بالآخره د محقق ناوړه څرګندونو رنګ راوړ

ډاکټر آصف
هسې خو له پخوا دا معامله د رسنیو له لارې بربنډه شوې وه چې ایران پر خپلو اورپکو برسیره افغاني او پاکستاني افراد هم د سوریې د رژیم د دفاع لپاره ګمارلي، د پاکستاني اورپکو لپاره یې د زینبیانو په نوم ټولی جوړ کړی او د افغاني اورپکو لپاره یې د فاطمیانو په نوم یوه ډله جوړه کړې او د سوریې جګړې ته یې استولي او هلته یې د بشار الاسد رژیم نه په دفاع کې وجنګول، چې په پایله کې یې په لسګونو زره ووژل شول او په لسګونو زره ټپیان او اسیران شول.
ایران خو د امریکا پیښې پیل کړي او هڅه کوي په جنګ ځپلو هیوادونو کې خپلې ځالې جوړې کړي، او هغه بې روزګاره ځوانان د دغې نا اعلان شوې جګړې خاشاک وګرځوي.
له ایران نه خو ځکه ګیله نه کوو چې هغه یو بیل هیواد دی او پردی خلک دي، خو دومره وړاندوینه کولای شو چې ایران به د دې ناوړه اقداماتو عکس العمل ضرور یوه ورځ وویني.
خو راځو د افغانستان د شیعه ګانو حزب وحدت ډلې مشر محقق خان ته چې هم د یوه سیاسي او مذهبي ګوند مشري هم پر غاړه لري او هم د اجرئیه ریاست د معاونیت رسمي دنده هم پر غاړه لري.
څه موده وړاندې یې ایران ته د ایرانیانو په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی و، او په هغه غونډه کې شریک وو چې په سوریه کې د وژل شویو ایرانیانو، پاکستانیانو او افغانانو په افتخار جوړه شوې وه.
محقق هلته وینا وکړه، او په خپله وینا کې د ډیرې چاپلوسۍ نه دومره عمیق ننوت چې د د ایران نه یې مننه وکړه چې افغاني ځوانان یې دغه جنګ ته استولي او د یو موټی ډالرو په مقابله کې یې له مسلمانانو سره جنګولي دي.
وروسته وروسته د محقق نور رازونه هم افشا شول چې نوموړي دغه شیعه افغاني اورپکې په خپل لاسلیک له افغانستان نه ایران ته ورمعرفي کړی او ور استولي دي،
څه موده وړاندې یوې ژورنالیستې له محقق نه وپوښتل چې ستا دغه اعمال به د دې لامل نشي چې په عکس العمل کې به پر شیعه توکم په افغانستان کې بریدونه ترسره شي؟ محقق په ډیر بېباکانه ډول وویل چې بریدونه خو پخوا هم کیدل اوس به هم کیږي نو زما د اعمالو پورې څه تړاو لري؟
او له خپلو دغه ناوړه اعمالو او ناوړه وینا څخه یې د یوه ضدي ماشوم په څیر کلکه دفاع وکړه او ویې ويل چې: خوب کردم ؟ یعنی ښه مې وکړل چې په خپله وینا کې مې دغسي څرګندونې وکړې .
د افغانستان شیعه ګان هم د فیل په غوږ کې ویده دي، د افغانستان شیعه ګان باید دغه ډول مشران په خپلو لاسونو په دار وخیژوي چې له یوې خوا د دوې پر ځوان قشر تجارت کوي او له بلې خوا شیعه توکم ملکي افراد د بلا په خوله کې ورکوي.
که شیعه ګان دا کار ونکړي نو د ورته نورو تر دې بدترو بریدونو انتظار دې وباسي.



