه فرمايي الله اې عيسی زوی د مريمې ياد کړه احسان زما پر تا او په مور ستا (چې غوره کړې مې وه پر ښځو د زمانې خپلې) کله چې قوت مې درکړی ؤ تا ته (اې عيسی) په روح القدس (جبريل يا انجيل يا اسم اعظم يا عيسوي روح سره) چې خبرې به دې کولې له خلکو سره په مهد (د مور په غيږ يا په زانګو يا په طفوليت کې) او په حال د کهولت (پوره عمر) کې او کله چې مې در زده کړ تا ته کتاب (ليکل) او حکمت د (شرعي احکامو او ژورو خبرو علم) او تورات او انجيل او کله چې جوړه به دې کړله له خټو ځينې په مثل د صورت د مارغه په اذن (حکم) زما پس پوکول به دې په هغه صورت کې پس شو به هغه (هيئت) مارغه په اذن (حکم) زما او روغول به دې مورزادي ړوند او برګ (پيس) په اذن (حکم) زما او کله چې را ايستل به دې مړي (له قبرونو څخه او ژوندي کول به دې) په اذن (حکم) زما او کله چې مې بند کړ (شر) د بني اسرائيلو له تا نه (اې عيسی چې ستا د قتل اختيار يې کړی ؤ) کله چې راوړي ؤ تا دوی ته واضح دلايل نو وويل هغو کسانو چې کافران شوي وو له دوی ځينې چې نه دي دغه معجزې ستا مګر سحر دی ښکاره (هر چا ته) او کله چې په زړونو کې مې ور واچول (او امر مې وکړ د عيسی په ژبه قوم د عيسی) حواريونو ته چې ايمان راوړئ تاسې په ما (چې ستاسې الله يم) او په رسول زما چې (عيسی دی) نو وويل حواريونو چې ايمان مو راوړی دی (په الله او عيسی) او شاهد اوسه (اې عيسی) په دې چې بيشکه مونږ مسلمانانو يو (غاړه ايښودونکي حکم د الله ته).
عيسی علیه السلام د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې زيری ورکړی
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ اِذۡ قَالَ عِیۡسَی ابۡنُ مَرۡیَمَ یٰبَنِیۡۤ اِسۡرَآءِیۡلَ اِنِّیۡ رَسُوۡلُ اللّٰہِ اِلَیۡکُمۡ مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیۡنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوۡرٰىۃِ وَ مُبَشِّرًۢا بِرَسُوۡلٍ یَّاۡتِیۡ مِنۡۢ بَعۡدِی اسۡمُہٗۤ اَحۡمَدُ ؕ فَلَمَّا جَآءَہُمۡ بِالۡبَیِّنٰتِ قَالُوۡا ہٰذَا سِحۡرٌ مُّبِیۡنٌ ﴿۶﴾ ([8]).
ژباړه :
او ياد کړه اې محمد ! هغه وخت کله چې وويل عيسی زوی د مريمې داسې چې اې (بني اسرائيلو) (اولاده د يعقوب) بيشکه زه رسول ليږلی شوی د الله يم تاسې ته حال دا چې يم تصديق کوونکی د هغه کتاب چې وړاندې ځما دی له تورات څخه او زيری کوونکی يم په هغه رسول سره چې را به شي وروسته له ما څخه چې نوم د هغه احمد دی (بيا وايي الله) کله چې راغی هغه رسول دوی ته په ښکاره ؤ معجزو سره وويل (بنی اسرائيلو) دا (قرآن) سحر کوډې دي ښکاره.
حضرت عيسی علیه السلام د بني اسرائيلو په انبياؤ کې اخيري نبي دی، ټولو انبياؤ په خپل خپل قوم باندې د اتمام حجت لپاره او د الله له لوري څخه د انعام په توګه هغوی ته د خاتم البيين محمد صلی الله علیه وسلم زيری ورکړی، د هغه نام او صفات يې قوم ته ور ښودلي، کله يې هم چې وويني نو پيژني به يې، نو سمدستي به ايمان راوړي او د هغه فرمان برداري به کوي.
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
اَلَّذِیۡنَ یَتَّبِعُوۡنَ الرَّسُوۡلَ النَّبِیَّ الۡاُمِّیَّ الَّذِیۡ یَجِدُوۡنَہٗ مَکۡتُوۡبًا عِنۡدَہُمۡ فِی التَّوۡرٰىۃِ وَ الۡاِنۡجِیۡلِ ۫ یَاۡمُرُہُمۡ بِالۡمَعۡرُوۡفِ وَ یَنۡہٰہُمۡ عَنِ الۡمُنۡکَرِ وَ یُحِلُّ لَہُمُ الطَّیِّبٰتِ وَ یُحَرِّمُ عَلَیۡہِمُ الۡخَبٰٓئِثَ وَ یَضَعُ عَنۡہُمۡ اِصۡرَہُمۡ وَ الۡاَغۡلٰلَ الَّتِیۡ کَانَتۡ عَلَیۡہِمۡ ؕ فَالَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا بِہٖ وَ عَزَّرُوۡہُ وَ نَصَرُوۡہُ وَ اتَّبَعُوا النُّوۡرَ الَّذِیۡۤ اُنۡزِلَ مَعَہٗۤ ۙ اُولٰٓئِکَ ہُمُ الۡمُفۡلِحُوۡنَ ﴿۱۵۷﴾٪ ([9]).
ژباړه :
دا متقيان مؤمنان چې مقرر دی دوی ته رحمت هغه کسان دي چې متابعت کوي دوی د (دين) د هغه رسول چې نبي امي دی؛ هغه رسول چې مومي دوی (نوم او صفت) د هغه ليکلی شوی په نزد د دوی په تورات او په انجيل کې (هغه رسول چې حکم) امر کوي دوی ته په معروف (نيکي) سره او منع کوي دوی له منکر (بدي) څخه او حلالوي دوی ته ګرد طيبات (پاک شيونه چې حرام کړی شوي وو پر دوی باندې) او حراموي پر دوی باندې خبيث (پليت) شيان او ليرې کوي له دوی څخه درانه بارونه د دوی او قيدونه د سختيو هغه چې وو پر دوی؛ پس هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی په دغه (محمد) او عزت (تعظيم رفاقت) کوي د دغه (محمد) او مرسته کوي له دغه (محمد) سره او متابعت کوي د هغه نور (رڼا) چې نازله کړی شوې ده سره له (متابعته) د دغه (محمد) نو دغه ستايل شوي کسان همدوی دي په مراد رسيدلي.
يوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهمعرض وکړ : مونږ ته د خپل ځان په باره کې يو څه ووايه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل :
دعوة ابی ابراهيم وبشارت عيسی بی، ورؤياء امتی التی راءت) ([10]).
ژباړه :
زه د خپل پلار ابراهيم علیه السلام د دعا نتيجه يم، زه د عيسی علیه السلام زيری او د خپلې مور خوب يم.
د حضرت عيسی علیه السلامآسمان ته پورته کيدل
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ مَکَرُوۡا وَ مَکَرَ اللّٰہُ ؕ وَ اللّٰہُ خَیۡرُ الۡمٰکِرِیۡنَ ﴿٪۵۴﴾ اِذۡ قَالَ اللّٰہُ یٰعِیۡسٰۤی اِنِّیۡ مُتَوَفِّیۡکَ وَ رَافِعُکَ اِلَیَّ وَ مُطَہِّرُکَ مِنَ الَّذِیۡنَ کَفَرُوۡا وَ جَاعِلُ الَّذِیۡنَ اتَّبَعُوۡکَ فَوۡقَ الَّذِیۡنَ کَفَرُوۡۤا اِلٰی یَوۡمِ الۡقِیٰمَۃِۚ ([11]).
ژباړه :
او مکر وکړ (کفارو) په (عيسی) باندې او مکر وکړ الله (له دوی سره چې سزا يې دوی ته ورکړه) او الله خير (بهتر) د ماکرينو دی (چې مکاران په سزا رسوي) ياد کړه اې محمد ! هغه وخت چې وويل الله اې عيسی بيشکه زه اخيستونکی يم ستا (له زمکې) او پورته بيونکی يم ستا طرف زما ته او پاکونکی (ليرې کوونکی) يم ستا له هغو کسانو څخه چې کافران (منکران) شوي دي او ګرځوونکی يم د هغو کسانو چې متابعت يې کړی دی ستا د پاسه د هغو کسانو چې کافران (منکران) شوي دي تر ورځې د قيامته پورې.
الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَّ قَوۡلِہِمۡ اِنَّا قَتَلۡنَا الۡمَسِیۡحَ عِیۡسَی ابۡنَ مَرۡیَمَ رَسُوۡلَ اللّٰہِ ۚ وَ مَا قَتَلُوۡہُ وَ مَا صَلَبُوۡہُ وَ لٰکِنۡ شُبِّہَ لَہُمۡ ؕ وَاِنَّ الَّذِیۡنَ اخۡتَلَفُوۡا فِیۡہِ لَفِیۡ شَکٍّ مِّنۡہُ ؕ مَا لَہُمۡ بِہٖ مِنۡ عِلۡمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَ مَا قَتَلُوۡہُ یَقِیۡنًۢا ﴿۱۵۷﴾ۙ بَلۡ رَّفَعَہُ اللّٰہُ اِلَیۡہِ ؕ وَ کَانَ اللّٰہُ عَزِیۡزًا حَکِیۡمًا ﴿۱۵۸﴾ وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ۚ وَ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ یَکُوۡنُ عَلَیۡہِمۡ شَہِیۡدًا ﴿۱۵۹﴾ۚ ([12]).
ژباړه :
او په سبب د ويلو د دوی (داسې چې) بيشکه وژلی دی مونږ مسيح عيسی زوی د مريمې رسول د الله (په ګمان خپل) حال دا چې نه ؤ وژلی دوی (عيسی) واقعاً) او نه پر دار کړی ؤ دغه (يقينا) ليکن مشتبه کړی شو (دغه وژلی شوی په دار وهلی شوی په عيسی سره) دوی ته؛ او بيشکه هغه کسان چې اختلاف کړی دی دوی په (حق د) عيسی کې خامخا په شک کې دي په (شان) د ده کې : نشته دوی ته په (شان) د ده کې هيڅ علم مګر تش متابعت د ګمان (خپل) او نه ؤ وژلی دوی عيسی (په وژلو) يقيني سره، بلکه پورته کړی ؤ دی الله طرف خپل ته؛ او دی الله ښه قوي غالب (د احکامو په انفاذ) ښه حکمت والا (چې هر کار په تدبير او مصلحت کوي) او نشته هيڅوک له اهل د کتابه مګر قسم دی هرو مرو چې ايمان به راوړي دوی خامخا (په وخت د نزعې خپلې يا په وخت د نزول د عيسی) پر دغه (عيسی) پخوا له مرګه د ده څخه او په ورځ د قيامت کې به وي (عيسی) پر دوی باندې شاهد (چې جهودانو ونه منلم او نصرانيانو ((ابن الله)) وبللم).
الله تعالی په دې آيتونو کې د دې خبرې خبر ورکوي چې هغه په عيسی علیه السلام خوب راوست او هغه يې خپل لوري ته پورته کړ او هغه يې د هغو يهودو له ايذا څخه بچ کړ کومو چې د دغې زمانې د يوه کافر بادشاه د غمازي کولو کوشش کاوه، بادشاه د حضرت عيسی علیه السلام د وژلو او د هغه په دار باندې د ځړولو حکم کړی وو، د همدې لپاره يې هغه د بيت المقدس په يوه کور کې بندي کړی وو، کله چې هغه خلک په دغې بدې ارادې سره عيسی علیه السلام ته ورسيدل نو الله تعالی د هغه مشابهت په هغو خلکو کې له يوه سره وکړ او عيسی علیه السلام د يوه روشنداز څخه د آسمان لوري ته پورته کړی شو.
عسکر کور ته ور داخل شول نو هغوی هغه ځوان پيدا کړ په کوم چې د عيسی علیه السلام مشابهت ور اچول شوی وو، هغوی دې ځوان ته عيسی وويل او هغه يې ونيو، هغه يې په دار باندې وځړاوه او د هغه د توهين لپاره يې دسختې سزا ورکولو يو تاج د هغه په سر کيښود، د يهودو دا دعوه عامو يهوديانو هم ومنله، سره له دې چې په هغوی کې يوه يې هم عيسی علیه السلام په دار باندې ځړيدلی نه دی ليدلی، د دغې غلطې عقيدې له امله عيسايان په ښکاره ګمراهي کې مبتلا شول، الله تعالی په قرآن مجيد کې خبر ورکړی وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ۚ وَ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ یَکُوۡنُ عَلَیۡہِمۡ شَہِیۡدًا ﴿۱۵۹﴾ۚ ([13]).
ژباړه :
او نشته هيڅوک له اهل د کتابه مګر قسم دی هرو مرو چې ايمان به راوړي دوی خامخا (په وخت د نزعې خپلې يا په وخت د نزول د عيسی) پر دغه (عيسی) پخوا له مرګه د ده څخه او په ورځ د قيامت کې به وي (عيسی) پر دوی باندې شاهد (چې یهودانو ونه منلم او نصرانيانو ((ابن الله)) وبللم).
يعنې په اخره زمانه کې د قيامت له راتلو د مخه کله چې هغه له اسمان څخه زمکې ته را نازل شي نو هغه به خنزير قتل کړي، صليب به ټوټې ټوټې کړي، جزيه به ختمه کړي او له اسلام پرته بل دين به قبول نکړي.
د مسيح وجه تسميه
(مسيح) د فعيل په وزن دی، کله له هغه څخه فاعل يعنې (ماسح) لاس تيروونکی او کله مفعول يعنې (ممسوح) په کوم چې لاس تير کړی شي مراد دی:
عيسی علیه السلام مسيح په معنا د ماسح سره دی او هغه ته له دې امله مسيح ويل کيږي چې هغه به د کوم رنځور يا معذور په بدن لاس را تير کړ نو هغه به جوړيده، د هغه په وجه تسميه کې دا خبره راجح ده.
يهودو حضرت عيسی علیه السلام نه دی وژلی
حضرت عيسی علیه السلام نه دی وفات شوی بلکه هغه الله تعالی خپل لوري ته پورته کړی، د قرآن کريم له دې موضوع سره تعلق لرونکي آيتونو په باره کې ځينې خلکو اشتباه کړې مثلا : وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ 54 إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ.
ژباړه :
او مکر وکړ (کفارو) په (عيسی) باندې او مکر وکړ الله (له دوی سره چې سزا يې دوی ته ورکړه) او الله خير (بهتر) د ماکرينو دی (چې مکاران په سزا رسوي) ياد کړه اې محمد ! هغه وخت چې وويل الله اې عيسی بيشکه زه اخيستونکی يم ستا (له زمکې) او پورته بيونکی يم ستا طرف زما ته او پاکونکی (ليرې کوونکی) يم ستا له هغو کسانو څخه چې کافران (منکران) شوي دي او ګرځوونکی يم د هغو کسانو چې متابعت يې کړی دی ستا د پاسه د هغو کسانو چې کافران (منکران) شوي دي تر ورځې د قيامته پورې.
په دې آيت کريمه کې إِنِّي مُتَوَفِّيكَ کې د (متوفي) معنا مرګ نه دی، بلکه خوب دی لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايي:
اَللّٰہُ یَتَوَفَّی الۡاَنۡفُسَ حِیۡنَ مَوۡتِہَا وَ الَّتِیۡ لَمۡ تَمُتۡ فِیۡ مَنَامِہَا ([14]).
ژباړه : الله را کاږي (قبضوي) نفسونه په وخت د مرګ د دوی او هغه نفس چې نه وي مړ (هغه را کاږي) په خوب د هغه کې.
همدا شان الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ ہُوَ الَّذِیۡ یَتَوَفّٰىکُمۡ بِالَّیۡلِ ([15]).
ژباړه :
او الله هغه (لوی ذات) دی چې وفاتوي (حصاروي او ويده کوي) تاسې په شپه کې؛ او دويم قول دا دی چې إِنِّي مُتَوَفِّيكَ يعنې زه تا خپل لوري ته را پورته کوونکی او په خپله قبضه کې اخستونکی يم.
عرب وايي (توفی فلان دينه من فلان) يعنې کله چې يو څوک خپل ورکړی شوی قرض پوره تر لاسه کړي او هغه په خپله قبضه کې واخلي نو ويل کيږي چې فلاني له فلاني څخه خپل ټول قرض تر لاسه کړ.
له همدې وجهې د پورته ذکر شويو دواړو معنا ګانو په جمع کولو کې هيڅ خرج نشته.
د الله تعالی جل جلاله قول دی:
وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ۚ وَ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ یَکُوۡنُ عَلَیۡہِمۡ شَہِیۡدًا ([16]).
ژباړه : او نشته هيڅوک له اهل د کتابه مګر قسم دی هرو مرو چې ايمان به راوړي دوی خامخا (په وخت د نزعې خپلې يا په وخت د نزول د عيسی) پر دغه (عيسی) پخوا له مرګه د ده څخه او په ورځ د قيامت کې به وي (عيسی) پر دوی باندې شاهد (چې جهودانو ونه منلم او نصرانيانو ((ابن الله)) وبللم).
د الله تعالی د فرمان قَبۡلَ مَوۡتِہٖ معنا دا ده چې کله په اخره زمانه کې هغه دنيا ته نزول وکړي نو هيڅ اهل کتاب به داسې نه وي کوم به چې د عيسی علیه السلام له وفات د مخه په هغه باندې ايمان را نه وړي، ځکه چې عيسی علیه السلام له اسلام پرته هيڅ بل دين نه قبلوي، کوم کافر چې هغه وويني نو وژني به يې.
دا هم ويل شوي دي چې له قَبۡلَ مَوۡتِہٖ څخه مراد دا ده چې د اهل کتاب هر فرد به له خپل مرګ څخه د مخه په عيسی علیه السلام باندې ايمان راوړي، په اهل کتابو کې چې هر چا ته مرګ راځي نو هغه ته به ښکاره شوې وي چې عيسی علیه السلام د الله رسول او بنده دی، هغه بشر دی، الله يا رب نه دی، چونکه کتابي سړی به له خپل مرګ څخه د مخه د دغې سمې عقيدې اقرار وکړي مګر د هغه دا ايمان به هغه ته هيڅ فايده ور نکړي، ځکه چې د مرګ له شروع کيدو وروسته چې کومه توبه وکړی شي هغه قبوله نه وي.
[1] – مريم، آية : ۲۳.
[2] – مريم، آية : ۲۵ – ۲۶.
[3] – مريم، آية: ۲۷ – ۲۸.
[4] ۰ مريم، آية : ۲۹ – تا ۳۳.
[5] – مريم، آية : ۳۴ – ۳۵.
[6] – آل عمران، آية : ۵۹.
[7] – المائدة، آية : ۱۱۰ – ۱۱۱.
[8] – الصف، آية : ۶.
[9] – الاعراف، آية : ۱۵۷.
[10] – مسند احمد : ۴/ ۱۲۷.
[11] – آ ل عمران، آية : ۵۴ – ۵۵.
[12] – النساء، آية : ۱۵۷ – ۱۵۸ – ۱۵۹ .
[13] – النساء، آية : ۱۵۹.
[14] – الزمر، آية : ۴۲.
[15] – الانعام، آية : ۶۰.
[16] – النساء، آية : ۱۵۹.



