د ګډکمیسیون له پریکړې وروسته لا هم ولسي جرګه د بریښنایي تذکرو په ویش راضي نه ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۸ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د بریښنایي تذکرو په څنډو کې د ملت(قوم) کلمې زیاتولو ته ولسي جرګې منفي او مشرانو جرګې مثبته رایه ورکړه، ارګ مجبور شو تر څو د دوی د توافق په موخه یوګډ کمیسیون وګماري ترڅوچې دواړه جرګې یو لوریزه پریکړه وکړي.
ګډکمیسیون د ارګ دپریکړې په ملاتړ رایه ورکړه خو د ولسي جرګې ځینې وکیلان یې لا هم منلو ته تیار نه دي.
په تیرو څو ورځو کې د ولسي جرګې د غړو دا دوهمه غونډه ده چې د ګډکمیسیون پریکړه غندي او له منلو یې انکار کړي.
د ولسي جرګې یو غړی غلام حسین ناصري وایي؛ ګډې جرګګۍ خیانت کړی او باید په اړوند یې څیړنې وشي.
د نوموړي په خبره؛ په تذکرو کې د قوم ذکر کول هیواد ټوټه ټوټه کوي او باید حکومت د دې چارې مخنیوی وکړي.
ولسي جرګه وایي؛ دوی د دې په خاطر یادې کمیټې ته استازي ټاکلي و، تر څو له خپلې پریکړې دفاع وکړي خو د دې پرځای چې د دوی غوښتنه عملي کړي د هغه پرخلاف یې پریکړه کړې.
د ولسي جرګې غړی علي اکبر قاسمي وایي؛ کمیټې د ارګ له نفوذ څخه په استفادې یاده پریکړه کړې او باید د ولسي جرګې اداري هیئت د ارګ په څیر پریکړه ونه کړي.
یو شمیر غړي بیا یاده پریکړه غیر قانوني بولي او له حکومت غواړي چې د بریښنایي تذکرو ویش پیل نه کړي.
له همدې ډلې زهیر سعادت وویل؛ په کمیټه کې د ولسي جرګې د اداري هیئت د څلورو غړیو نشتون او بیا دکمیتې د هغې ژمنې په خلاف چې په تالار کې وشوه پریکړه کول ورته دمنلو نه دي او باید له دې کبله لغوه شي چې هیواد به د لوی بهران په لوري سوق کړي.
بل پلو د ولسي جرګې رئیس عبد الرؤف ابراهیمي ویلي؛ چې یادو ۴ تنو په لوی لاس غونډه کې اشتراک نه دی کړی.
خو د ولسي جرګې نور غړي بیا له دې پریکړې دفاع کوي او هغه د هیواد په خیر بولي.
هغوی وایي د قوم او ملت ذکر کول نیک اقدام ده او باید عملي شي
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت ویلي چې په لنډ مهال کې به د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي



