
سمنګان: دره صوف کې د یوې اوږدمهالې جګړې په ترڅ کې ۴۰تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کابل ټکی کام ۰۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سمنګان ولایت له دره صوف ولسوالۍ څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې پرون ټوله ورځ په بغک نومې سیمه کې د افغان عسکرو یو قطار چې د عملیاتو په موخه سیمې ته راغلی وو، د طالب جنګیالیو د پراخ کمیني بریدونو سره مخ شو.
خبر وایي بریدونه چې له څو خواوو څخه تر ناوخته پورې روان وو، په پایله کې یې ۲۲تنه عسکر ووژل شول، او ۱۸تنه نور ټپيان دي.
افغان عسکرو د تلفاتو په لیدلو سره له سیمې څخه پښې سپکې کړي، او یو ټانګ یې وېجاړ په سیمه کې پروت دی.
په دغه جګړه کې ۲تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي، او ۵تنه نور ټپيان دي.



