بدخشان: سرحدي پولیس د نایابه حیواناتو او مرغانو بې دریغه ښکار کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)

د بدخشان ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت په سرحدي، غرنیو سیمو کې ځینې نایابه الوتونکي مرغان او حیوانات پیدا کیږي چې پدې ولایت کې میشت پوله ساتي ځواکونه یې ښکار کوي .

د دې ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس غلام‌نبی سرفراز رسنیو ته ویلي؛ په دې ولایت کې د اشکاشم، زیباک او واخان ولسوالیو کې د ملي او سرحدي پولیسو سرتیري هغه الوتونکي مرغان او حیوانات ښکار کوي چې نسل یې په ورک کیدو ده.
د واخان ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر مسافر د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي چې؛ امنیتي ځواکونه کرۍ ورځ په ښکارځایونو دښتو او میرو کې د ورکیدونکو مرغانو د ښکار پسې تیروي.
خو د بدخشان د امنیت آمر قوماندان محمد نبي بیا داخبرې نه مني او وایي چې دوی نه یواځې ښکار نه کوي بلکه دهغوی ساتنه هم کوي.
د بدخشان ولایت ښایسته تفریحي سیمې لري چې مختلف النوعه الوتونکي مرغان، بیلابیل ډوله غرني حیوانات پیداکیږي.
د واخان ولسوالۍ دپامیر غره په څنډو کې چې د دې نایابه حیواناتو مرکز بلل کیږي، اوس یې د دې ولایت چارواکي د امنیتي ځواکونو خپلسریو د حیواناتو د ورکیدو له ویرې سره مخ کړي دي.
د چاپیریال ساتنې اداره وایي چې دوی په وروستیو کلونو کې د دې حیواناتو ساتنه په ښه توګه ترسره کړې خو که دسرحدي پولیسو داکړنې همداسې روانې وې ښایي په لنډه موده کې یې نسل ورک شي.
ویل کیږي امنیتي ځواکونه داحیوانات او الوتونکي مرغانو بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کوي تر څو یې هلته په ښه بیه وپیري.

دا اندیښنه داسې مهال راپورته کیږي چې په ورته توګه د فراه ولایت خلکو هم رسنیو ته ویلي چې د قطر هیواد وګړي دې ولایت ته د بازانو د ښکار په موخه راغلي خو د دې ولایت چارواکو بیا ویلي چې هغوی دښکار په موخه نه، بلکه دنایابه مرغانو د روزلو په موخه دې ولایت ته تللي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button