طالبان ولې رسنیز مرکزونه نه په نښه کوي؟/ خالد روان

د نوي حکومت په راتگ په افغانستان کې رسنۍ بېخي ډېرې شوې. سلگونه غږیزې، انځوریزې، وېبپاڼې، مجلې، ورځپاڼې، اوونیزې او نورو رسنیو په کار پیل وکړ. د اوسني حکومت ـ  امریکا تر ټولو ستره لاسته راوړنه په افغانستان کې د «بیان ازادي» یادېږي او د سولې په خبرو کې همدغه رسنۍ «سره کرښه» یادېږي.

په اوسنیو رسنیو کې تر ټولو ډېر تبلیغات په طالبانو پسې کېږي. طالبانو پسې داسې تبلیغات کېږي، چې خلک یې په اورېدو هم د شرم احساس کوي. داسې کارونه هم طالبانو پسې تړل کېږي، چې د هېڅ افغان وجدان یې نه شي زغملی. خو طالبان بیا هم د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې غبرگون نه ښيي.
د کندوز د سقوط پر مهال د طلوع خبریال په طالبانو پسې تور پورې کړ، چې د کندوز پوهنتون پر ښځینه محصلینو یې جنسي تېری کړی. دغه خبره د کندوز والي، د پوهنتون رییس او طالبانو رد کړه؛ ځکه د کندوز د سقوط پر مهال د اختر ورځې وې او پوهنتون رخصت و او نه طالبان دومره کمزوري دي چې داسې ناوړه کار وکړي. طالبانو یې په غبرگون کې د طلوع خبریالان په نښه کړل او ۲۳ تنو ته مرگ‌ژوبله واړوله. یوازې همدغه پېښه وه، چې طالبانو د رسنیو پر وړاندې غبرگون وښود او خپل کړی گواښ یې په حقیقت بدل کړ.

د بېلابېلو رسنیو خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته ځي او راپورونه جوړوي. طالبان له خبریالانو سره همکاري کوي او د خپلو کړیو کارونو یادونه هم ورته کوي. په نړیوالو او کورنیو، خصوصي او دولتي رسنیو کې طالبان په بېلابېلو نومونو یادېږي او «غولېدلو وروڼو» په اعلاناتو کې ډېر سپک الفاظ ورته کارېږي. خو بیا هم طالبان دوی ته حوصله کوي او برید پرې نه کوي. د بي بي سي خبریال اولیا څو میاشتې وړاندې د هلمند هغو ولسوالیو ته تللی و، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او انځوریز راپور یې پرې جوړ کړی و.
د نومبر پر ۷ مه داعشیانو د شمشاد راډیو ټلویزون پر ودانۍ برید وکړ، چې یو ساتونکی یې وواژه او ۲۳ خبریالان یې سرسري ټپیان کړل. د دغه برید مسوولیت هم داعش وسله والې ډلې ومانه.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د داعش اړوند وسله والو د «صدای افغان» او تبیان فرهنگي ـ سیاسي مرکز پر ودانۍ بریدونه وکړل، چې ۴۰ تنه یې ووژل او له ۹۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل. د دغه برید مسوولیت هم داعشیانو ومانه.

تر اوسه په افغان رسنیو کې د داعش په خلاف د حکومت ـ امریکا ـ او د ملي امنیت ادارې په خوښه پوچ تبلیغات نه کېږي؛ بلکې د دوی په گټه هم ځینو ځایونو کې ورته تبلیغات کېږي او واړه بریدونه یې غټ ښيي.خو د داعش اړوند وسله وال یې په نښه کوي او بریدونه پرې کوي.

د صدای افغان مرکز مشر سید حسین حسیني مزاري او کریم خلیلي هغه کسان دي، چې د سوریې او عراق جگړې لپاره جنگیالي برابروي او د ایران په امر یې دغه هېواد ته لېږي.
دولت ته پکار ده، چې لومړی د همدغو کسانو څخه څېړنې وکړي او د محکمې مېز ته یې راکش کړي؛ ځکه د داعش وسله وال یوازې شیعه‌گان په نښه کړي؛ نو دلته د یوې بلې جگړې د پېښېدو وېره ده، چې ډېر مسوولیت به یې امریکا او افغان دولت ته وي. امریکا او افغان دولت له دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۲ جنگي ډلې فعالې دي.
طالبان باید هم پوره پاملرنه وکړي او د هغو بریدونو مخنیوی په خورا ماهرانه ډول وکړي، چې د کورنۍ جگړې وېره ترې پیداکېږي او یا دلته د سني او شیعه د جگړې وېره پکې وي. طالبانو به هم ملت ته سترگې جگې وې او هم خدای ته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button