شمالي کوریا: د اتومي حملې بټن هر وخت وهلی شو، امریکا وایي له دې هیواد سره جګړې ته نږدې ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۱ فرید افغان)

تیره ورځ د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د نوي کال د مراسمو په ترڅ کې خپلو خلکو د تلویزون له لارې وینا وکړه، دنړیوالو له بندیزونو، د هیواد د اتومي قدرت دجوړولو او د امریکا د ګواښونو په اړه یې خپل ولس خبر کړ.
کیم وویل؛ د اتومي حملي بټن یې په کاري میز ایښی او که ضرورت شو هر مهال برید ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړه چې هیواد یې توانیدلی، ډیره اندازه اتومي بمونه او اوږد واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي.
د شمالي کوریا مشر وویل؛ چې پوځ یې کولی شي د امریکا د هر ډول حملې مخه ونیسي ځکه چې په وینا یې پوځي ځواک یې ډیر پرمختللی دی او کولی شي د امریکا لوبو ته په اورونو ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سمندري قواو لوړپوړي قوماندان مایک مولن اي بي سي نیوز ته ویلي چې؛ امریکا تر بل هر وخت د شمالي کوریا سره جګړو ته نږدې شوې ده.
باید وویل شي چې ،تیره چهارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن رسنیو ته ویلي و چې په شمالي کوریا فشارونه ډیر شوي ترڅو له خپل اتومي پروګرام لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تیره اونۍ پر شمالي کوریا نور بندیزونه هم ولګول او د دې هیواد د تیلو پر محصولاتو یې چې د دې هیواد لویه عایداتي منبع بلل کیږي بندیزونه وضع کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button