د جدي شپږمه؛ افغان ولس ته د کمونستانو مرګونې ډالۍ

سرلیکنه
په پورته عنوان کې موږ درې څرګندې جملې لرو: يوه د جدي شپږمه، بله کمونستان، او درېمه افغان ولس ته مرګونې ډالۍ. په ١٣٥٧هـ ش د تور مخو کمونستانو د ثور د ٧مې کرغېړنه کودتا، د روسانو لخوا په ١٣٥٨هـ ش د جدي په شپږمه پوځي يرغل، او د دې دواړو په نتيجه کې افغان ولس ته هغه مرګونې ډالۍ چې روسانو د کمونستانو په مستقيمه همکارۍ افغان ولس تر درشله راورسول.
د ثور د ۷مې کودتاګرو (کمونستانو) پر سردادر محمد داؤد خان کودتا وکړه، هغه یې سره له کورنۍ وواژه. خو يواځې د سردار محمد داؤد خان د کورنۍ په وژلو او ترې په واک نيولو سره کمونستانو اکتفا ونکړه، بلکې د افغان ولس علماء کرام، پوهان، استادان، انجينيران، د جوماتونو ملا امامان او هغه کسان چې د کمونستانو (لينين) له نظر سره یې مخالفت ښکاره کاوه له نيولو، زنداني کولو وروسته یې په مرګونو ځورونو شهيدان کړل.
هر څه چې و – کموستانو په مستقيمه توګه د جدي شپږمې ته لار برابره کړه. له کارمله نيولې تر سلطان علي کشتمند، ټولو کمونستي کدري غړو پر افغانستان له روسانو سره د يرغل پر مهال مرسته وکړه، او د افغانستان پر پاک حريم روسي يرغلګرو د ملګرو ملتونو د نورمونو او افغانستان سره د نه مداخلې د لاسليک او موافقې پر خلاف مرګونى يرغل وکړ.
افغانان په داخل د هېواد او په بهر هېوادونو کې هر کال د جدي شپږمه د یوې نه هېرېدونکې تورې ورځې په نامه غندي. دا توره ورځ يا تور ماښام د افغانستان پر پاک حریم د سرو وحشي روسي پوځونو د یرغل ورځ او يو نه هېرېدونکى تاريخ له ځان سره لري.
که څه هم د ثور په اوومه کمونستانو په افغانستان کې د تباهيو او وینو بهولو بنسټ کېښود، خو د جدې شپږمه په افغانستان کې د تباهیو، بې کوریو، د ملي ارښتونو تر پښو لاندې کولو، د وینو د تویولو او تر نن ورځې پورې د ټولو بدبختیو دویم پړاو چې افغان ولس یې ترنن ورځې پورې ګالي د جدي شپږمه ده.
د جدي په شپږمه سرو وحشي ۱۲۰ زرو پوځونو، چې هوايي مرګونو الوتکو او د افغانستان د تباه کوونکو شوبلو کتارونه یې په مخ کې وو، د افغانستان پر پاکه خاوره یې پلید قدمونه کېښودل.
روسي پوځي چارواکو، چې د جدي د شپږمې په ماښام یې د افغانستان سرحدونه تر پښو لاندې کول، په کړي اعتراف یې، دا د هغوی خپلسرې يرغل نه و بلکې په افغانستان کې یو شمیر هغو تور مخو کمونستانو یې بدرګه کوله چې د کریملین په اخور رالوی شوي وو، په وطن خاوره، حیا، ناموس، دین، افغاني غیرت او د هر څه په سودا یې د غلامۍ ځنځير پرغاړه کریملین ته خپل ثبوت ورکړ.
په هره تاريخي ليکنه کې چې افغانان یې د غندنې په توګه ليکي د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي شپږمه د تورې او کرغېړنې ورځې په نامه راتلونکي نسل ته د تاريخ په پاڼو کې د يادښت په توګه يادوي. دا ورځ خپله توره نه ده، بلکې په دې ورځ چې روسانو د پليدو کمونستانو په مرسته پرافغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د مظلوم ولس سر، مال، ديني او افغاني ارزښتونه یې له خطرسره مخ کړل. دا ورځ افغانان د تورې ورځې په نامه په خپلو غبرګونونو سره غندي.
تاريخ چې څه د کموستانو او د هغوى د بادارانو روسانو په اړه ليکلي، هغه یو تور باب دی، ځکه ورته خلک توره ورځ وایي. ټولې ورځې خپل خدای (ج) ته سرونو په سجدو د عبادت ورځې دي. د دې ورځې له غندلو موخه هغه اعمال دي چې په دې ماښام سر ته رسېدلي دي.
د جدې د شپږمې ترخه يادونه ځکه هر کال تازه کېږي چې يو خو هغه د کمونستانو ډالۍ (مرګونې پيښې) د چا له ياده نه وځي، دویم د تور مخو کمونستانو په مستقیمه لارښوونه يرغل له افغانانو کورونه، کلتور، د کورنيو غړي، افغاني عنعنات او هر څه واخیستل. همدا اوس هم همغه کمونستان په موجوده اداره کې په لوړو پوستونو کار کوي. له کومې ورځې چې کمونستانو د کمونیزم سور بیرغ د افغانستان پر پاکه خاوره پورته کړ، د ثور د اوومې کودتا یې وکړه، له همغې ورځې د افغان ولس د بربادیو او وینو بهېدل پیل شوي دي.
تر نن ورځې پورې چې په افغانستان کې څومره وینې توېیږي او څومره ورانۍ وشوې او لا کېږي، پیل یې له تور مخوغلامو کمونستانو شوی دى.
تر يو لک شل زرو زياتو روسي يرغلګرو، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، په افغانستان کې هغه اعمال سرته ورسول چې آن غربي بلاک سره یې د خپل ځان خطر پیدا کړ؛ خو په سوونو الوتکو او زرګونو ټانکونو سپرو روسانو د تش لاسي مسلمان افغان مجاهد ولس سره د مقابلې توان له لاسه ور کړ.
که د هېواد د شهیدانو سپېڅلو وينو ته نظر وکړو، په کومه بې رحمۍ سره چې تور مخو کمونستانو او د هغوی بادارانو افغانان شهیدان کړل، باید په افغانستان کې د وينو تويولو هر کمونست بنسټګر په دار وځړول شي.

هو! روسانو د افغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ؛ له نېکه مرغه په تش لاس خو د ایمان او افغاني غیرت په قوت سمبال افغان مجاهد ولس یې دومره په مېړانه مقابله وکړه چې د هغه وخت د شوروي اتحاد ټوله امپراطوري یې ورړنګه کړه.
روسانو په افغانستان کې سره د وحشتونو د زمرو زړو مجاهدینو په مقابل کې د جګړې د دوام روحيه له لاسه ورکړه، سر ماتي او غاښ ماتي د آمو پر سيند سر ټيټي وتښتېدل. دا ډول به موجوده امريکايي يرغلګر هم د روسانو له برخليک سره مخ شي، ان شاء الله.




