د هندوستان زرګونه ټنه مرسته شوي غنم کندهار ته ورسیدل

 

 

 

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۵ فرید افغان)

له هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو وروسته داځل د هندوستان زرګونه ټنه غنم کندهار ته هم ولیږدول شول.
د کندهار چارواکي وایي چې شاوخوا ۴۲۰۰ ټنه غنم کندهار تیره ورځ دې ولایت ته ورسیدل.

دکندهار والي د هند له مرستو هرکلی وکړ او هغه یې له افغانستان سره د دې هیواد لویه مرسته وبلله.
نوموړي همدارز د هند د تحصیلاتي بورسونو او د افغان عسکرو د روزلو څخه هم مننه وکړه.

په کندهار کې د هند سرکونسل مدان سينګ بنډري افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به خپلې مرستې روانې ساتی او په وینا یې چې؛ هند به تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
د کندهار زلمي ویسا څرګنده کړه چې؛ د چابهار بندر د دوو نورو پازونو په پرانيستلو سره به د افغانستان اقتصادي اړيکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره لا پراخې شي .
د یادونې وړ ده چې مرسته شوي غنم به ولایتي ادارې د بیړنیو حالاتو لپاره ساتي او په بازار کې یې پلور منعه دی.
چارواکي وایي؛ چې کندهار ته به د مرسته شویو غنمو بله جوپه په لنډ راتلونکي کې ورسیږي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د دې غنمو یوه بله جوپه چې ۳۰۰۰ ټنه غنم پکې و، هلمند ولایت ته ورسیده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button