پلاوی: ملاترخیل د پلچرخي زندانیانو ته ناکاره خوراکي مواد لیږدوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي۱ فرید افغان)
د مشرانو جرګې یوه پلاوي چې په دې وروستیو کې یې له پلچرخي زندان څخه لیدنه کړې، ویلي؛ چې د دې زندان د بندیانو د خوراکي توکو کیفیت بیخي خراب دی او باید مسؤل شخص یې وپوښتل شي.
د دې هیئت دوو غړیو غړي زلمي زابلي او ګل رسول محمدي په دې برخه کې خپله اندیښنه څرګنده کړه او د زندانیانو په شکنجو او بې سرنوشته قیدونو سربیره یې دامسئله د اندیښنې وړ وبلله.
زلمي زابلي وویل چې؛ د پلچرخي زندان ته د خوراکي توکو د رسونې قراداد په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازي ملاتره خیل اخیستی دی.
زابلی وایي؛ ‹‹ملاتره خیل زندانیانو ته خرابه غوښه او داسې خوراکي مواد چې د خوراک وړ نه دي ورکوي››
نوموړي وویل چې د زندان چارواکو ورته ویلي چې خواړه یې په ټوله معنا بې کیفیته دي او له دې کبله چې ترخیل یو زورواکی دی نو دوی ترې د خوراک د خراب کیفیت پوښتنه نه شي کولی.
زابلي ټینګار وکړ چې دا قراداد باید لغوه شي.
د مشرانو جرګې یو بل غړي ګل محمد رسولي هم د زابلي د خبرو د پخلي ترڅنګ وویل چې دې زندان ته د ‹‹خرابو خوسا شویو غوښو›› د لیږد مسئله باید جدي وارزول شي.
نوموړي همداراز له حکومتي چارواکو و غوښتل چې له زورواکو سره باید ټول شوي قراردادونه لغوه شي.
د یادونې وړ ده چې تره خیل تر اوسه په دې اړوند کوم غبرګون نه دی ښوودلی
دا په داسې حال کې ده چې د دې زندان بندیانو څوځله ویلي چې د زندان خواړه یې دومره خراب دي چې هیڅ د خوړلو نه دي.
د افغان دولت د نوي قانون ترمخه؛ هغه څوک چې د ملي شورا غړیتوب لري نه شي کولی تر څو سوداګریز کارونه او قراردادونه مخته یوسي .
دا قانون ولسي جرګې لاسلیک کړی خو په مشرانو جرګه کې یې پرسر بحث روان دی



