آل الشیخ: امامانو ته له عباداتو پرته نورې ویناوې کول حرامې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۹ فرید افغان)
د سعودي لوی مفتي عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ چې په تیر کې یې د اسرایلو پرضد جګړه حرامه بللې وه، داځل یې په یوه تازه فتوا کې چې د خپل هیواد ټولو جوماتونو ته یې لیږلې په ټینګار سره ویلی چې امامانو ته دجمعې او اخترونو په خطبو کې په سیاسي وضعیت خبرې کول حرامې او ناروا دي.
نوموړي د عکاظ ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دجمعې خطبې د دې لپاره وي چې خلک پکې عباداتو ته راوبلل شي، د الله له قهر او غوصې یې وویروي او د زکات،لمانځه او حج اړوند معلومات ورکړي.
آل الشیخ ویلي د جمعې خطبو کې باید پر نظام نیوکې ونه شي او نه هم پکې سیاسي تحلیلونه وشي.
د سعودي لوی مفتي داسې مهال داڅرګندونې کوي چې په دې هیواد کې اوس هم زرګونه علما په دې جرم زندانونو کې پراته دي، چې دحکومت دیموکراتیک چلند یې غندلی او په دې هیواد کې یې کنسرتونو او دسینما په راتګ نیوکې کړې او هغه یې د یوه اسلامي هیواد له شان سره غیر مناسب کار بللی دی.
آل الشیخ دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې ۳ ورځې وړاندې نوموړي د سعودي له ولیعهد سره د هغه په کور کې کتلي و.
د یادونې وړ ده چې عبدالعزیز آل الشیخ د سعودي لوی مفتي دی او څو میاشتې وړاندې یې د فلسطیني حماس ډلې وسلوال ترهګر او د اسرایلي نیواکګرو ځواکونو پرضد جګړه حرامه بللې وه.
آل الشیخ داڅرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړنیو میاشتو کې دې هیواد کې سینما ته هم اجازه ورکړل شي او ښایي په همدې کال کې د ښځو پر حجاب پابندي هم لغوه شي.



