په ۲۰۱۷ ام کال کې د طالبانو فرهنګي فعالیتونو ته لنډه کتنه

ژباړه او زیاتونه: ابن مبارک احمدزی
یادښت: که څه هم په هره برخه کې د اسلامي امارت ټول فعالیتونه او جهادي لاسته راوړنې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په جریان کې د مسلمه امت د پوهاوي او خبرېدو په موخه خپاره شوي دي؛ نو ومو پتېیله چې په فرهنګي او تبلیغاتي برخو کې هم د اسلامي امارت پر فعالیتونو لږه رڼا واچوو، تر څو له دې لارې هم عامه ذهنیتونو روښانه شي او هم به ګرانو هېوادوالو ته حقایق ورسېږي.همدارنګه د دې خبرې یادول هم اړین دي چې اسلامي امارت لکه څنګه چې له حکومت سره ځان موازي ګڼي او د یوه نظام د درلودو دعوه کوي نو بویه چې په هره برخه کې د نظام یا حکومت بنسټونه هم باید ولري چې الحمد لله لري یې هم.
البته موږ نه شو کولای په دې څو پرګرافونو کې ټولې خبرې ځای کړو؛ خو هڅه مو کړې تر څو یوه داسې مقاله تیاره کړو چې هم لنډه وي او هم په ټولیز ډول پر عمومي لاسته راوړنو او مهمو موضوعاتو وڅرخي.
الاماره سایټ د نړۍ په پنځو ژوندیو ژبو:
د اسلامي امارت رسمي ویبسایټ او انټرنتي آډرس «الاماره» د نورو وختونو په څېر په ۲۰۱۷ ام کې هم په عامه پوهاوي او د مسلمان ملت په خبرولو کې عمده او رغنده رول لوبولی دی.دغه سایټ د الله تعالی په ځانګړي نصرت سره د پام وړ پرمختګونه درلودل چې د هغو له جملې څخه یې څو په لنډ ډول دلته را اخلو:
د ورځنیو پېښو او اخبارونو نشرول،رسمي اعلامیې او غبرګونونه،د اسلامي امارت د ټولو کمیسیونونو د فعالیتونو د میاشتني راپور نشرول،مقالې او سیاسي تحلیلونه،د ورځې خبره او د اونۍ توده موضوع باندې رڼا اچول،په بېلابېلو موضوعاتو کې له اړوندو مسؤولینو او یا هم عامو خلکو سره مرکه کول او ژوندۍ صحنې ترې عکاسي کول،دیني مطالب، د جهاد له ګرمو سنګرونو څخه تازه ويډيو کلېپونه او اچ ډي انځورونه، د شهیدانو او مهمو څېرو د ژوندلیکونو او بیوګرافیو لړۍ،د دقیقو او مؤثقو راپورونو وړاندې کول، د دښمن د جنایتونو ژوندۍ بېلګې وړاندې کول،علمي او ادبي مطالب خپرول او همدا راز عرفاني موضوعاتو باندې رڼا اچول د دغه سایټ له پنځونو او فعالیتونو څخه ګڼل کېږي چې د نړۍ په پنځو ژبو(عربي،انګلیسي،پښتو،دري او اردو) سره فعالیت کوي، چې یاد سایټ او آډرس په تېر میلادي کال کې د مجاهدینو له نظامي او غیر نظامي پرمختګونو سره یوځای پرمختګونه له ځان سره لرلي دي.
سمعي او بصري فعالیتونه:
په ۲۰۱۷ ام کال کې د اسلامي امارت د فرهنګي او تبلیغاتي فعالیتونو له جملې څخه کولای شو د بېلابېلو او جالبو ويډيو کلېپونو خپرول په ګوته کړو چې د یادې ادارې له لوري چمتو او مینه والو ته وړاندې شوي دي.دغې ادارې له خپلو نظامي ورونو سره په یوه میدان داسې ګډون کړی چې د هغوی د جنګ مهمې صحنې یې عکاسي کړي دي او د جنګ ژوندی انځور يې وړاندې کړی دی، لاسته راوړنې او فتوحات یې له نېږدې عکاسي کړي او تر مینه والو پورې یې رسولي دي.شېبه په شېبه له خپل ولس او ملت سره په اړیکه کې وي او په مثبتو برخو کې د هغوی غوښتنې ور پوره کړي دي. د نوموړې ادارې دغه فعالیتونه د دې لامل کېدای شي چې د روان مقدس جهاد لاسته راونې او برحقه داعیه د داخلي او خارجي رسنیو له لارې رسنیز شي او تر ډېرو پورې ورسېږي.موږ ولیدل چې د حکومت اړوندو مسؤولینو او د سیاسي چارو لسګونو شنونکو د ميډيا له لارې ډېر ځله ښکاره اعتراف وکړ چې د اسلامي امارت فرهنګي فعالیتونه د حکومت په پرتله څو چنده اغېزمن او زیات دي چې دا اعتراف د مجاهدینو په وحدت،اخلاص او عدل باندې دلالت کوي او په عین حال کې زموږ مجاهدینو ته یو ډول تشویق هم بلل کېدای شي.د یادونې وړ ده چې د سمعي او بصري څانګه په بېلابېلو نظامي او غیرنظامي برخو کې مهم او عمده ويډيو کلېپونه د دریو سټډيوګانو (الاماره،الجهاد،الهجره) له لارې په پښتو،دري،عربي،انګلیسي او اردو ژبو ارښتناک اصدارات خپروي.
د شریعت غږ راډيو:
د شریعت غږ راډيو هم چې ۲۴ ساعته د انټرنټ له لارې خپرېږي د ۲۰۱۷ ام کال په ترڅ کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې لري،یاده راډيو د تکړه نطاقانو او د ژورنالیزم د اصولو سره د بلدو افرادو له خوا د پام وړ نشرات لري، د دغې راډيو له لارې خپرېدونکې حماسي ترانې او ښکلي نعتونه د اورېدونکو روح تازه کوي او د یوه روښانه راتلونکي زیری وربښي؛ او له دې لارې څخه زیات شمېر ځوانان د مجاهدینو لیکو ته جذب شوي دي.پر دې سربېره د اسلامي امارت د انجینري ټیم له خوا هڅې روانې دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اف ام پر څپو راډيویي نشرات پیل شي او د روان سپېڅلي جهاد رښتونی غږ د هېواد په لر او بر کې خپور شي، او د همدې کال(۲۰۱۷) په جریان کې په ځینو ځایونو کې مؤقتي نشرات هم شوي دي تر څو له دې لارې څخه هېوادوالو ته په هر ځای کې د مجاهدینو غږ ور ورسوي او له حقایقو څخه یې خبر کړي. د یادولو وړ چې همدا اوس هم په ځينو ولایتونو کې اسلامي امارت د شریعت غږ په نامه د اف ام پر څپو منظم راډیويي نشرات لري.
د اسلامي امارت ویندویان:
د اسلامي امارت رسمي ویندویان( ښاغلی ذبیح الله مجاهد او ښاغلی قاري محمد یوسف احمدي – حفظهما الله) چې د کابل ادارې او نړیوالو رسنیو پر وړاندې ولاړ دي او شېبه په شېبه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوال او ټول امت خبروي هم د ۲۰۱۷ ام زیږدیز کال کې ښه ځلېدلي دي.په داسې ډول چې د نړۍ مهمو او مشهورو رسنیو ورڅخه د عملیاتو،موخو او پلانونو په اړه پوښتنې کړي دي. د دوی نظر او غبرګون ته یې په خپلو رسنیو کې انعکاس ورکړی دی او د اړتیا پر وخت یې بشپړې مرکې ورسره کړي دي( چې د تهران راډيو او پیام افغان تلویزون يې غوره بېلګې بلل کېدای شي). همدا راز د ټولنیزو رسنیو له لارې هم ښاغلی مجاهد صیب څو څو ځله د لوستونکو او مينه والو پوښتنې په آنلاین ډول ځواب کړي دي او هغوی ته یې قناعت بښوونکي او معقول ځوابونه ورکړي دي،او همد راز یې وخت نا وخت رسنیو ته د هېواد او نړۍ د پېښو په اړه خپل غبرګون او یا نظر/دريځ روښانه کړی او استولی دی.همدارنګه په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره د نړۍ د مهمو رسنیو د ژورنالستانو حضور د مجاهدینو د واک لاندې سیمو کې ترسترګو شو چې بي بي سي یې ښه بېلګه ده،چې له دې لارې څخه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې سیمو څخه مؤثق او ژوندي مالومات راټول او د نړۍ په کچه مینه والو او مخالفینو ته وښودل شول.
د اسلامي امارت مطبوعاتي استازي(نماینده گان):
د افغانستان اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه،په هر ولایت کې یو یو استازی لري چې د ورځې ټول دقیق او رښتوني جریانات او لاسته راوړنې د اسلامي امارت ویندویانو پورې رسوي، او دغه مهمه او عمده دنده خپل اسلامي او ټولنیز رسالت ګڼي او په ډېر اخلاص او محنت سره یې پرمخ بیايي چې د ۲۰۱۷ ام کال په ترڅ کې هم یادو استازو خورا زحمت او کړاو ایستلی دی او په ډېر اخلاص سره یې جهادي صحنې،خبرونه،ويډيو ګانې،انځورونه او ژوندۍ مرکې یا نور اړین مالومات راټول او بیا یې د اسلامي امارت درنو ویندویانو( ښاغلي ذبیح الله مجاهد او ښاغلي قاري محمد یوسف احمدي – حفظهما الله) ته استولي دي او دښمن هم په دې ښکاره اعتراف کړی دی چې د اسلامي امارت ویندویان د حکومتي هغو په پرتله خورا چټک او فعال دي او د ژورنالیزم په برخه کې ښه ځلېدلي دي.
د اسلامي امارت مجلې او اړوند مطبوعات:
اسلامي امارت له ډېرو لارو څخه تبلیغاتي او فرهنګي فعالیتونه لري چې یو له هغو څخه مجلې او مطبوعات دي چې په ښکلې منځپانګه،غوره سرلیکونو،ښایسته انځورونو او زړه راښکونکو ډیزاینونو پسولل شوي دي. په دغو مجلو کې علمي،سیاسي،فرهنګي.معلوماتي،ادبي،اسلامي او… مطالب خپرېږي چې د ورځې له ادبي معیارونه سره سم دي،د لوی الله (جل جلاله) په مرسته په چاپي برخه کې هم مجاهدینو د پام وړ پرمختګونه کړي دي او دښمن یې دېته اړ کړی دی چې په یاده برخه کې د مجاهدینو په بریا اعتراف وکړي؛ د یادولو ده چې د اسلامي امارت مجلې د نړۍ په څلورو ژبو (پښتو،فارسي – دري،اردو او عربي) خپرېږي او نشرات لري چې په اعلی کیفیت او ښکلي کاغذ کې چاپېږي.په تېر ۲۰۱۷ ام مېلادي کال کې د فرهنګي مسؤولینو په نووښت؛ د دغو مجلو په کمي او کیفي برخو کې د پام وړ بدلونونه او ابتکارات رامنځ ته شول چې لوستونکو یې هم تود هرکلی وکړ.د اسلامي امارت خپرېدونکې مجلې دا دي:
۱ – الصمود(عربي)
۲ – شهامت (پښتو)
۳ – مورچل ( پښتو)
۴ – څرک ( پښتو)
۵ – حقیقت ( فارسي دري)
تخنیکي او سایبري چارې:
روښانه ده چې د اسلام دښمنانو د افغانستان ځمکه اشغال کړې ده،یوازې یې زموږ ځمکه او فضا تر واک لاندې نه دي، بلکې په رسنیزه برخه او ذهنیت سازي کې یې هم مهم میدانونه او سنګرونه جوړ کړي او وخت پر وخت د اسلام غوره اهداف ترې په نښه کوي.د کابل لاسپوڅی رژیم چې د امریکا په مستقیم لارښود خپلې چارې پر مخ بیايي د یوې شېبې لپاره هم د الاماره سایټ فعالیت نه شي زغملی، او اوس یې هم د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له خوا ټول هغه آدرسونه او انټرنټي سایټونه بند کړي او تړلي دي چې د روان سپېڅلي جهاد ننګه یا دفاع کوي.دا خبره اوسنۍ نه ده،دښمن په ځلونو کوښښ کړی دی او پر الاماره سایټ یې سایبري بریدونه ترسره کړي دي چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت مجاهدین په ۲۰۱۷ ام کال کې په دې وتوانېدل چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو کې د دښمن د پیاوړو هکرانو مخه ونیسي او بریدونه یې له خنډ سره مخ کړي.مجاهدین په دې توانېدلي دي چې بند کړل شوی سایټ بیاځلې په ډېره لږه موده کې راخلاص او پر لیکه کړي.د دې لپاره چې د عامو خلکو لاسرسی ورته وشي ځېنې ورژنونه او مهم آپلکېشنونه هم پر لیکه شول چې کولای شي د لټوونکو(سرورونو) په استحکام او ټېنګښت کې مهم او رغنده رول ولوبوي.
د چاپ چارې،د نشراتي موادو وېش او خپرول:
د نورو کلونو په څېر په تېر ۲۰۱۷ ام میلادي کال کې هم مخلصو خدمتګارانو،زحمت ایستونکو مجاهدینو او په ټوله کې ځوان کهاله د نشراتي موادو په چاپ او وېش کې خپلې هڅې و نه سمپولې او پوره برخه یې پکې واخیسته،د معمول په څېر يې په ښکلو او عالي کیفیت لرونکو کاغذونو کې د اسلامي امارت ټول اړوند مطالب او مواد په عامو خلکو او مینه والو ووېشل او خلکو یې هم تود هرکلی وکړ چې غوره بېلګې یې د أمیرالمؤمنین اختریز او نور مهم پیغامونه،کلیزې(جنتري)،کتابونه او مجلې دي.د موادو د وېش مسؤولینو هم پوره اخلاص وکړ او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د مجاهدینو غوښتنې او هیلې تر مظلوم ولسه پورې ورسولې،چې دا ټول کارونه نه د کومو پیسو او ډالرو په بدل کې شوي او نه هم کوم ډول امتیاز پرې ترلاسه شوی دی؛ بلکې دا ټول یوازې د لوی الله جل جلاله د رضا او خوښۍ لپاره د روان سپېڅلي جهاد د لا اغېزمن کېدو په موخه ترسره شوي دي نو ځکه یې مؤثریت هم ثابت پاتې شوی دی.
د تاریخ،تألیف،ترجمې او تحقیق اداره:
د تاریخ،تألیف،ترجمې او تحقیق ادارې د نورو کلونو په څېر په ۲۰۱۷ ام کال کې هم پوره زیار ایستلی او لکه همېش یې فرهنګي هڅې د ستایلو دي،دغه اداره کتابونه په ښکلي صحافت او ډیزاین سره ترتیبوي،مهم او عمده مواد ژباړي او همداراز د تألیف په برخه کې هم بې درېغه زیار باسي چې د سپین کاروان سرلاري کتاب یې وروستی نووښت بللی شو چې په دې وروستیو کې چاپ او خپور شو او هېوادوالو یې هرکلی وکړ.
د نعتونو او حماسي ترانو اداره:
دا خبره روښانه ده چې حماسي ترانې د قرآن او حدیث په رڼا کې لیکل او ویل کېږي او د فرض عین جهاد ارزښتونه منعکسوي،په دغو ترانو او نعتونو سره د مؤمنو روحونه تازه کېږي،اسلامي او ایماني جذبې یې حرکت مومي او ذهنا یې د خپل دین او هېواد برحقې دفاع ته تیاروي.د شعر او ترانو دغو ګټو او پایلو ته په کتو؛ په تېر ۲۰۱۷ ام میلادي کال کې د اسلامي امارت لسګونو شاعرانو چې ادب او عرفان وتلي ستوري هم دي د غزل،سپین شعر،آزاد شعر،لنډۍ،پاړکي(قطعه)،او څلوریزې په قالب کې لسګونه حماسي شعرونه لیکلي او د اسلامي امارت وتلیو نعت خوانانو په زړه راښکوونکو آوازونو سره زمزمه کړي دي چې په اورېدو سره د هر ځوان جذبې او هیلې ژوندۍ کېږي او یو ډول ورسره عیارېږي.د اسلامي امارت د نعت خوانانو په آوازونو کې بیا یو بل اثر پروت دی چې د ترانو په اورېدو سره د هر اورېدونکي له سترګو اوښکې تویېږي او دا اوښکې د سبا لپاره د ځوان نسل د ويښتابه په برخه کې ډېر رول لرلی شي. د اسلامي امارت د نعتونو او ترانو څانګه د مشهورو او وتلیو شاعرانو له شعرونو څخه کار اخلي چې لله الحمد په دواړو رسمي ژبو(پښتو او دري) شعرونه لیکي او له هغې وروسته د ترنم بلبلانو په اختیار کې ورکول کېږي، هغوی بیا په یوه خاص اندازه سره یاد شعرونه زمزمه کوي او د روان سپېڅلي جهاد په ستاینه کې د ډېرو اورېدونکو په روان باندې د پام وړ اغېز ښندي.
په ټولنیزو رسنیو کې پراخ فعالیتونه:
وړاندې مو وویل چې اسلامي امارت له بېلابېلو وسایلو څخه په تبلیغاتي او فرهنګي فعالیتونو کې کار اخلي،له دغو وسایلو څخه یو هم ټولنیزې رسنۍ دي چې تر بل هر چا د اسلامي امارت مجاهدینو په مثبت اړخ کې ترې زیانه استفاده کړې ده.د اسلامي امارت منسوبین/مجاهدین او همدا راز پلویان او فکري ملګري د یوه منظم پروګرام له مخې په ټولنیزو رسنیو( فسبوک،ټویټر،انسټګرام،وآټسپ،یوټیوب او …) پراخ فعالیت کوي.دوی که څه هم ډېری له مجازي نومونو او آدرسونو څخه کار اخلي؛ خو د کار او فعالیت مؤثریت یې تر هر چا ډېر او د پام وړ دی.د اسلامي امارت مجاهدین زرګونه اکونټونه او آدرسونه لري چې له مخې یې په ټولنیزو رسنیو کې د جهاد برحق غږ تر خپلو ملګرو،سیمې او ان کله کله نړۍ پورې هم رسوي،په ګروپونو،پاڼو او مخپاڼو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو ژور او منظم تبلیغات دومره پراخ دي چې د کابل ادارې د مخابراتو وزارت د څو ورځو لپاره دوې ټولنیزې رسنۍ(ټلګرام او واټسپ) بندې کړې.په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت د پلویانو او مجاهدینو فعالیت اوسنی نه دی؛ خو د ۲۰۱۷ ام کال په ترڅ کې دا فعالیت لا پراخ او لا اغېزمن شوی دی. له دې لارې څخه د دښمن د تبلیغاتو له لارې شومې هڅې او موخې ناکامې شوې او لا هم ناکامېږي.په ډېرو لږو امکاناتو سره؛ او د ډېرو محدودیتونو باوجود د اسلامي امارت مجاهدینو د هغو شومو تبلیغاتو مخه تر ډېره بریده نیولې چې د راډیو ګانو او تلویزیونونو له لارې د عامه ذهنیت د اړولو په موخه د مشخصو آدرسونو څخه خپرېږي،د اسلامي امارت مجاهدین شېبه په شېبه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د جهاد د سنګرونو،کمینونو،بریدونو او عملیاتو حال او جزییات له لوستونکو سره شریکوي،په مهمو پېښو کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونو ته انتظار باسي او بیا وروسته د هغه د خبرو په تایید لازم نشرات او خپرونې کوي.په پېچلو پېښو کې چې مجاهدین لاس و نه لري او دښمن یې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بدنامۍ لپاره په لاره اچوي،همدا ټولنیزې رسنۍ او په دغو رسنیو کې زموږ فعال مجاهدین دي چې د اسلامي امارت د ویاند خبرې( چې د ټول امارت دریځ ورسره روښانېږي) تر ډېرو خلکو رسوي او ډېر ناخبره خلک په حقیقت باندې پوهوي.
د هغو تومتونو،غیبتونو، او درواغو ځواب په خورا حوصلې سره لیکي او ورکوي چې د دښمن لخوا د عامه ذهنیت د تخریب لپاره په لاره اچول کېږي.د اسلامي امارت د مجاهدینو فعالیت په ټولنیزو رسنیو کې د ستاینې وړ دی او دا فعالیت په ۲۰۱۷ ام ميلادي کال کې تر ټولو منظم او ګټور و.لکه څنګه چې موږ ولیدل،ځینو مشخصو کړیو بار بار د کابل له ادارې څخه وغوښتل چې دغه او هغه آدرسونه وتړي او بند کړي؛ ځکه چې په وینا یې دا د اوسني جهاد لپاره ځوان نسل جلب او جذبوي او پر دې سربېره لسګونه ځله په خپله حکومتي چارواکو دا منلې او اعتراف یې پرې کړی دی چې طالبان په ټولنیزو رسنیو کې زموږ په پرتله ډېر حساس او خورا ډېر فعال دي.
په هر ډګر کې د حقیقي مجاهدینو د بریاوو په هېله ان شاء الله



