خلافته مسجدونه زموږ دیني ارزښتونه دي!/ خالد روان

مسلمانانو په بېلابېلو وختونو کې د خلافت دورې تېرې کړې. دوی سوونه کاله حکومت وکړ او د نړۍ کفار به د دې په خاطر د خلافت خاورې ته راتلل، چې دلته به یې شتمني، حیاء، عزت او ژوند خوندي وو. د مسلمانانو د خلافت پر مهال تیاره اروپا رڼا شوه او اندلس د پوهې او رڼا مرکز شو.
مسلمانانو وروستی خلافت د عثمانیانو وو، چې په ۱۲۹۹ز کال نه ۱۹۲۴ پورې دوام وکړ. یعنې عثمانیانو ۶۲۵ کاله په اسیا، افریقا، منځني ختیځ او ان د اروپا پر ځینو ځمکو حکومت وکړ. د دغې اوږدې واکمنۍ بسنټ عثمان ایښی و او وروستی خلیفه یې عبدالحمید ثاني وو.
له دې تاریخ وروسته مسلمانان بیا په یوه ټغر راټول نه شول او د اسلامي هېوادونو ترمنځ پولې«سرحدونه» منځ ته راغلل. ځینې لوی اسلامي هېوادونه په وړو هېوادونو بدل شول. د مسلمانانو هېواد ته بغیر له وېزې تګ راتګ بند شو او مسلمانان په قوم، ژبه، جغرافیه، سمت او حتی مذهب ووېشل شول او د الله جل جلاله دغه کلام« ټول مسلمانان وروڼه دي» یو هېواد پورې هم پاتې نه شوه. د نړۍ واکمن«عربان» په نورو لارو سر شول او د یوه بل ګرېوانونه سره یې ونیول. همدغه د مسلمانانو د ذلت پیل و او تراوسه مسلمانان د خلافت د نشتوالي له امله ورځ تر بلې در به دره دي.
ځینو جنګي ډلو د خلافت اعلانونه وکړل. حزب التحریر څو لسیزې مخکې د خلافت اعلان وکړ؛ خو د دوی مبارزه یوازې تر اعلان محدوده وه. نه یې د خلافت د قیام لهپاره مبارزه وکړه او نه یې خپل سرونه د خلافت د راوستو لپاره قرباني کړل.
په ۲۰۱۴ز کال کې په عراق کې د داعش اړوند ډلې بیا د خلافت اعلان وکړ. «دوله اسلام عراق والشام» مشر ابوبکر بغدادي خلیفه وټاکل شو. په لومړیو کې د ډېرو مسلمانانو هیلې همدغه خلافت ته وې. مسلمان ځوانان له اروپا، امریکا، روسیې، افریقا او نورو هېوادونو عراق او سوریې ته ولاړل او همدلته د دې خلافت قرباني شول.
خو دغه خلافت له تور نقابه ورو ـ ورو پرده پورته کېده او د خلکو شکونه یې راپیدا کړل. دوی خلافت یوازې د شیعه ګانو په وژلو پیل کړ. دوی د لنډې مودې وروسته په عراق او سوریه کې ځینې سیمې ونیولې؛ خو د سزا قانون یې بېخي نوی و. دوی خپلو بندیانو ته داسې سزا ورکړې، چې د ټولې اسلامي نړۍ د علماوو غوصه یې راوپاروله. دوی له ایران نه ټوپ وواهه او افغانستان ته راغلل. دلته هم ځینې ځوانان پرې خطاء شول او د دې ډلې سره یو ځای شول.
دوی د ننګرهار په شینوارو کې د خلافت اعلان وکړ او د خلافت پر وړاندې یې ستر خنډ طالبان وبلل او دوی سره جګړه پیل کړه. د خلافت د مدعیانو امریکا او ناټو هېر شول او ټول زور او قوت یې پر طالبانو وازمایه. دوی عوام خلک پر بمونو کېنول، د عوامو مالونه یې د غنیمت په نامه یوړل او د شینوارو څلور ولسوالۍ یې له خلکو خالي کړې او د دوی خلافت ته تشې ځمکې او کورونه پاتې شول.
دغې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیارتونه، مسجدونه، دیني عالمان، مجاهدین، روحانیون او … شهیدان کړل؛ خو په افغانستان کې یې دومره ډېرو امریکایانو ته هېڅ پام نه شو. دوی نه پر امریکایانو ډز وکړ، نه یې پرې برید وکړ او نه یې یو ذره زیان ورواړه؛ خو د عامو بې ګناه خلکو کورونه یې وسوځول.
نن سهار د خلافت مدعیانو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د یو مسجد پر بمونو الوزوی دی او په مسجد کې یې ګڼ شمېر قران شریفونه، دیني کتابونه سوځولي دي.
د دوی راډیو دغه مسجد د شرک مرکز وباله«نعوذ باالله» او د دغه مسجد پړه یې په ډېرې بې شرمۍ قبوله کړه.
خلافتیانو! مسجدونه زموږ ارزښتونه دي او دغو ارزښتونو ته چې هر څوک په سپکه سترګه وګوري الله جل جلاله به یې د نړۍ له مخه ورکړي او تاسې به هم ډېر ژر ورک شي ان شاء الله



