ډاکټر آصف
ټرمپ تر ډېره هڅه وکړه څو د شیطان دنده اجرا کړي او هغه دا چې د بیت المقدس په څير سپیڅلی ځای د مسلمانانو له لاسه بهر او د مسلمانانو د نه پخلا کیدونکي دښمن په لاس یې ورکړي. دا هغه هڅه وه چې شیطان ونشوای کړای له پیړیو راهیسې یې ترسره کړي خو ټرمپ خپل ټول زور وواه څو د شیطان دغه وظیفه د شیطان په استازیتوب اجرا کړي، خو دا چې الله تعالی ویلي دی چی: ان کید الشیطان کان ضعیفا. یعنی د شیطان مکر کمزوری وی.
په دې وروستیو کې کله چې ټرمپ درک کړه چې ډیری هیوادونه غواړی څو د ده د دریځ پر ضد رایه ورکړی نو ټرمپ له سختې غوصې نه بړوس بریښیدو او څوک چې بړوس شي نو هغه وپړسیږي خو کله چې له ناکامۍ او رسوایۍ سره مخ شي نو بیا پړوس شي، تیره ورځ د ملګرو ملتو په اسامبله کې د ښاغلي اردګان په مدبرانه فکر سره ۱۲۸ هیوادونو ښه په نره د دغه انسي شیطان پر وړاندې یو موټی شول، او د ده په ضد یې خپله رایه وکاروله.
د اردګان هغې چیغې رنګ راوړ چې ویلي وو، که نن مو بیت المقدس له لاسه ورکړ نو سبا مدینه منوره هم له لاسه ورکوو او بالآخره مکه او کعبه هم له لاسه ورکوو، د اسلامي نړۍ په مشرتابه کې یې یو نوی روح پو کړ، برسیره پر دې ځینې نور غیر اسلامي هیوادونو هم حس کړه چې که د انسي شیطان پلوی وکړی نو په نړۍ کې به حتمي اړی ګړي پیدا شي چې دا د ځمکې د کُرې اوسیدونکو ته یو ښه زیری نه بریښیدو، نو یې د نړۍ د سلامتیا په موخه رایه وکاروله، چې په دې سره د انسی بړوس شوي شیطان مخ تور شو، او له عناد او کرکې پړسیدلی کرغیړن بدن یې پړوس شو.
















