جعلي متفکر او خیالي متکبر ښکر په ښکر

ليك : روحاني
نږدې له څو کلونو راهیسې جعلي متفکر مسټر غنی خپله ټوله هڅه وکړه چې خیالي متکبر معلم عطا نور نور د والي له کرسۍ راکوز کړي خو بریالی نشو، ځکه چې معلم عطا نور هم لکه د خپل رهبر عالیقدر ربانی په څیر چوکۍ له خپلې مبارکې پسې په ایلفي سریښ کړې، او یا ارګ یا مرګ شعار په څیر ده هم ځانته د یا والي او یا جوالي شعار ټینګ نیولی.
بالآخره جعلي متفکر سترګې پټې کړې او له خیالي متکبر نه یې ډز پورته کړ، او هغه داسې چې د هغه استعفا لیک یې لاسلیک کړ خو اوس پوښتنه داده چې خیالي متبکر به اوس څوک له خپل خره نه راکوز کړي.
دا کمکش لا هم روان دی، او بالآخره جعلي متفکر او خیالی متکبر ښکر په ښکر شول، کله ناکله پکې دا خبره هم راپورته شي چې معلم عطا په مشروط ډول دغه انفکاک مني، او شرط یې دادی چې پر کرسۍ به یې د ربانی بل چوکۍ پرست کیني، د دې لپاره چې دا نوی کس به د عطا نور چمچه وي او څه چې ورته عطا وایی همغه به کوی، یعنی د معلم عطا د غلا بازار به نور هم دوام کوی.
خیالي متفکر هم نور مجبور دی چې د معلم عطا شرط ومني ځکه چې هسی هم د طالبانو له لاسه ورځ نه لري او که په مزار کې ورته بله جبهه پرانیستل شي نو بیا به یې اوضاع نوره هم خرابه وی چې هیڅ ډول درمل به یې درمان نشي.
اوس به ولیدل شی چې د جعلي متفکر او خیالي متکبر تر مینځ دغه پیل شوې د شطرنج لوبه به څوک ګټي، دوی دواړه زیاته ویره هم ځکه نلري چی د امریکا په څیر هوښیار بادار لري، که خبره له هر لورې سخته شي بادار یې کولای شي چې د پښو په دربولو سره لوبې ته د پای ټکی کیږدي.



