يونسف د پوهنې وزارت سره ۴۶ ميليون ډالره مرسته کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۹) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونسف د افغانستان د پوهنې له وزارت سره ۴۶ ميليون ډالره مرسته کوي.
ټاکل شوې ده، چې د مرستې دغه تړون نن د يونسف او د افغانستان د پوهنې وزارت تر منځ لاسليک شي.
د پوهنې وزارت د خپرونو مسئول کبير حقمل رسنيو ته وويل: د دغو لسګونه ميليونو ډالرو څخه به د پوهنې لپاره په بېلابېلو برخو کې ګټه واخيستل شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پربنسټ، دا مهال د ټول هېواد په سطحه شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او تر یو زر او دوه سوه ښونځي د نا امنیو له امله تړل شوي دي.
په ورته وخت کې، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو راپورونه ورکول شوي، چې په ښوونځيو کې زده کوونکو ته پوره کتابونه نه ورکول کېږي او دغه راز د سلګونو ښوونځيو زده کوونکي په خلاصه فضا کې زده کړې کوي.
د دغې وزارت سره په داسې حال کې د نويو مرستو خبره کېږي، چې تر دې وړاندې په پوهنې وزارت کې د پراخ اداري فساد په ځانګړي ډول د خیالي ښوونکو د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د اداري فساد پرضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کميټې په يوه راپور کې ويلي: په دغې وزارت کې د ښوونکو د استخدامولو په برخه کې پراخه فساد شتون لري، همدارنګه ډیری ښوونکي د رشوت، واسطو او خپلوۍ پر بنسټ ګمارل شوي دي.



