بې ولسه حکومت او بې حکومته عدالت

کابل غږ
خاموش
په هر هغه هېواد کې د حکومت هر اړخيز قوت زيات وي چې د ولس پوره ملاتړ ولري، د هر وزارت ټولې چارې یې په بشپړه توګه سر ته رسېږي، اقتصاد یې غښتلى وي، د تعليم او پوهې کچه یې لوړه، سوداګري او صنعت یې وده کړې وي او هم په نړيواله کچه له نورو هېوادونو سره په هر اړخيزه سيالۍ کې سرکښ هېواد وي.
دا ټول هغه څه دي چې يو حکومت یې د ولس په خدمت او رايو په درناوي ترلاسه کولاى شي. په کوم هېواد کې چې د ولس رايو ته درناوی کېږي، د ولس کلتور او مذهب ته د ودې په پر بنسټ کار کېږي، هغه ولس بيا له خپل حکومته او د خپل حکومت له عدالته خوښ وي.
افغانستان داسې هېواد دی چې د څلورو لسيزو راپدېخوا پکې پر ځای د دې چې د ولس رايې ته درناوى وشي، حقوق یې ورکړل شي، په ډول ډول نومونو وژل کېږي. کوم حکومت چې خپل ولس په يوه او بل نامه وژني، د هغه حکومت به څه قانون، څه قوت، څه عدالت او څه حيثيت وي.
افغانستان چې ورځ په ورځ په نړیواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکوي او په نړۍ کې لومړی له فساده ډک هېواد بلل کېږي، لامل یې په اصل کې دا د بهرنيو په لاس او واک د څو ګمارل شویو کسانو جوړ حکومت دى.
په دغه ډول حکومت کې چې ولس یې ترې په هره برخه کې مخ اړولی وي، په افغانستان کې دا مهال چې ولس ترې ناراضه او بې زاره دی، حقيقي حکومت شتون نه لري. او چې د حکومت شتون له منځه ولاړ، بيا خو د عدالت نوم اخیستل هم جرم دى.
د بشري حقوقو ادارې په ٢٥ ولاياتو کې په شوې سروې سره وښودله چې ولس له ستونزو سره مخ دی. په يادو ولاياتو کې نه حکومت او نه عدالت شته. ځکه په دغو ولاياتو کې، چې سروې په کې شوې ده، ددې ولاياتو له مرکزونو پرته لیرې پرتې سيمې حکومت په واک کې نه لري. په کومه سيمه کې چې حکومت واک ونه لري، په هغه ولايت او سيمه کې به یې عدالت څه وجود ولري؟
په يادو ولاياتو کې له عدلیې، پوليسو، څارنوالو، قاضيانو څخه د بد چلند له امله ولس په شویو مرکو او سروې کې سر ټکولی دى. له همدې او څو نورو ارګانونو څخه حکومت جوړ وي چې ولس له يادو ارګانونو سر وټکوي، بيا نو حکومت او عدالت دواړه له نشت سره مخ دي. چې ولس ناراضه وي، حکومت یې حکومت، او چې حکومت یې بې واکه وي، عدالت یې عدالت نه شمېرل کېږي.



