۱۳ ګرامه ټیلیفون هم جوړ شو

په اوس وخت کې د نړۍ موبایل جوړوونکې کمپنۍ په نوې ټیکنالوجۍ او ځانګړنو سمبال غټ او پلن مخې سمارټ فونونه (ځیرک ټیلیفونونه) جوړوي. خو یوې برتانوۍ کمپنۍ د دنیا تر ټولو کوچنی ټیلیفون جوړ کړی دی.

د زینکو ټایني ټي۱ په نوم د دې موبایل فون وزن ۱۳ ګرامه دی او دومره غټ دی لکه د لاس ګوته!!

په دې موبایل کې د ځیرکو (سمارټ) موبایلونو ځانګړنې نشته، یواځې ټیلیفون کول (زنګ وهل)  او میسیج ورباندې لېږل کېدای شي.

Zanco Tiny T1 ه ۴۶،۷ ملي مټره اوږد دی او ۱۲ ملي مټره سور (عرض / پسور) لري. ۱۳ ګرامه وزن لري. سکرین یې ۱۲،۵ ملي مټره دی.

که لږ پسې راتېر شو، دا د یوې ګوتې برابر او د یوې سکې په شان سپک موبایل کې 200 mAh بېټرۍ پرته ده چې  چارجېږي. که خبرې ورباندې وشي، ۱۸۰ دقیقې یې بېټرۍ کار کوي، او که همداسې د تیارسئ (چې بند نه وي خو آن یا چالان وي) په حالت کې وي، بیا ۳ ورځې کار ترې اخیستل کېدای شي. Tiny T1 کې ۳۰۰ د موبایل نمبرونه ساتل کېدای شي او ۵۰ مسیجونه ساتلای شي. ۳۲ جي بي RAM او ۳۲ جي بي ROM  لري. په 2G شبکه کار کوي.

thumb phone

د دې موبایل جوړوونکې کمپنۍ وايي چې دا موبایل به د راروان ۲۰۱۸ز کال په مئ میاشت کې بازار ته راووځي او  بیه به یې ۵۰ ډالره (نږدې درې نیم زره افغانۍ) وي.

Pick up the Zanco tiny t1 today!


د Zanco Tiny T1 نور تصویرونه

...Which technically makes it a choking hazard.The T1 is four times smaller than an iPhone, but 10,000 times cuter.

بازار ته تر راوتلو وړاندې لا ځینو چارواکو ویلي چې دا موبایل باید بند شي او پر خرڅولو یې بندیز ولګېږي ځکه دا کوچنی ټیلیفون په بندیخانو کې بندیانو ته په اسانۍ سره لېږدول کېدای شي.

که بالفرض، دا ټيلیفون دلته هم راورسېږي، تاسې به یې واخلئ؟

 زندان یا بل داسې ځای ته خو به یې نه درسره وړئ چې هلته د موبایل وړل منع وي؟!

Shazad Talib holding the Zanco tiny t1

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button