مټیس په ۲۰۱۸ کې به نور پوځي روزونکي هم افغانستان ته واستوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۱ فرید افغان)
د امریکا د دفاع وزیر جنرال جمیز ماتیس تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغان عسکرو د روزنې په موخه د ۲۰۱۸ له پیله نور امریکایي روزونکي هم افغانستان ته استوي .
نوموړي د افغانستان د ځانګړو ځواکونو ستاینه هم وکړه چې په وینا یې ‹« دا هم د امریکایی روزونکو د زیار نتیجه ده چې افغانستان د داسې ځواک څښتن ده چې ټول هغه اهداف تعقیبوي، کوم چې موږ یې غواړو››
متیس وویل؛ موږ هوډ لرو چې د خاصو ځواکونو سربیره د افغانستان اوردو هم منظمه وروزو ترڅو د خپل هیواد ساتنه په ښه توګه وکړي.
متیس زیاته کړه ‹‹لا هم افغان ځواکونه نشي کولی هغه ډول چې موږ غواړو عملیات ترسره کړي،بناً دمخالفینو پر وړاندې دافغان ځواکونو بریا به وخت وغواړي››
متیس داسې مهال د نورو ځواکونو د استولو خبر ورکوي چې څو میاشتې وړاندې د امریکا جمهور رئیس هم د ۳۵۰۰ امریکایي عسکرو د لیږلو فرمان صادر کړی و، چې دلویدیځو رسنیو په خبره ټول افغانستان ته رسیدلي.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت متیس ویلي و؛ د دوی زر تنه سلاکاران د جګړو په لومړیو کرښو کې د افغان ځواکونو قومانده، او هغوی ته د مشورې ورکولو دنده پر غاړه لري.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې یوې ا مریکایي نشریې “میلیتاری”، دچارواکو له قوله خبر ورکړی چې، پنټاګون غواړي د طالبانو سره دمخامخ جګړو په موخه
د «کلورادو» ایالت اړوند د «فورت کارسون» له پوځي مرکز څخه د امریکا د څلورم پیاده پوځ دوه لیوا عسکر افغانستان ته ولیږي.
امریکایي چارواکو نه دي ویلي چې د دواړو لیواګانو دقیق شمیر به څومره وي، خو معمولاً د هرې لیوا عساکر له ۳ تر ۵ زرو عسکرو پورې رسیږي.
په افغانستان کې ۱۵۲۹۸ امریکایي عسکر میشت دي، هغه شمیرې د دې هیواد چارواکي یې رسماً مني .



