حکمتیار: طالبان دې سوله وکړي موږ به یې د بهرنیانو د غوښتنې ملاتړ وکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶مرغومی ۹ فریدافغان)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې که له ګډ حکومت سره سوله وکړي.
حکمتیار ویلي؛ که طالبانو سوله وکړه دوی به یې د بهرنیانو د وتلو په ګډون د ټولو معقولو غوښتنو ملاتړ وکړي.
نوموړی داڅرګندونې په متحده عرب اماراتو کې د افغانانو یوې غونډې ته کړې.
نوموړی ویلي چې د بهرنیانو له وتلو دا مهمه ده چې د هغوی پر وړاندې جګړه ودرول شي او په وینایې چې داجګړه یواځې افغان عسکر له منځه وړي.
نوموړي ونه ویل چې بهرنیان به رښتیا هم د طالبانو له روغې جوړې وروسته په افغانستان کې خپل نظامي حضور ختم کړي کنه، خو زیاته یې کړه چې نوموړی یواځې دطالبانو د دې غوښتنې بدرګه کولی شي.
نوموړی داسې مهال له طالبانو د جګړو د ودرولو غوښتنه کړې چې د روندسبزګوند مشر او دملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح ادعا کړې چې افغان امنیتي ادارو له ۲۰ تنو ډیر داعشیان نیولي چې د حکمتیار له ډلې سره تړاو لري او په وینا یې چې حکومت یې له دې امله دوسیې نه رسمي کوي چې د شوې موافقتنامې رنګ بدي پکې رانه شي.
سره له دې چې نوموړي ته اوس هم په ډیری دولتي اداراتو د تسلیم شوې څیرې په توګه کتل کیږي، لا یې هم له حکومت سره د شوې موافقتنامې غوشتنې نه دي منل شوې.
که څه هم حکمتیار په تیر کې د طالبانو په څیر خپل راتګ د امریکایانو تر وتلو پورې تړلی و، خو اوس د رسنیو سره دمرکو پرمهال دا خبر دروغ او افواه ګڼې آن تر دې چې اوس په ملکي وګړو د امریکایی الوتکو بریدونه هم نه شي غندلی.
اوسمهال د نوموړي د ارغندیوال له ډلې سره د واک او مشرتابه پرسر جنجالونه تر پخوا ډیر شوي، د داکتر عبدالله مرستیال محمدخان چې د ارغندیوال له ډلې سره تړاو لري د حکمتیار ټول افراد د خپلو تر واک لاندې دولتي اداراتو څخه ایستلي او پرځای یې نوي کسان ګمارلي دي.
حکمتیار څه موده وړاندې ترکیې اوسعودي ته هم سفر درلوده چې ترکیې ته له رسیدو سره سم ورته د ولسمشر اردوغان ملاقات ته پرې نه ښودل شو او سعودي هم ورته خپله ویزه ورنکړه نو په خپلو موخو کې د پاتې راتګ له امله بیرته خپل هیواد ته راستون شو



