د نړۍ پای (۶۷مه برخه) – د عیسی علیه السلام په اړه نور معلومات –

عربی لیکنه : دکتور محمد العریفی

ژباړه : م، نجم الرحمن (فضلي )

يوه پوښتنه

د حضرت عيسی  علیه السلام په ژوند او د نورو انبياء کرامو په ژوند کې څه فرق دی؟ آيا ټول انبياء ژوندي نه دي؟ لکه چې د الله تعالی رسول   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

الانبياء احياء في قبورهم ([1]).

ژباړه :انبياء په خپلو قبرونو کې ژوندي دي.

ځواب

حضرت عيسی  علیه السلام دا وخت په آسمانو کې ژوندی دی، د هغه زندګي له جسم او روح سره حقيقي زندګي ده، ليکن د نور انبياء کرامو زندګي يو خاص قسم برزخي زندګي ده، حضرت عيسی  علیه السلام تر اوسه پورې نه دی وفات شوی، ځکه خو هغه په عالم برزخ او قبر کې هم داخل نه دی، هغه د الله په نزد له جسم او روح سره په آسمانو کې موجود دی.

تر کومه ځايه چې د نورو انبياء کرامو  معامله ده نو هغوی د مرګ له سکرات سره مخامخ شوي، د هغوی روحونه له جسمونو څخه جلا شوي او هغوی ته په خپلو قبرونو کې يو خاص قسم زندګي حاصله ده د کومې چې مونږ ته علم نشته.

د عيسی  علیه السلام د نزول په باره کې دلائل

دا خبره مخکې تيره شوه چې کله يهود د عيسی  علیه السلام د وژلو لپاره راغلل نو هغه الله تعالی خپل لوري ته پورته کړ، په شرعي دلايلو سره ثابته شوې چې په اخره زمانه کې به هغه را نازل شي او د هغه نزول د قيامت له نښانو څخه يوه نښانه ده، له قيامت سره په نږدې زمانه کې د هغه د نزول په باره کې ډير دلايل شته دي چې يو شمير يې دا دي:

له قرآن کريم څخه دلايل

الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

 وَ لَمَّا ضُرِبَ ابۡنُ مَرۡیَمَ  مَثَلًا  اِذَا قَوۡمُکَ مِنۡہُ  یَصِدُّوۡنَ ﴿۵۷﴾ وَ قَالُوۡۤاءَ اٰلِہَتُنَا خَیۡرٌ اَمۡ ہُوَ ؕ مَا ضَرَبُوۡہُ  لَکَ  اِلَّا جَدَلًا ؕ بَلۡ ہُمۡ قَوۡمٌ خَصِمُوۡنَ ﴿۵۸﴾ اِنۡ ہُوَ اِلَّا عَبۡدٌ اَنۡعَمۡنَا عَلَیۡہِ وَ جَعَلۡنٰہُ  مَثَلًا   لِّبَنِیۡۤ   اِسۡرَآءِیۡلَ ﴿ؕ۵۹﴾ وَ لَوۡ  نَشَآءُ  لَجَعَلۡنَا مِنۡکُمۡ مَّلٰٓئِکَۃً  فِی الۡاَرۡضِ  یَخۡلُفُوۡنَ ﴿۶۰﴾ وَ اِنَّہٗ  لَعِلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  فَلَا تَمۡتَرُنَّ بِہَا وَ اتَّبِعُوۡنِ ؕ ہٰذَا صِرَاطٌ مُّسۡتَقِیۡمٌ ﴿۶۱﴾  ([2]).

ژباړه :

او کله چې وګرځاوه شو زوی د مريمې مثل ؛ نا څاپه قوم ستا پر هغه (مثال) شور ماشور د خوشحالتيا (او خندا) کوي او وايي (دغه کفار) آيا معبودان زمونږ غوره دي او که هغه غوره دي (هر کله چې عيسی په دوزخ کې شو خو زمونږ بتان دې هم په دوزخ کې وي) نه دی تړلی دوی دغه مثال تا لره مګر محض د پاره د مجادلې خصومت جګړې بلکه دوی يو قوم جګړه کوونکی دی (په هر کار کې) نه دی دغه (عيسی) مګر يو بنده دی چې نعمت کړی وو مونږ پرې او ګرځولی مو وو دی يو مثل د پاره د بني اسرائيلو ؛ او که اراده فرمايلې وای مونږ نو خامخا ګرځولی به مو وی په ځای د ستاسې فرښتې په زمکه کې چې خليفګانې شوې به وې؛ او بيشکه دغه (عيسی) خامخا علامه نښه ده د پاره د قيامت (په اعتبار د نزول سره) پس شک مه کوئ تاسې په (راتلو د) قيامت کې او متابعت وکوئ زما (په توحيد کې) دغه لياره ده سمه برابره (چې نه پرې ګمراه کيږي هيڅوک).

د آيت کريمه الفاظ  وَ اِنَّہٗ  لَعِلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  معنا ده چې عيسی  علیه السلام د قيامت له نښانو څخه يوه نښانه ده، او په يوه بل روايت کې داسې دي وَاِنَّہٗ  لَعَلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  د عين او لام په زور سره، يعنې د قيامت علامه او نښانه ده، دا د قيامت په راتلو او د هغه په نږديوالي باندې دلالت کوي.

 وَ اِنَّہٗ  لَعِلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  فَلَا تَمۡتَرُنَّ بِہَا  هغه عيسی د قرب قيامت نښانه ده، تاسو په دې کې شک مکوئ  وَ اتَّبِعُوۡنِ ؕ ہٰذَا صِرَاطٌ مُّسۡتَقِیۡمٌ او زما تابعداري وکړئ دغه سمه ليار ده.

حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  د آيت کريمه په تفسير کې فرمايي:

 وَاِنَّہٗ  لَعَلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  يعنې له قيامت څخه د مخه د عيسی  علیه السلام راتګ د قيامت نښانه ده ([3]).

امام طبري   رحمه الله فرمايلي : د دې معنا دا ده چې د عيسی  علیه السلام ظاهريدل يوه نښانه ده، په دې سره به خلکو ته ور معلوميږي چې قيامت زر راتلونکی دی، ځکه چې د هغه راتګ د قيامت له نښانو څخه دی ([4]).

الله تعالی  جل جلاله  فرمايي :

 وَّ قَوۡلِہِمۡ اِنَّا قَتَلۡنَا الۡمَسِیۡحَ عِیۡسَی ابۡنَ مَرۡیَمَ رَسُوۡلَ اللّٰہِ ۚ وَ مَا قَتَلُوۡہُ وَ مَا صَلَبُوۡہُ وَ لٰکِنۡ شُبِّہَ لَہُمۡ ؕ وَ  اِنَّ الَّذِیۡنَ اخۡتَلَفُوۡا فِیۡہِ لَفِیۡ شَکٍّ مِّنۡہُ ؕ مَا لَہُمۡ بِہٖ مِنۡ عِلۡمٍ  اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَ مَا قَتَلُوۡہُ  یَقِیۡنًۢا ﴿۱۵۷﴾ۙ بَلۡ رَّفَعَہُ اللّٰہُ اِلَیۡہِ ؕ وَ کَانَ اللّٰہُ عَزِیۡزًا حَکِیۡمًا ﴿۱۵۸﴾ وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ۚ وَ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ  یَکُوۡنُ عَلَیۡہِمۡ  شَہِیۡدًا ﴿۱۵۹﴾ۚ ([5]).

ژباړه :

او په سبب د ويلو د دوی (داسې چې) بيشکه وژلی دی مونږ مسيح عيسی زوی د مريمې رسول د الله (په ګمان خپل) حال دا چې نه ؤ وژلی دوی (عيسی) واقعاً) او نه پر دار کړی ؤ دغه (يقينا) ليکن مشتبه کړی شو (دغه وژلی شوی په دار وهلی شوی په عيسی سره) دوی ته؛ او بيشکه هغه کسان چې اختلاف کړی دی دوی په (حق د) عيسی کې خامخا په شک کې دي په (شان) د ده کې : نشته دوی ته په (شان) د ده کې هيڅ علم مګر تش متابعت د ګمان (خپل) او نه ؤ وژلی دوی عيسی (په وژلو) يقيني سره، بلکه پورته کړی ؤ دی الله طرف خپل ته؛ او دی الله ښه قوي غالب (د احکامو په انفاذ) ښه حکمت والا (چې هر کار په تدبير او مصلحت کوي) او نشته هيڅوک له اهل د کتابه مګر قسم دی هرو مرو چې ايمان به راوړي دوی خامخا (په وخت د نزعې خپلې يا په وخت د نزول د عيسی) پر دغه (عيسی) پخوا له مرګه د ده څخه او په ورځ د قيامت کې به وي (عيسی) پر دوی باندې شاهد (چې جهودانو ونه منلم او نصرانيانو ((ابن الله)) وبللم).

د اکثرو مفسرينو په قول د (به) او (موته) له (ه) ضمير څخه په دواړو ځايونو کې مراد عيسی  علیه السلام دی.

ابو مالک   رحمه الله د  وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ  په تفسير کې فرمايي : دا به هغه وخت کيږي کله چې عيسی  علیه السلام نزول وکړي، په دې وخت کې به د اهل کتابو هر سړی په هغه باندې ايمان راوړي ([6]).

علامه ابن کثير   رحمه الله فرمايي:

 الله تعالی خبر ورکړی چې د عيسی  علیه السلام معامله په هغه ډول نه ده، هغه د خلکو لپاره مشابهت پيدا کړی، هغوی ته هيڅ دا معلومه نشوه او له عيسی سره ورته شوی سړی يې وواژه، الله تعالی خبر ورکوي چې هغه عيسی  علیه السلام خپل لوري ته پورته کړ : هغه ژوندی سلامت دی او له قيامت څخه د مخه به نازل شي، په دې باندې هغه متواتر احاديث دلالت کوي کوم چې مونږ وړاندې بيانه وو، مسيح  علیه السلام به ګمراهي ختمه کړي، صليب به ټوټه ټوټه کړي، خنزير به قتل کړي، جزيه به ختمه کړي، يعنې له هيڅ غير مسلم څخه به جزيه نه قبلوي او هغه ته به له اسلام څخه د وتو اجازه نه ورکوي، هغه به يواځې اسلام يا توره قبلوي، آيت کريمه خبر ورکوي چې په دې وخت کې به ټول اهل کتاب په عيسی  علیه السلام باندې ايمان راوړي او په هغوی کې به هيڅ داسې څوک نه وي کوم به چې د هغه تصديق ونکړي ([7]).

له سنت څخه دلايل

حضرت خذيفه بن اسيد غفاري  رضی الله عنه  بيان کوي چې يو ځل مونږ خلک ناست وو او د قيامت ذکر مو کاوه چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  مونږ وليدلو او وې فرمايل : تاسو خلک د کوم شي ذکر کوی؟ مونږ عرض وکړ : د قيامت ذکر کوو، رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :

إنها لن تقوم حتى ترون قبلها عشر آيات فذكر الدخان والدجال والدابة وطلوع الشمس من مغربها ونزول عيسى ابن مريم صلى الله عليه و سلم ويأجوج ومأجوج وثلاثة خسوف خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم ([8]).

ژباړه : بې له شکه هغه به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې تاسو له هغه څخه د مخه لس نښانې ووينی، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغو ذکر وکړ : (۱) دود (۲) دجال (۳) خروج دابه (۴) د لمر له مغرب څخه را پورته کيدل (۵) د عيسی  علیه السلام نزول (۶) د ياجوج ماجوج را وتل (۷) او په دريو ځايونو کې د زمکې د ننوتلو واقعات، په مشرق کې د زمکې ننوتل، په مغرب کې د زمکې ننوتل، په حزيره نمائي عرب کې د زمکې ننوتل، له ټولو څخه په اخير کې چې کومه نښانه ښکاره کيږي هغه په يمن کې د (عدن) له لوري راوتونکی يو اور دی کوم به چې خلک د محشر زمکې (شام) لوري ته بيايي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَدْلًا فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ وَيَفِيضَ الْمَالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ حَتَّى تَكُونَ السَّجْدَةُ الْوَاحِدَةُ خَيْرًا مِنْ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا ([9]).

ژباړه :

په هغه ذات قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی ! نږدې ده چې د ستاسو په مينځ کې عيسی  علیه السلام عادل واکمن جوړ شي او نزول وکړي، هغه به صليب مات کړي، خنزير به قتل کړي او جزيه به ختمه کړي، په دې وخت کې به مال دومره په کثرت سره وي چې هغه به هيڅوک نه غواړي، په دې زمانه کې به يوه سجده له دنيا او د هغې له ټولو خزانو څخه قيمتي وي.

په يوه بل روايت کې دي:

والله لينزلن ابن مريم حكما عادلا فليكسرن الصليب وليقتلن الخنزير ولضعن الجزية ولتتركن القلاص فلا يسعى عليها ولتذهبن الشحناء والتباغض والتحاسد وليدعون (وليدعون) إلى المال فلا يقبله أحد ([10]).

ژباړه : په الله قسم ! عيسی ابن مريم  علیه السلام به عادل واکمن جوړ شي او ضرور به را نازل شي، هغه به صليب مات کړي، خنزير به قتل کړي، جزيه به ختمه کړي، ځوان اوښان به آزاد پريښودل شي، د هغوی د نيولو ډار به نه وي، خپل مينځي دښمني، له يوه بل سره بغض او حسد به ورک شي، خلک به د مال لوري ته غوښتل کيږي مګر هيڅوک به د هغه اخستو ته تيار نه وي.

د حديث د معنا ګانو بيان

(يکسر الصليب) صليب مشهور شی دی، د عيسايانو دا عقيده ده چې عيسی  علیه السلام په صليب وځړول شو او قتل کړی شو، دا د هغوی مذهبي شعار دی، عيسی  علیه السلام به د هغوی صليب مات کړي.

(يقتل الخنزير) خنزير يو مشهور ځناور دی ([11]) اسلام د هغه خوراک حرام کړی.

د خنزير په باره کې اسلامي لار ښودنې

الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

 اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیۡکُمُ الۡمَیۡتَۃَ وَ الدَّمَ وَ لَحۡمَ الۡخِنۡزِیۡرِ وَ مَاۤ  اُہِلَّ بِہٖ لِغَیۡرِ اللّٰہِ ۚ فَمَنِ اضۡطُرَّ غَیۡرَ بَاغٍ وَّ لَا عَادٍ فَلَاۤ اِثۡمَ عَلَیۡہِ ؕ اِنَّ اللّٰہَ  غَفُوۡرٌ  رَّحِیۡمٌ ﴿۱۷۳﴾ ([12]).

ژباړه :

            بيشکه دا خبره ده چې حرام کړي دي الله پر تاسې باندې (خوراک) د مردارې او حرام کړي دي الله (خوراک) د وينې (بهيدونکې) او حرام کړي دي الله (خوراک) د غوښې د خنزير او حرام کړي دي الله (خوراک) د هر هغه حلال کړی شوي چې آواز کړی شوي وي په هغه باندې په وخت د ذبحې کې بيله پاک الله نو هغه څوک چې اړ شي (د دې حرامو خوړلو ته) حال دا چې نه ظلم کوونکی او نه تجاوز کوونکی وي (له قدر د کفافه) نو نشته ګناه په دې باندې ؛ بيشکه چې الله لوی بښونکی پوره رحم کونکی دی.

همدا شان الله تعالی جل جلاله  فرمايي:

 اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیۡکُمُ الۡمَیۡتَۃَ  وَ الدَّمَ وَ  لَحۡمَ  الۡخِنۡزِیۡرِ  وَ  مَاۤ   اُہِلَّ  لِغَیۡرِ  اللّٰہِ بِہٖ ۚ فَمَنِ اضۡطُرَّ  غَیۡرَ  بَاغٍ  وَّ لَا  عَادٍ  فَاِنَّ  اللّٰہَ  غَفُوۡرٌ  رَّحِیۡمٌ ﴿۱۱۵﴾  ([13]).

ژباړه :

            بيشکه همدا خبره چې حرامه کړې ده الله پر تاسې باندې مرداره او بهيدونکې وينه او غوښه د خنزير او هغه حلال کړی شوی حيوان چې غږ کړی شوی دی د بل شي بې له الله نه (د نامه) په وخت د ذبحې د هغه ؛ پس هغه څوک چې اړ شي خوړلو د دې حرامو ته) حال دا چې ظالم نه وي (په بل چا) او نه تجاوز کوي (د کفاف له اندازې) نو بيشکه الله بښونکی د ګناهونو ډير رحم والا دی (د اجر او ثواب په ورکولو).

د خنزير په باره کې يهودي لارښودنې

په تورات کې دي :؛ هغه د ستاسو لپاره نجس (مردار دی) تاسو نه د هغه غوښه وخوری او نه د هغه په بدن لاس ولګوی ([14]).

همدا شان خنزير هم، هغه د ستاسو لپاره پليت دی، د هغه غوښه تاسو ونه خوری او نه د هغه د بدن اعضاؤ ته لاس ور وړی، هغه د ستاسو لپاره ناپاک مردار دی ([15]).

د خنزير په باره کې عيسوي لارښودنې

په انجيل کې دي :؛ پطرس وايي : هيڅکله نه ده، اې رب ! ما کله هم کومه ګنګي يا ناپاک شی نه دی خوړلی ([16]).

همدا شان وايم : هيڅکله نه ده، اې زما رب ! ځکه چې زما خولې ته کله هم ګنګي يا ناپاک شی نه دی داخل شوی ([17]).

هغه عيسايان هم د خنزير غوښه نه خوري کوم چې دا عقيده لري چې عيسی  علیه السلام به اسمان له ختو وروسته بيا را ښکته شي.

په هندو مذهب کې هم د خنزير غوښې له خوړلو منع شوې، د پورته درجې هندوان د خنزير غوښې خوړل عار بولي، يواځې بيکاره او د ټيټې درجې هندوان وغيره د خنزير غوښه خوري.

د زردشت مذهب خلک هم د خنزير غوښې له خوړلو پرهيز کوي.

بت پرست هم خنزير ته له لاس ور وړو مکمل ځان ساتي، ګمان کوي چې له خنزير څخه انسان ته ډيرې ناروغۍ سرايت کوي، په تيرو شلو کلونو کې محقيقينو د انسان خوراک، د هغه معاملات او د سوچ په مينځ کې د تعلق پيدا کولو کوشش وکړ، هغوی دې نتيجې ته ورسيدل چې کله هم مونږ د خپل خوراک نوعيت بدل کړو نو زمونږ په خويونو، عاداتو او معاملاتو کې هم بدلون راځي، هغوی د دې امر مشاهده وکړه چې کوم خلک صحت ته ضرر رسونکي شيان خوري هغوی له قانون څخه چپ کارونه ډير کوي، د ايمرجنسي مراکزو په پلټنه کې هغوی ته معلومه شوې چې کوم خلک ميوه او سبزي ډيره استعمالوي هغوی د قانون پابندي هم کوي.

خنزير يو داسې ځناور دی نه يواځې دا چې هغه ګنکي خوري، بلکه د دې کار هيڅ پروا هم نه وي ور سره چې د ده په موجوديت کې د ده له ښځې سره بل نر خنزير څه کوي، دا يو بې غيرته ځناور دی، بر عکس نور ځناوران له خپلې ښځې دفاع کونکي تر سترګو کيږي، لکه چې ليدل کيږي د خنزير غوښې خوړونکو خلکو غيرت هم ډير کمزوری وي او د دې خبرې هيڅ پروا نکوي چې د هغوی د ښځو معاملات، حرکات او سکنات څه دي.

د خنزير غوښې په باره کې الله تعالی  جل جلاله  فرمايلي چې هغه (رجس) يعنې ګنګي ده، له خنزير څخه انسانانو ته د خطرناکو جراثيمو د ليږد ډيرې نمونې شته دي، له خنزيرانو څخه ډير وبائي مرضونه هم پيدا کيږي د کومو شمير چې کم از کم (۴۵۰) دی او دا ټول چې د کومو متعدي امراضو د خپريدا باعث دي د هغوی شمير له (۷۵) څخه زيات دی.

د خنزير له غوښې او له هغې څخه د جوړ شويو نورو شيانو له استعمال څخه له (۱۶) زياتې ناروغۍ له خنزير څخه انسان ته سرايت کوي، په هغوی کې مالټا پور، ټي بي، داء اليرقات الشريطة وغيره شامل دي.

اته ويشت (۲۸) نور داسې مرضونه هم شته دي کوم چې د خوراک څښاک په شيانو کې د خنزير د استعمال له امله پيدا کيږي، د خنزير غوښې د سخت حرمت له امله عيسی  علیه السلام د هغه د وجود د ورکولو او په پوره ډول د هغه د ورکولو حکم کړی.

(ويضع الجزية) جزيه يو ټيکس دی کوم چې په اسلامي هيوادونو کې له اوسيدونکو اهل کتابو څخه د هغوی د حفاظت او د هغوی لپاره د مهيا شويو اسانيو په بدل کې اخيستل کيږي، دا انتهائي په عدل او انصاف بنا ټيکس دی، لکه چې په اسلامي هيوادونو کې له تاجرانو څخه زکاة اخيستل کيږي، عيسی  علیه السلام چې کله نزول وکړي او د خلکو په مينځ کې حکومت کول شروع کړي نو هغه به له اسلام څخه پرته بل هيڅ دين نه مني، عيسايان کوم چې ځانونه د عيسی  علیه السلام پيروان بولي، کله چې عيسی  علیه السلام را نازل شي او له هغوی سره خبرې وکړي نو د هغوی له زړونو څخه به دا عقيده ختمه شي چې عيسی  علیه السلام د الله زوی دی، دا خلک به په صحيح دين ايمان راوړي لکه چې الله تعالی  جل جلاله  په خپل کتاب کې خبر ورکړی:

 وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ  ([18]).

ژباړه :

په اهل کتاب کې به يو هم داسې پاتې نشي کوم به چې د عيسی  علیه السلام له مرګ څخه د مخه په هغه باندې ايمان را نه وړي.

يعنې د عيسی  علیه السلام له نزول وروسته د هغه له وفات کيدا د مخه به ټول اهل کتاب په هغه ايمان راوړي او هر څوک چې له ايمان راوړو انکار کوي عيسی  علیه السلام به له هغوی سره جنګ کوي.

په يوه روايت کې داسې الفاظ دي:

وتکون الدعوة واحدة ([19]).

ژباړه :يعنې د عيسی  علیه السلام په زمانه کې به دعوت يواځې د اسلام وي، هيڅ بل دين به د زمکې په سر باقي پاتې نشي، يعنې په دنيا کې به هيڅ هندو، بت پرست، يهودي، عيسائي او مجوسي نه وي.

تکون السجدة الواحدة خيرا من الدنيا وما فيها يعنې په خلکو کې به د لمانځه او د نورو نيکيو رغبت او شوق ډير زيات شي، له دې امله چې د هغوی خواهشات به ډير کم شي، هغوی به له دنيا سره بې مينې شي او د قيامت په را نږدې کيدو به يې يقين شي : او له دې امله چې په دې وخت کې به د خلکو روزي ډيره فراخه شي او د معاش فکر به د هغوی لپاره د عبادت په لياره کې کوم خنډ نه وي.

ولتترکن القلاص، فلا يسعی عليها (القلاص) هغو ځوانو اوښانو ته ويل کيږي کوم چې ډير غوره او قيمتي وي، د عربو په نزد دا تر ټولو غوره مال دی، په دې زمانه کې به خلک دا قيمتي ځناور هم پريږدي، له هغوی څخه به پې پروا شي، هيڅوک به د هغوی په پالنه، څرولو او ساتلو کې کوشش نکوي او نه به يې په اخيستلو او خرڅولو کې دلچسپي لري.

حضرت جابر  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

فينزل عيسى بن مريم فيقول أميرهم تعال صل بنا فيقول لا إن بعضكم على بعض أمراء تكرمة الله هذه الأمة ([20]).

ژباړه :عيسی ابن مريم  به را نازل شي او د مسلمانانو امير به هغه ته وايي : راشه مونږ ته لمونځ راکړه، مګر عيسی  علیه السلام به ووايي : نه ! تاسو په خپله د يوه بل لپاره امام ياست، الله تعالی دغه امت ته دا عزت ورکړی.

حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

منا الذي يصلی عيسی ابن مرين خلفه ([21]).

ژباړه : عيسی ابن مريم  چې په چا پسې تر شا لمونځ وکړي هغه له ما څخه دی.

د حضرت عيسی  علیه السلام د نزول حديثونه متواتر دي

د حضرت عيسی  علیه السلام د نزول په باره کې مونږ ته چې له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه کوم حديثونه رسيدلي هغه مواتر دي او د هغوی د تواتر په ذکر کوونکو کې امام احمد بن خنبل ([22]) امام ابوالحسن اشعري ([23]) امام طبري ([24]) علامه ابن کثير ([25]) علامه سفاريني ([26]) شامل دي، امام شوکاني   رحمه الله هم په خپل کتاب (التوضيح في ما جاء في المنتظر والدجال والمسيح) کې دې حديثونو ته متواتر ويلي دي.

امام ابن کثير   رحمه الله د نزول عيسی په باره کې د واردو حديثونو په باره ويلي:

د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  دا حديثونه متواتر دي، په هغوی کې د عيسی  علیه السلام د نزول کيفيت او د نزول د ځای وضاحت هم موجود دی، د هغه نزول به په شام کې د دمشق مشرقي مينار سره په خوا کې وي او دا به په هغه وخت کې وي چې د لمانځه لپاره به اقامت ويل شوی وي، هغه به راشي خنزير به قتل کړي، صليب به مات کړي او جزيه به ختمه کړي، هغه به له اسلام پرته بل هيڅ دين نه مني لکه چې په صحيحينو کې دا خبره بيان شوی او دا خبرې ټولې له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه منقولې دي، د اهل کتابو ټول اعتراضونه او شبهات به ختم شي او هغوی به له يوه مخه د عيسی  علیه السلام تابعداري وکړي او په اسلام کې به داخل شي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

 وَ اِنۡ مِّنۡ اَہۡلِ الۡکِتٰبِ اِلَّا لَیُؤۡمِنَنَّ بِہٖ قَبۡلَ مَوۡتِہٖ ([27]).

ژباړه :

په اهل کتاب کې به يو هم داسې پاتې نشي کوم به چې د عيسی  علیه السلام له مرګ څخه د مخه په هغه باندې ايمان را نه وړي.

دا آيت کريمه د هغه آيت کريمه په څير دی په کوم کې چې الله تعالی فرمايي  وَ اِنَّہٗ  لَعِلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  يعنې عيسی  علیه السلام د قيامت له نښانو څخه يوه نښانه ده، او په يوه بل روايت کې داسې دي  وَ اِنَّہٗ  لَعَلۡمٌ  لِّلسَّاعَۃِ  د عين او لام په زور سره، يعنې د قيامت يوه نښانه ده، دا د قيامت په راتلو او د هغه په نږديوالي باندې دلالت کوي، دا چې هغه به د مسيح دجال له ظهور وروسته تشريف راوړي نو دجال به د عيسی  علیه السلام په لاس قتل کړی شي، د عيسی  علیه السلام په زمانه کې به ياجوج ماجوج را ووځي او د عيسی  علیه السلام د دعا په برکت به الله تعالی هغوی هلاک کړي.

په امت کې په دې امر اجماع ده چې عيسی  علیه السلام د قيامت له نښانو څخه يوه نښانه ده، په دې امر کې د اهل علمو هيڅ اختلاف نشته پرته له هغو کمو خلکو د کومو خبره چې د التفات وړ نه ده او د کومو اختلاف چې هيڅ حيثيت نلري.

يوه پوښتنه

حضرت عيسی  علیه السلام چې کله نازل شي نو آيا هغه به د محمدي   صلی الله علیه وسلم  شريعت مطابق حکومت کوي او که کوم نوی شريعت به راوړي؟

ځواب

د امام سفاريني قول

امام سفاريني   رحمه الله په اخره زمانه کې د حضرت عيسی  علیه السلام د نزول په باره کې ليکلي:

يواځې فلسيفانو او بې دينو خلکو د هغه له نزول څخه انکار کړی، مګر د هغوی اختلاف هيڅ اهميت نلري، د امت په دې امر اجماع ده چې هغه به ضرور تشريف راوړي او د شريعت محمدي   صلی الله علیه وسلم  مطابق به فيصلې کوي، هغه به له آسمان څخه د را نازليدو په وخت کې له ځان سره کوم نوی شريعت نه راوړي.

نواب صديق حسن خان ويلي

د حضرت عيسی  علیه السلام د نزول په باره کې حديثونه ډير زيات دي، امام شوکاني   رحمه الله له دې حديثونو څخه ۲۹ ذکر کړي کوم چې يا صحيح دي يا حسن، يا ځينې داسې دي چې ضعف پکې شته مګر د شواهدو په بنا د حسن درجې ته رسيږي، په هغو کې ځينې د مسيح دجال په باره کې دي او ځينې د مهدي منتظر په باره کې دي، له دې پرته له صحابه کرامو څخه هم د هغه متعلق داسې اثار منقول دي کوم چې د مرفوع احاديثو په حکم کې دي ځکه چې داسې خبرې په اجتهاد سره نشي کيدلای، د دې ټولو حديثونو له ذکر کولو وروسته هغه وايي چې د علم په خاوندانو پټه نه ده چې وارد کړی شوي حديثونه د تواتر درجې ته رسيږي ([28]).

شيخ احمد شاکر ليکلي

په اخره زمانه کې د حضرت عيسی  علیه السلام نزول د هغو مسايلو له جملې څخه دی په کومو کې چې د مسلمانانو هيڅ اختلاف نشته، ځکه چې په دې باره کې له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه ډير صحيح احاديث وارد شوي، دا شی د دين له بنيادي عقايدو څخه دی او څوک چې له دې انکار وکړي هغه مؤمن نه دی ([29]).

شيخ محمد ناصر الدين الباني بيان کوي

په ښې طريقې پوه شئ : د خروج دجال او نزول عيسی په باره کې وارد شوي حديثونه متواتر دي، په هغو باندې ايمان راوړل واجب دي، تاسو بايد د هغو خلکو په خبرو دوکه نشی کوم چې دا دعوه کوي چې دا حديثونه خبر واحد دي، د داسې خبرو کوونکي په اصل کې په احاديثو نه پوهيږي، په دې خلکو کې يو هم داسې نشته کوم چې د دغو حديثونو د سند تحقيق وکړي، که چيرته دوی تحقيق وکړي نو به ورته معلومه شي چې دا حديثونه متواتر دي، لکه څرنګه چې ائمه وو مثلاً : حافظ ابن حجر   رحمه الله او نورو ګواهي ورکړې، دا خبره يقينا ډيره د افسوس وړ ده چې يو شمير خلک د همدې موضوع په باره کې په داسې ځايونو کې د خبرو کولو جرئت کوي کوم چې د همدې خبرو ميدان نه وي، دا خبره بيا هغه وخت ډيره افسوسناکه ده کله چې د دې خبرې تعلق له دين او عقيدې سره دی ([30]).

پوښتنه

څنګه حضرت عيسی  علیه السلام په امت محمدي   صلی الله علیه وسلم  کې شمار کيدلای شي؟

ځواب

حضرت عيسی  علیه السلام اولوالعزم رسول دی، د الله تعالی په نزد هغه ته لوړ مقام حاصل دی، هغه ته د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د صحابي شرف هم حاصل دی، هغه د معراج په شپه په نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  باندې د ايمان لرلو په حالت کې هغه وليد او په همدې ايمان کې به وفات کيږي.

د معراج په حديث کې ذکر دي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايي: بيا زه پورته وختلم حتی چې دويم آسمان ته ورسيدم، حضرت جبرئيل د آسمان پهره دارانو ته د دروازې خلاصولو خبره وکړه:

هغوی وويل : څوک يې؟

جبريل : زه جبريل يم.

درباريان : له تا سره بل څوک دي؟

جبريل : له ما سره محمد   صلی الله علیه وسلم  دی.

درباريان : آيا هغه را بلل شوی دی؟

جبريل : هو.

درباريان : هغه دې په خير راشي، هغه څومره ښه تشريف راوړونکی دی! نو دروازه خلاصه کړی شوه، کله چې زه داخل شوم نو له حضرت يحی او حضرت عيسی عليهما السلام سره مې وليدل، دا دواړه په خپل مينځ کې د خاله زامن دي.

 جبريل امين وويل : دا يحی او عيسی دي، دوی ته سلام ور واچوه، ما په هغوی سلام واچاوه او هغوی د سلام ځواب راکړ:

بيا هغوی دواړو وويل : زمونږ د نيک ورور او صالح نبي راتګ دې مبارک وي، هغه دې په خير راشي ([31]).

د عيسی  علیه السلام د نزول په باره کې د عيسايانو عقيدې

د هغوی عقيده دا ده چې عيسی  علیه السلام د الله زوی دی، (د الله تعالی ذات له دې خبرې ډير پورته، ارفع او اعلی دی چې د هغه لپاره کوم زوی شته دی) او هغه يې قتل کړ او زندۍ يې کړ، بيا يې دری ورځې وروسته هغه آسمان ته پورته کړ: او هغه د خپل پلار (رب) تر څنګ ناست دی، هغه به په آخره زمانه کې را نازل شي.

مخکې له دې چې د هغه د پورته کيدلو ذکر وشي او دا خبره هم چې هغه نه قتل شوی دی او نه زندۍ شوی دی بلکه يهوديانو محض شبه ليدلې کوم چې هغوی عيسی وباله او قتل يې کړ.

اهل کتاب د دوو مسيحيانو په اثبات باندې متفق دي

(۱) مسيح هدايت : هغه د حضرت داؤد  علیه السلام له اولادې څخه عيسی  علیه السلام دی.

(۲) مسيح ګمراه : په دې باره کې اهل کتابو ويلي چې دا د يوسف  علیه السلام له اولادې څخه دی ([32]) او هغه مسيح دجال دی.

د عيسی  علیه السلام په باره کې د عيسايانو عقيده له مسلمانانو څخه په لاندې امورو کې بدله ده.

(۱) د عيسايانو دا عقيده ده چې عيسی  علیه السلام د الله تعالی زوی دی، د مسلمانانو دا عقيده ده چې هغه بشر دی، د الله تعالی بنده او رسول دی. (۲) د عيسايانو دا عقيده ده چې عيسی  علیه السلام يهوديانو قتل کړ او هغه ته يې زندۍ ور واچوله، د مسلمانانو دا عقيده ده چې هغوی نه عيسی  علیه السلام قتل کړی او نه يې زندۍ ور اچولې، بلکه الله تعالی هغه صحيح سالم ژوندی آسمانو ته پورته کړی.

(۳) د عيسايانو دا عقيده ده چې عيسی  علیه السلام له زندۍ کيدو دری ورځې وروسته د آسمان لوري ته پورته شو، د مسلمانانو دا عقيده ده چې هغه له قتل او زندۍ کولو پرته د آسمان لوري ته پورته کړی شو.

د عيسايانو دا عقيدې سرا سر باطلې او له حقيقت څخه ليرې دي، حقيقت هغه دی کوم چې په قرآن کريم کې بيان شوی.

[1]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۷، اخرجه البيهقي في کتاب حياة الانبياء في قبورهم وصححه.

[2]  – الزخرف، آية : ۵۷ – تا ۶۱.

[3]  – مسند احمد : ۱/ ۳۱۷، وصححه احمد شاکر.

[4]  – تفسير طبري، الزخرف، آية : ۶۱.

[5]  – النساء، آية : ۱۵۷ – ۱۵۸- ۱۵۹.

[6]  – تفسير طبري، النساء، آية : ۱۶۱.

[7]  – تفسير ابن کثير، النساء، آية : ۱۵۹.

[8]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۱.

[9]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۸، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۵.

[10]  – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۵.

[11]  – خنزير يو خبيث او سست ځناور دی، دی نباتاتي شيان، ځناور، مرداره او ګنګي خوري، له خپلو متيازو سره سره د نورو حيواناتو ګنګي هم خوري، عيسی  به خنزير قتل کړي : د دې معنا هيڅکله دا نه ده چې الله تعالی خنزير هسې له کوم حکمت څخه خالي پيدا کړی، هر ځناور الله تعالی يواځې د دې لپاره نه ده پيدا کړی چې د هغه غوښه دې وخوړل شي، الله تعالی ميګې، ماهيان او نور د دې لپاره نه دي پيدا کړي چې هغوی وخوړل شي، بلکه د دې شيانو په پيدا کولو کې د الله تعالی نور حکمتونه هم شته دي، همدا شان خنزير هم الله تعالی د خپل کوم حکمت ما تحت پيدا کړی، مګر په ټولو اسماني مذاهبو کې د هغه د غوښې خوړل حرام کړی شوي دي.

[12]  – البقرة، آية : ۱۷۳.

[13]  – النحل، آية : ۱۱۵.

[14]  – استثناء :۴/ ۸.

[15]  – احبار : ۱۱/ ۷ – ۸ -.

[16]  – اعمال : ۱۰/ ۱۴.

[17]  – اعمال : ۱۱/ ۸.

[18]  – النساء، آية : ۱۵۹.

[19]  – مسند احمد : ۲/ ۳۹۴، وحسنه الارنؤوط في تعليقه علی المسند.

[20]  – صحيح مسلم، لايمان، حديث : ۱۵۶.

[21]  – سلسلة الاحاديث الصحيحة : ۵/ ۳۷۱، حديث : ۲۲۹۳.

[22]  – طبقات الحنابلة : ۱/ ۲۴۱ – ۲۴۳.

[23]  – مقالات الاسلاميين واختلاف المصلين :۱/ ۳۴۵.

[24]  – تفسير الطبري :۳/ ۲۹۱.

[25]  – تفسير ابن کثير: ۷/ ۲۲۳.

[26]  – لوامع الانوار البهية :۱/ ۹۴ – ۹۵.

[27]  – النساء، آية : ۱۵۹.

[28]  – الاذاعة لما کان وما يکون بين يدی الساعة لصديق حسن خان، ص : ۱۶۰.

[29]  – تفسير الطبري، آل عمران :۳/ ۵۵، تعليق الشيخ احمد شاکر.

[30]  – شرح العقيدة الطحاويه، بتحقيق الشيخ الالباني، ص : ۵۶۵.

[31]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۳۰.

[32]  وګورئ د شيخ الاسلام ابن تيميه  کتاب (الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button