هلمند: امریکایانو په مارجه کې سنګوري اربکیان بمبار کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۶ فرید افغان)

له هلمنده راپورونه وایي چې د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ اړوند د مالک چار راهي سیمه کې امریکایي الوتکو سخته بمبارۍ کړې.
سیمیزې سرچینې وایي چې په دې بمباري کې ګڼ سنګوري اربکیان په نښه شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم منلې چې بمبارۍ پرھغو سنګوریانو شوی چی یادی سیمی ته د امریکایي روزونکو په غوښتنه دعملیاتو لپارہ راغلي و .
د ده په خبره په یاده بمباري کې ۱۱تنه سنګوریان وژل شوي دي.
سنګوري اربکیان په لمړي ځل په هلمند کې د جبار قهرمان له خوا رامنځته شول چې بیا وروسته پکتیا، کندهار، اروزګان او یوشمیر نورو ولایاتو ته یې هم تشکیلات وغځیدل.
دا ډله د طالبانو په څیر جامې کوي او یونیفورم نه اغوندي.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې هم د دې ډلې پر یوه ګروپ هوایی برید ترسره شوی و، چې ګڼو اربکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
تر دې وړاندې پر سرحدي عسکرو، د ملي اردو پر ځواکونو او مختلفو ارګانونو هوایي بریدونه شوي چې ګډ حکومت د مقابل جهت د قضایی مصؤنیت له کبله یې پر وړاندې د هیڅ غبرګون جرأت هم نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button