استازي: دغزني د ولایت مقام په یو کیلو متري کې طالبان فعال دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۸ فرید افغان)
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وایي چې؛ طالبان په غزني کې په ټولییزه توګه واکمني لري او تر ولایت پورې خپل فعالیتونه په لوی لاس تر سره کولی شي.
د غزني استازي محمد علی اخلاقي په خبره؛ طالبان د غزني د ولایت مقام په یو کیلو مترۍ کې فعال دي او هر څه چې وغواړي کولی یې شي.
نوموړی زیاتوي؛ طالبان د غزني په ټولو سیمو کامل حاکمیت لري او له دولت غواړي چې پرضد یې عملیات ترسره کړي.
د غزني استازي وایي؛ طالبانو ته خلک عشر او زکات ورکوي او هغوی یې تول مصارف ورپوره کوي.
د ده په خبره؛ طالبان د غزني په مرکز کې په رڼا ورځ پوستې نیسي او د غزني په کچه په ټولو سیمو کې آزاد فعالیت لري.
نوموړی داسې مهال دا اندیښنه څرګندوي چې تیره ورځ هم طالبانو د دې ولایت په مرکز کې یوه پوسته ونیوله او یو شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم چارواکي وایی چې په دې ولایت کې یې پراخ ژمني عملیات پیل کړي خو استازي وي وایي چې دحکومت عملیات هیڅ پرمختګ نه لري



