غني د حکمتیار ځوی مشرانو جرګې ته ورولي، خو حکمتیار د بلخ د والي پرزول غوښتي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې اشرف غني د مشرانو جرګې له رئیس عبدالهادي مسلمیار څخه غوښتي ترڅو په مشرانو جرګه کې حبیب الرحمان حکمتیار ته یوڅوکۍ خالي کړي .
سرچینو د رشد خبري اژانس ته ویلي چې؛ په دې وروستیو کې د یو شمیر سناتورانو د کاري مودي په بشپړیدو یا هم د غیرحاضریو له امله له جرګې څخه د هغوی د ایستلو احتمالات ډیر شول، غني له مسلمیار غوښتي چې د څو داسې وکیلانو نومونه چې فعالیتونه یې کم رنګي دي ، نوموړي ته معرفي کړي،تر څو دحکمتیار ځوی ته په دې جرګه کې دځای پیداکیدو زمینه برابره شي .

ګلبدین حکمتیار. او دهغه ځوی حبیب الرحمان حکمتیار

سرچینو ویلي چې مسلمیار له غني غوښتي چې له دې غوښتنې ځکه تیر شي چې د حکمتیار دځوی له راتګ سره به په دې جرګه کې قومي او سمتي تعصبونه ډیر شي.
سرچینې ویلي چې غني غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې د حکمتیار له نفوذ څخه په کار اخیستلو دبیاځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وګټي.

بل پلو آریانا نیوز ته یې سرچینو ویلي چې څو ورځې وړاندې د انګلستان، امریکا سفیرانو په ارګ کې له حکمتیار او حنیف اتمر سره ګډه ناسته درلوده چې حکمتیار په ټینګه د یادو هیوادونو له سفیرانو غوښتي چې عطانور باید له بلخ څخه لرې شي.
سرچینې ویلي چې حکمتیار غوښتي ترڅو بل والي بلخ ته معرفي کړي چې تر هغه وروسته به دبلخ دسرپرستۍ چارې د عطانور لوی مخالف جمعه خان همدرد ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بلخ پرزول شوی والي د خپل ولایت مقام ته ورغی او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.
ارګ دنوموړي ورتګ غیرقانوني بللی او ویلي یې دي چې په لنډ راتلونکي کې به دې ولایت ته نوی والي رسماً معرفي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button