هلمند: طالبانو د دوو کسانو قاتل قصاص کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۹) د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يو تن د دو ملکي وګړو د قتل په جرم اعدام کړ.
طالبانو پېښه تاييد کړې او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي قاتل محمد داود نوميږي او د حاجي محمد ځوی دی چې څه موده مخکې يې د محمد عوض او ورسره يو بل تن په ډزو وژلي و.
د احمدي په وينا، نوموړی قاتل د (اسلامي امارت) د شرعي محکمې له لوري په عام محضر کې قصاص او په سزا رسولی دی.
د هلمند د امنيې قومندانۍ وياند عبدالسلام افغان پېښه تاييد کړې وايي، طالبانو تېره ورځ له جمعې له لمانځه وروسته دغه کس اعدام کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی، تر دې مخکې هم طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر خپل واک لاندې سيمو کې غلو، اختطافګرو او قاتلينو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي.



