
آیا پوهېږئ چې څوک ستاسو په مرګ ژاړي !؟
لیکوال : فرمان الله نجرابوال
ستاسو په آند څوک به ستاسو د مرګ پرمهال پر تاسو ژاړي!؟
ممکن تاسو ته دا پوښتنه ناولده ښکاره شي.
الله سبحانه وتعالى په خپل کتاب کې فرمایلي دي:
“فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ”
ژباړه:پس ونه ژړل په دوی باندې اسمان او ځمکې او نه دوی لیدونکي وو.
“سورة دخان”
ابن جرير ددې ایات په تفسير کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه نقل کوي چې یو شخص له ابن عباس رضی الله عنهما څخه وپوښتل: ای عباسه رضی الله عنهما ددغې ایات مبارکه په اړه راته معلوم راکړه
“فما بكت عليهم السماء والأرض وما كانوا منظرين ”
ژباړه:پس ونه ژړل په دوی باندې اسمان او ځمکې او نه دوی لیدونکي وو.
ایا رښتیا هم آسمان او ځمکه دیو چا په مرګ ژاړي ؟
ابن عباس رضي الله عنه وویل: هو ! د هر إنسان لپاره په آسمان کې یوه دروازه شته چې له هغې دروازې څخه رزق ،روزې راځي او په همدغې دروازې د إنسان ښه او بد عمل دواړه پورته خېژي.
نو چې کله مسلمان مړ شي د رزق دروازه یې بنده شې او دغه راز د ښو او بدو عمل لړۍ یې پای ته ورسېږې نو ځمکه بیا ژاړي.
او كله چې ځمکه د لمونځ کوونکي هغه ځای چې مسلمان به ورباندې لمونځ کاوه یا یې ورباندې د الله عز وجل ذکر کاوه پیدا نه کړې ځمکه بیا ژاړي.
ابن عباس رضي الله عنه وفرمايل : د یو مسلمان په مړینې څلویښت ورځې ځمکه ژاړي.
پوښتونکي وويل: ځمکه ژاړې ؟
ابن عباس رضی الله عنه: ولې تاته تعجب وړ ده؟
هغه ځمکه ضرور ژاړي کومه ځمکه چې د مسلمان په سجدو او رکوع باندې اباده شوې وي.او هغه آسمان هم ضرور ژاړي چې په هغه آسمان دمسلمان نیک عملونه خېژي.
هر کله چې مسلمان یو ځای یو ګوټه کې لمونځ او د دالله عزوجل ذكر کوي یا ورباندې تلاوت د قران کریم کیږي نو دغه ځمکه د مسلمان په مرګ ژاړي.
اللهم إنَّا نسألك : عفوك وودك وحبك وقربك ولذة النظر إلى وجهك الكريم ..
اللهم اجمعنا مع الأبرار الصادقين الذين يأخذون بأيدينا إلى ظل عرشك يوم لا ظل إلا ظله .



