دوستم: لا هم توطیې شته چې هیواد ته یې د ستنیدو مخه نیسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۸ فرید افغان)
د اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یوځل بیا له ځینو ګواښوونکو توطیو پرده پورته کړې، چې په وینا یې د نوموړي پرضد جوړې شوې.
دوستم د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ترکانو فرهنګي غونډې ته له ترکیې څخه د ټلیفون له لارې ویلي د هیواد بوږنونکو حالاتو اندیښمن کړی خو ځینې کړۍ یې هیواد ته د ورتګ مخه نیسي.
نوموړي په جوزجان کې د داعشي ملیشو چې غوڅ اکثریت یې بهرنیان دي د فعالیت په اړه اندیښنه ښوودلې او دحکومت له خوا د بلخ د والي پرځول یې په شمال کې د داعشیانو د نفوذ پراخولو ته پلمه بللې .
نوموړي د هغو توطیو او د سیسو یادونه نه ده کړې چې پر وړاندې یې طرحه شوې خو ویلي یې دي چې توطیې داسې دی چې دی ترکیه کې پاته شي.
دوستم څو میاشتې وړاندې هم بلخ ته دراتګ هڅه کړې وه چې بیا یې د ګډحکومت په غوښتنه د بهرنیانو له خوا مخه ونیول شوه.
دوستم وروسته تر هغه له هیواد څخه تبعید شو کله چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشجي یې پر وړاندې د د جنسي ځورونې قضیه ثبت کړه.
نوموړی د قضایي ادارو تر تعقیب وروسته د درملنې په پلمه انقرې ته ولاړ چې له څو میاشتو را په دې خوا یې هیواد ته د راتګ مخه نیول کیږي.
حکومت ویره لري چې د نوموړي راتګ به د شمال ایتلاف تله درنه کړي او د دې ډلې د اتحاد له احتمالي کودتا هم ویریږي.



