پکتیکا: طالبانو د ګډوځواکونو لخوا دملکیانو د قتل عام په بدل کې ۲ امریکایان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ امریکایي ځواکونو د پکتیکا ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې.
سیمیزې سرچینې وایي چې په یاده چاپه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ملکیان شهیدان شوي دي.
د سرچینو دخبر تر مخه؛ امریکایانو د‹‹ ډنګرویشته›› کلی بمبار کړی، ګڼ کورونه او دخلکو دکانونه یې ویجاړ کړل، چې بیا وروسته د ګډو پیاده ځواکونو پسې طالبان راورسیدل او نښته رامنځته شوه.
طالبان دپیښې پخلی کوي او ویلي یې دي چې له بمبارۍ وروسته یې په مخامخ جګړه کېد ۲ امریکایاناو ۵ افغان کمانډو ځواکونه وژلي او ۴ عسکر ټپیان دي
طالبانو منلې چې په یاده نشته کې د دوی ۲ ملګري هم وژل شوي دي.
افغان حکومت او د ایساف ځواکونو تر اوسه په دې اړوند کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا لمړی ځل نه دی چې امریکایي ځواکونه دې په لوی لاس د طالبانو په پلمه د ولسي وګړو ټولوژنه ترسره کوي، افغانستان ته د امریکایي ولسمشر ټرامپ د پالیسۍ تر اعلان وروسته په ړندو بمباریو او شپینیو چاپو کې زرګونه ولسي وګړي وژل شوي دي



