عطانور داځل دملي امنیت شورا ته ګواښ وکړ، او ارګ یې دسیکولریزم په ترویج تورن کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۱۲ فرید افغان)

د بلخ والي جنرال عطامحمد نور نن په بلخ کې خپلو پلویانو ته یوځل بیا وینا وکړه خو دا ځل یې د نورو وختونو پر خلاف دریځ توند وه .
عطانور وویل؛ په کابل کې د وزیر اکبرخان په ۳ سړک کې دوه میلمستونونه دي چې د ملي امنیت پورې تړاو لري؛ هلته ځینو کړیو ته د دې په خاطر وسلې او پیسې ویشل کیږي، چې د بلخ ولایت ته یې راواستوي او په توسط یې امنیت خراب کړي.
نوموړی د امنیت شورا ته ګواښ وکړ چې د بلخ واکمني ته دې غاښونه نه چیچي کنه غاښونه به یي ورباندې وباسي

عطازیاته کړه؛ د ګډ حکومت ۵ واکمنانو ته ځان نه تسلیموي او په وینا یې تر هغو به د بلخ واکمن وي ترڅو چې د جمعیت ګوند دمشرتابه خوښه وي.
نوموړي د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل چې؛ افغانان سیکولریزم او لویدیځوال کلتور او فرهنګ نه مني او په خپله ایدیالوژي دې له سره فکر وکړي.

پر همدې حال یو شمیر سرچینو خبر ورکړی چې د بلخ د والي پر سر دجمعیت ګوند او ارګ خبرې پیل کړې.
سرچینه وایي چې د ارګ له لوري حنیف اتمر، معصوم ستانکزی او سلام رحیمي او دجمعیت په نمایندګي صلاح الدین ربانی، داکترمهدی، ستار مراد او واقف حکیمي یې ګډونوال دي.

عطانور ویلي که ګوند یې د استعفا مشوره ورکړه، چمتو ده چې دنده پریږدي.

بل پلو د کندهار د امنیي قوماندان هم له یوې سیمیزې رادیو سره په خبرو کې ویلي چې، حکومت یې دپرزولو توان ځکه نه لري چې د دې حکومت په امر یې داڅوکۍ  نه ده ترلاسه کړې.

پر همدې مهال رسنیو ته رسیدلي راپورونه وایي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر چې څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و، د ارګ چارواکو ته ګواښ کړی، چې که عطا نور یې له واک څخه لرې کړ دوی به خپل پوځي حضور  په افغانستان کې ختم کړي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button