بې چلوونکي سروېس په اشارو چلېږي

لاروی

تراوسه پورې به مو دا اورېدل چې په پرمختللو هېوادونو کې د تېلو او ګازو علاوه په اوبیزه اولمریزه برېښنا موټرې او سروېسونه چلېږي، خو دا اوس دا کیسه هم پکې ورزیاته شوه چې بې له کوم چلوونکي هم موټر یا سروېس چلېدای شي.

په لومړي ځل چې د نړیوالو توجه یې په خپل لوري واړوله هغه د چین ساینسدانان دي چې بې له چلوونکې یې سروېس جوړ کړ او لکه د چلوونکي د هر څه ځواب ورکولای شي. که اشاره ورته وشي چې په کوم تمځای کې سپرلۍ کوزېـږي، بې چلوونکی سرویس په اشارې سره ودرېږي او چې سپرلۍ کوزه شي، د چلوونکي په څېر بیا حرکت کوي.

A self-driving bus in Paris, produced by Easymile.

په لومړي ځل دا بس سروېس د چین په جنوب شنزین ښار کې د ازمایښت په توګه وچلول شو، چې په ټولو تمځایونو کې یې د چلوونکي په څېر سپرلۍ کوزې کړې، په ځانګړې اشاره ودرېده او په ځانګړې اشاره روانېده.

تراوسه پورې چینايي ساینسپوهانو د ازمایښت په ډول څلور بس سروېسونه جوړ کړي دي. وایي که جوړ بې چلوونکي بس سروېسونه له ازمایښتي دورې په کامیابۍ تېر شول، نور بس سروېسونه به هم جوړ کړي.

چینايی انجینیرانو یا ساینسدانانو د دې بس سروېس په لومړۍ برخه کې داسې آله نصب کړې چې د چلوونکې په څېر د درېدو، روانېدو ځانګړي زنګونه اوري او هم دواړو خواوو ته په نصب شویو ښیښو نورې موټرې او بسونه څارلای شي څو ځان ورڅخه وغوري اویا بل موټر ته له تاوان اړولو ډډه وکړي.

په چین کې بې چلوونکي بس سروېسونه په یوه ساعت کې تر ۳۰ کیلومتره پورې ګړندۍ منډه وهلای شي، او پکې ټولې د لارښوونې کېمرې په خپل خپل ځای کار کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button