کندهار: دوه ماشومان له تښتونې وروسته بیا ووژل شول

کابل ټکی کام ۰۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې خبر ورکړی دی تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ د برات کلاچي نومې سیمه کې د نا پېژاندو وسلوالو له خوا دوه ماشومان تښتول شوي، وروسته بیا وژل شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد دوه ماشومان چې یو هلک او بله انجلۍ ده، له تښتولو څخه وروسته یې جسدونه د یادو ماشومانو د کور مخې ته اچول شوي وو.
د یادو وژل شویو ماشومانو عمرونه چې یو عاشق الله دوه کلن، او بله ستاره د یو نیم کلنه ده.
خبر وایي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې چې دغه پېښه جنایي پېښه بلل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button