په تبیان فرهنګي مرکز دبرید موخه

جواد څارګر
تبیان دشیعه ګانو فرهنګي مرکز دی چې د ایران په مالي همکارۍ، د ۲۰۰۳م کال دمارچ میاشت کې، دکابل په پل سوخته کې جوړ شوی دی
تبیان فرهنګي مرکز دلر ـ بر شیعه ګانو دسیاسي، فکري او مذهبي همغږۍ په پار جوړ شوی، او مالي تمویل یې له ایران څخه دی.
دداعش ډله چې دشیعه ګانو پر ضد توند شعارونه ورکوي؛ په تبیان مرکز دترسره شوي برید پړه مني، او زیاتوي دشیعه ګانو تول تجمعات به په نښه کړي.
دا افغانستان دی، دنړۍ ډېری استخبارات دلته دخپلو ګټو په جګړه بوخت دي او هیڅ برید، او سیاسي تحول دتعجب وړ نه دی؛ ماته په تبیان مرکز دبرید په تړاو دتعجب وړ دا وه چې دبرید سره جوخت، حکومتي ویاندویانو هم خولې خلاصې کړې، او دبرید قربانیان یې په همهغه پیل کې تر اتیاؤ زیات ومنل.
دا به لومړی ځل وي چې چارواکي دومره ژر مني چې ګویا برید توند وو، او تلفات یې زیات دي.
څو کاله وړاندې دمسعود څلور لاري ته څېرمه درنه چاودنه وشوه، زه په دغه ورځ دسردار محمدداودخان روغتون ته، دیوه زخمي عیادت ته تللی وم، دچاودنې قربانیان مې له نږدې لیدل چې روغتون ته یې راوړل
کله چې خبریالانو دروغتون له سرطبیب چې فکر کوم په رتبه برید جنرال و دبرید دزیان او قربانیانو په اړه وپوښتل؛ جنرال صاحب برید خورا کمزوری وباله، فقط ددؤو عسکرو، او یوه لاروي مړینه ایله یې ومنله.
دجنرال صاحب په درواغو متحیر نشوم، پوهېدم چې جګړئیز تکتیک همدا دی چې، ددښمن په بریدونو کې د اوښتيو زیانونو ارقام هره ډله پټوي او تغیروي، او برید که څومره توند هم وي، کمزوری یې ښیي، تر څو دخپلو عسکرو روحیات لوړ وساتي.
په پروني برید کې هیڅ چا دغه اصل ته پام ونه کړ، او دبرید او دبرید دماهیت په اړه یې نېغ په نېغه معلومات ورکول.
دبي بي سي خبریال هم دستي دبرید ځای ته رسیدلی و، او په ښکلي طرز یې دبرید اړوند تفصیلي راپور وړاندې کړ
خبریال دده په وینا دعیني شاهدانو له خولې وویل چې برید دوو تنو ازبکانو کړی دی
دا چې تبیان ته د ازبکانو ننوتل ستونزمن نه ول، نو له همدې تاسو دداعش دبریدونو دقت، او پېچلتیا اندازه کولای شئ.
په یوه عام برید کې دپېچلتیا څه دي؟!
یوه عامه غونډه وه او هر څوک ور تللای شوای؛ تبیان نه کوم استخباراتي مرکز دی، نه دپوځیانو غونډ او یا دچارواکو مجلل تمځای دی.
دلته له دغو اضافي خبرو درسنیو هدف دداعش ستراتیژي، او په سیمه کې دداعش په نشت حساب ځواک ته کمپاین کول دي.
څو ورځې وړاندې دهیواد یوه لوړ پوړي چارواکي په ایران کې، دسوریا په جګړه کې د افغان شیعه ګانو ونډه وستایله؛ له همهغه ورځې، له ډېرو سره دا وېره وه چې دشیعه ګانو په کوم تمځای برید کېدونکی دی.
دلته دجګړې اصلي عاملین یرغلګر، او ددوی لاس په نامه غلامان دي؛ جګړئیزه فضاء، او طرحه امریکایان جوړوي، او د سون مواد داخلي غلامان ورکوي.
دطالبانو سره په میداني جګړه کې امریکایان مات او ژامې یې ګړبېدلي دي؛ اوس غواړي دداخلي غلامانو په مټ، د سازشونو او پروژو له لارې حالات له بدو بدتر کړي، او افغان ولس په نویو لانجو کې لتاړ کړي.
دداعش دمنحرفې ډلې له لورې دهېواد په ختیځ کې، دحنفي مذهبه علماؤ وژل او دشیعه ګانو په معابدو، او مراکزو بریدونه دستوري، او دنوې پروژې برخه ده
امریکایان کوښښ کوي په افغانستان کې دداعش دستوري ډلې ته مناسب مقام او استوګنځی پیدا کړي؛ او بیا دداعش له نامه په ګټې اخیستنې د شیعه ـ سني، او حنفي ـ وهابي په نوم افغان ولس خپلو کې سره واچوي او دجګړې رنګ بدل او لا پسې ژبغړاند کړي.



