د هرات ښاروالۍلسګونه هټۍ او مارکیټونه په غیرقانوني توګه پلورل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۱ فرید افغان
د هرات ښاروال وحید قتالي رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې په پراخه کچه مالي فساد ترسره شوی ګڼ دولتي ځایونه پلورل شوي او پرځینو هم زورواکو ولکه ټینګه کړې ده.
نوموړي وویل؛ د هرات ښاروالۍ پخواني ټیم په دې ولایت کې د میلونونو افغانیو په لګښت مارکیټونه، سرایونه او هټۍ چې د هرات دښاروالۍ ملکیت و، پلورلې دي.
قتالي وویل؛ تر ۲ زره جریبه ډیرې ځمکې، لسګونه مارکیټونه، سرایونه او هټۍ په غیر قانوني توګه پلورل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه؛ سره له دې چې اوس هم په ښاروالۍ کې د فساد ریښې پاتې دي، خو پرمختګ داشوی چې په تیرو ۳ میاشتو کې تر ۴۰ ډیر تورن کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپیژندلي چې دوسیې یې ترڅیړنو لاندې دي.
د هرات والي جیلاني فرهاد هم ویلي چې په دې ولایت کې به د فساد دریښو تر ختمولو مبارزه کوي او په وینا یې چې اوس هم پرمختګونه لري.
د هرات ښاروالۍ او د دې ولایت چارواکي داسې مهال د فساد پر وړاندې د اقدام خبر ورکوي چې په دې ولایت کې دشوې فساد اصلي عاملین د توقیف او محاسبې له ویرې اوس بهرنیو هیوادونو ته تښتیدلي او په فساد تورن پخوانی ښاروال د بند شپې او ورځې تیروی



