څیړنه:په پراخه کچه د افغانستان د کانونو غیر قانوني کیندنه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۱ فرید افغان)
د هررک په نامه څیړنیزې ادارې په خپل راپور کې ویلي؛ چې په افغانستان کې دخوندي زیرمو او کانونو کیندنه په پراخه کچه روانه ده او که مخه یې ونه نیول شي ژر به له منځه ولاړ شي.
د دې څیړنیزې ادارې مشر عطاؤالله عطا تیره ورځ په یوه ناسته کې وویل؛ حکومت باید د دې کار د مخنیوي لارې چارې وسنجوي او په وینا یې چې ‹‹د افغانستان کانونه له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، کانونه په غیر قانوني توګه کيندل کېږي، ټولنه په دې کې نه ده ښکېله، غواړو چې خلک له دې ټولو جریانونو خبر شي، په سیمه کې یې مخنیوی وکړي او دا کار باید بند شي››
که څه هم د امریکا خصوصي جګړه مارې کمپنۍ له امریکایي مشرانو غوښتي و، چې دوی ته زمینه برابره کړي ترڅو د افغانستان خوندي زیرمې وپلټي خو د امریکایی چارواکو له انکار سره بیا هم په ځینو شمالي ولایاتو کې د داعش ډلې دا کار په پراخه کچه پیل کړی چې د بهرنیو انجینرانو په ملتیا نادرې زیرمې او کانونه لوټي .
دې ادارې ۲۶ څیړنې ترسره کړې او ویلي یې دي چې که په سمه توګه د دې زیرمو پلټنه وشي افغانستان به له اقتصادي اړخه بډایه او په پښو ودریږي.
یادې څیړنیزې ادارې له حکومت غوښتي چې دخپلسري کیندنو د مخنیوي په موخه او دخلکو دپوهاوي په خاطر روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر د دې په موخه افغان جګړې ته زړه ښه کړی ترڅو وکولی شي دافغانستان د خوندي زیرمو په توسط چې ارزښت یې تر تریلونونو دالرو پورې رسیږي، خپل مخ پر ځوړ اقتصاد ورغوي



