ايران: امريکا د لاريونوالو نيول غندلي او له نړۍ يې د هغوی د ملاتړ غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۹) له تېرې پنج شنبې ورځې د ايران د پلازمېنې تهران په ګډون، په اصفهان، کرمانشا، رشت، قم، همدان، قزون او يو شمېر نورو ښارونو کې لاريونونه روان دي.
د ايراني رسنيو د راپور له مخې، دغه لاريونونه لومړی د اقتصادي حالت او د بيوو د لوړوالي پرضد پيل شول، خو وروسته لاريونوالو د حکومت پرضد شعارونه ورکول او پر حکومتي چارواکو او بهرني سياست يې نيوکې پيل کړې.
ويل کېږي، مظاهرې د ایران شمال کې په رشت ښار او لوېدیځ کې په کرمانشاه کې خورا لویې دي، خو په شېراز، اصفهان او همدان کې وړې دي.
ځينو خبري سرچينو ويلي، تر دې دمه د ايراني ځواکونو له لوري له پنځوسو زيات لاريونوال نيول شوي دي.
په خواله رسنیو فسبوک او ټويټر داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د لاريونوالو نيول غندلي او وياندې يې له نړيوالو غوښتي چې د هغوی ملاتړ وکړي، زياتوي چې نړۍ په ايران کې روانو لاريونونو ته د حکومت غبرګون څاري.
دغه راز ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي،ایرانی ولس د خپل حکومت له فساد او په “ترهګرۍ” د دوی د شتمنۍ له لګېدلو ستړی شوی دی.
دا لومړی ځل دی، په دغه هېواد کې د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکول کېږي او لاريونوال په سوريې او عراق کې د ایران په لاسوهنو او بهرنۍ پاليسۍ نيوکې کوي .
په عين حال کې ايراني چارواکو خبرداری ورکړی وايي، که هرڅوک د ايران د اساسي قانون پرضد څرګندونې او فعاليتونه وکړي، د دوی له لوري به ونيول شي او محکمې ته به وسپارل شي.



