غزني: د جاغوري ولسوالۍ ته ښځینه څارنواله ټاکل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۶ فرید افغان)

د غزني سیمیزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د لومړي ځل لپاره دجاغوري ولسوالۍ ته د‹‹ رحیمه طوفان›› په نامه څارنواله ټاکل شوې ده.
د جاغوري ولسوال ظفر شریف رسنیو ته ویلي چې ښځو ته باید په کم نظر ونه کتل شي ځکه دوی هم کولی شي چې د سړیو ترڅنګ ګډ کار وکړي.
که څه هم اسلام ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې په قضایي چارو کې دنده ترسره کړي خو د افغانستان په اساسي قانون کې د سړیو په څیر یو ډول حق ورکړل شوی.
رحیمې په ایران هیواد کې د حقوقو ماسټري اخیستې او ژمنه یې کړې چې خپله دنده په ښه توګه مخته وړي
د لویې څارنوالۍ د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې نیږدې ۲۵۰۰څارنوالان شته چې۱۷ فیصده یې ښځینه څارنوالانې دي.
د یادونې وړ ده چې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد ۴۳ څارنوالانې کار کوي.

افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ټول توان سره هڅه کوي ترڅو ښځې وهڅوي چې په مهمو دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button