روسیه غواړي په سوریه کې دوه دائمي اډې ولري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۵ فرید افغان)
د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې هیواد یې په سوریه کې د دایمي حضور پریکړه کړې او په وینا يې چې همدا اوس یې پر خپلو هوایي او سمندري اډو کې د خپل تل پاتې حضور په خاطر لمړنۍ چارې پیل کړې.
روسیه داګام وروسته تر دې.پورته کوي چې څو اونۍ وړاندې دخپلو ټولو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی و خو امریکا بیا له سوریې څخه د ژر نه وتلو خبر ورکړی و.
د اسپونتیک خبري اژانس له قوله؛ پوتین په خپل وروستي سفر کې چې سوریې ته یې درلوده په حمیم او طرطوس کې د خپلو دائمي اډو منظوري منلې ده.
اژانس ویلي چې پوتین د دسمبر په ۱۱ روسي قوماندانانو ته امر کړی چې خپل ځواکونه له جګړیزو سیمو راټول او د طرطوس او حمیم اډې ته ولیږدول شي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې د خپلو ځواکونو یې ۵۹ سلنه په ماډرنو وسلو سنبال کړي او همداراز یې په یاده اډه کې د توغندویو دفاعي سیستم اس ۴۰۰ او د طرطوس په سمندري اډه کې یې د اس – ۳۰۰ دفاعي سیستم لګولی دی.
روسیه داسې مهال دا خبر ورکوي چې څو اونۍ وړاندې یې ویلي و، چې له دې هیواد څخه به خپل ټول ځواکونه په لنډه موده کې وباسي.
د روسیې د امنیتي او دفاعي چارو رئیس ویلي چې روسیه غواړي په سوریه کې ۴۹ کاله حضور ولري او ښایي دا موده نوره هم تمدید شي.
روسیې دوه کاله وړاندې د بشار اسد په غوښتنه په سوریه کې خپل نظامي بریدونه پیل کړل او تر اوسه لسګونو زره سوري وګړي د دې هیواد په هوایي بریدونو کې وژل شوي



