عطانور: بیرته خپلې رسمي دندې ته ستون شو او دبلخ پر ولایت یې ټینګار وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۹ فرید افغان)

د بلخ والي چې حکومت وایي له دندې یې لرې کړی، یوځل بیا خپلې دندې ته ستون شو او یوه خبري کنفرانس ته یې په خپله وینا کې وویل؛ چې هیڅ څوک یې د لرې کولو توان نه لري او د ګډحکومت ترپایه به خپلې دندې ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل؛ خپل ټول کارونه مې مرستیال ته د دې په خاطر سپارلي و، چې په کارونو کې وقفه رانه شي او په وینا یې چې ‹‹زه هره ورځ د ولایت مقام ته راتلم››
نوموړي له هغې دسیسې هم پرده پورته کړه چې د ده په وینا حکومت د بلخ شاهین قول اردو قوماندان ته دتیارسي امر کړی و او له بغلان څخه هم کومکي ځواکونه بلخ ته رسیدلي و تر څو نوموړی په زور له واک څخه لرې کړي چې په خبره یې د حکومت دا دسیسه بهرنیانو ورشنډه کړه او هغوی د داسې اقدام اجازه ورنکړه.
نوموړي په حکومت تور ولګاو چې د داعشي پروژو تمویل او تجهیز دنده پر غاړه لري او غواړي چې د بهرنیانو په غوښتنه بلخ ته داپروژه نقل کړي.
نوموړي وویل؛ ‹‹په تیرکې هم حکومت د سالم ایزیدیار په جنازه کې د تورو شیشو په موټرو کې د داعشیانو په نامه چې وسلوال یې د ‹‹تسلیم شوې ډلې›› له افرادو څخه و، د ناکامه برید هڅه کړې وه ››
نوموړي زیاته کړه؛ رسمي والي یم، ټول صلاحیتونه مې پرځای دي نه دچا په عادي دستخط له دندې لرې کیږم او نه مې کوم قدرت دلرې کولو توان لري ځکه له اشرف غني سره مې په خپله د واک تقسیم کړی او عبدالله مود جمعیت له خوا نومول شوی کاندید دی اوکولی شو لرې یې هم کړو.
نوموړي زیاته کړه چې یواځنی جهت چې نوموړی یې حکم ته غاړه ایږدي د جمعیت مشرتابه ده او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې له ارګ سره مذاکرات هم پیل کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button