حکومت له ستونزو وځي که پکې ډوبېږي؟

تبصره 

په افغانستان کې چې هر حکومت او هر ګوند پر ولس خپله واکمني ساتلې، ډېرو کمو واکمنو د ولس د رايې درناوی کړی دی، نورې ټولې واکمنۍ او حکومتونه پر افغان ولس جبري منل شوي دي. ځکه خو د يو شمېر حکومتونو پر خلاف ولس او قومونو پاڅونونه هم کړي دي چې موږ یې په تېرو دورو کې ښکاره مثالونه لرو او هر افغان، لوستي او نالوستي، ته ياد دي.

ځینې کسان د پخواني بادشاه، محمد ظاهر شاه، د ٤١ کلنې شاهي دورې يادونه کوي چې په امن تېره شوې ده او چا ته پکې د سر او مال خطر نه و. موږ دا منو چې د موجوده وخت په پرتله پکې امن و، خو هغه چا ته چې د سر او مال خطر و، د هغه وخت د سانسور شویو رسنيو له امله ولس له حالاتو او ناخوالو بې خبره پاتې شوی دى. د ظاهر شاه په حکومت کې چې کومې ناغېړۍ شوې دي، د هغو ناغېړيو پايلې له څلورو لسيزو راپدېخوا په تباهيو او شهادتونو ګالو.

اوس په هېواد کې د شوراګانو او ګوندونو شمېر يا حساب ګران دى. د هغه چا په نوم هم ګوندونه جوړ شوي دي چې افغان ولس یې سيوری په ډبرو ولي. د هغه چا په نامه هم ټولنې جوړې شوې دي چې افغان ولس ته یې دا ټولې غميزې په ميراث کې پرېښې دي. له بده مرغه، په هېواد کې د هغو مجاهدينو لخوا هم شورا جوړه شوې ده چې مجاهد ورته ويل له مقدس جهاد سره جفا ده.

روسانو په افغانستان کې، د نورو لاملونو ترڅنګ، په دې هم ماتې وخوړه چې په افغانستان کې یې هر افغان ته د روسي کلتور او دود له عينکو کتل. امريکا هغسې نه کوي؛ د ازادۍ، ډیومکراسۍ، حقوقو، او د فکر د خپلواکۍ په نامه یې يو شمېر ټولنې په ډېره کمه بيه اخیستې دي، او په دې مانا، چې موږ ته یې د فعاليت اجازه راکړې، له بهره جوړه طرحه ورباندې په غير مستقيمه توګه عملي کوي.

تېره ورځ د مجاهدينو د سرتاسري شورا په نامه د جدي د شپږمې په مناسبت د څو کسانو په غونډه کې يو شمېر ويناوالو له موجوده ادارې وغوښتل چې د افغانانو په يووالي کار وکړي، د شخصي ګټو په خاطر د حکومت د کمزوري کېدو مخه ونيسي، په حکومت کې شته نيمګړتياوي له منځه يوسي او د مذاکراتو له لارې دې له مخالفو وسلوالو سره جوړجاړی وشي.

د دا ډول مجاهدينو په شورا او د هغوی په وينا افسوس، سل واري افسوس، چې په کابل کې د بهرنيو ځواکونو تر واک لاندې د افغان ولس پر سر جوړجاړی کوي. که د افغان ولس پر سر جوړجاړى له ستونزو د وتلو او حل لاره واى، بيا نو د روسي يرغلګرو په مقابل کې د جهاد او مقاومت اړتيا څه وه؟ که د ولس پر سر جوړجاړي سره ستونزې حل کېداى، بيا به اشرف غني ته له کرزي هېڅ ستونزه نه وه وررپاتې. آيا اشرف غني له کرزي په جوړجاړي کې ښه تجربه لري؟ که حکومت په مشوره او خبرو نيمګړتيا پوره کولاى شوه، اوس به مو جوده اداره له يوې نيمګړتيا سره هم نه وه مخ. ايا د پخوانۍ دورې نيمګرتياوي د ولس لپاره تاواني نه وي؟ دا اوس چې په يوه او بل نامه شوراګانې حکومت ته له ستونزو د خلاصون مشورې ورکوي، آيا د کرزي حکومت له ستونزو دک حکومت نه ؤ؟

که حقيقت ته په غور وکتل شي، دا ډول مشورې، چې د ولس د رايو پر خلاف حکوت ته ورکول کېږي، حکومت له ستونزو نه شي ايستلاى، بلکې حکومت به نور هم په ستونزو کې ډوب کړي. ځکه د ناسالم فکر مشوره هم ناسالمه وي، او پر کږو لارو لارويان له کږو ګړنکونو پرېوځي.

 د تيرې ورځې د شورا ويناوال دې په دې هم فکر وکړي چې حکومت په دې ناسالمه پالېسۍ له ستونزو نه وځي. موجوده حکومت خپله اصلي قبله بدله کړې. تر څو چې خپله قبله سمه نه کړي، دا حکومت به ورځ په ورځ په ستونزو کې ډوبېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button